جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپښتو رسنۍ او بې غورۍ/ غزانور غزا

پښتو رسنۍ او بې غورۍ/ غزانور غزا

رسنۍ خلکو ته د خبرونو، اطلاعاتو او معلوماتو پر رسولو سربېره د ژبې د دودولو وسیله هم ده، ځکه د دوی له لارې نوې کلمیې له لوستي نیولې تر نالوستي پورې رسیږي او دودیږي.

که له ۲۰۰۱ کال مخکې په رسنیو کې د ترهګر کلیمه نه وه، ضرورت یي نه و، خو  اوس هرڅوک پوهیږي، چې ترهګر او ترهګري څه ته وایي. ترهګر څوک وي او کار یې څه وي. ترهه پښتو کې وه، کوچیان یې هم کاروي، کله چې  مېږې، بوزې له ناڅرګند شي ووېریږي، شپانه وایي، مېږې وترهېدې.

له همدې ترهې څخه ترهګر او ترهګري جوړ شول، دغه ډول پښتو ته نور لفظونه هم راعلل، په هغو کې یو هم ځانمرګی دی، چې ان ځینې خلک یې ځوانیمرګ بولي، خو په دې پوهیږي، چې ځانمرګی یا ځوانیمرګ څوک دی، له ځانوژونکي سره یې توپیر څه دی.

د لوستونکي، اورېدونکي یا لیدونکي په ذهن کې دا خبره هم شته چې ځانوژونکی ځان وژني، خو ځانمرګی له ځان سره نور مرګ هم کوي.

په دغه مهال که پښتو رسنیو زموږ ګوته په شمېر پښتو کلیمې دود کړې، زموږ ځینې خپلې کلیمې یې له نورو ژبو په ژباړه کې هېرې کړې؛ لکه نشه يي چې پخوا و، اوس هم شته، خو په رسنیو کې چې له څو کلونو راهیسې پر نشه يي توکو خبرې کیږي، نو هغه کس چې نشه کوي، تر ډېره یې رسنۍ د نشه یي پرځای پر نشه روږدی، په نشه اخته کس، یا معتاد بولي، چې دغه وروستۍ کلمیې اوږدې دي او ضرورت هم ورته نه لرو، ځکه نشه يي لرو، هغه چاته یې کاروو چې نشه کوي.

په تېرو کلونو  کې د رسنیو له لارې داسې نور لفظونه هم پښتو ژبې ته راغلل، چې پښتو پړسوي او دغو کلیمو ته ضرورت هم نشته. پر پښتو  دا ډول نابللې کلیمې تر ډېره نیم لوستي او په نوم خبریالان تپي، چې له خپلې ژبې سم خبر نه دي او نه یې مطالعه کوي. دوی د یو خبر، رپوټ یا نورو خبري مطالبو د برابرولو پرمهال د دې پرځای چې سوچ وکړي، دغه مطلب په پښتو کې څه ډول ویل کیږي یا په پښتو کې یې بدیل څه کېدی شي، په دې فکر کې وي، چې را ژباړل کېدونکې ژبه پر پښتو وتپي.

د ساري په ډول که یو خبریال له انګریزي، اردو یا دري دا جمله را ژباړي،

Taliban militants exist in tribal area

قبایلي علاقو می مسلح طالبان موجود هی

طالبان مسلح در مناطق قبایلي وجود دارد

نو په پښتو کې به داسې لیکي، په قبایلي سیمو کې وسلوال طالبان شتون لري.

دا موټی د خروار بېلګه ده، خو دې ته پام نه کوي چې دا جمله په پښتو کې موږ په پورته ډول نه، بلکې داسې وایو، په قبایلي سیمو کې وسلوال طالبان شته.

او که غواړو په خپله خبره ټینګار وکړو، له (شته) وروسته (دي) راوړو.

په قبایلي سیمو کې وسلوال طالبان شته دي.

په وروستیو جملو هم لوستي پوهیږي، هم نالوستي، له ژبې سره هم زیاتی نه دی. د رسنیو او د کور کلي ژبه هم یو ډول پاتې کېدلی شي، د ژبې د پړسولو مخه هم نیول کیږي.

دا چې ډېر پښتانه خبریالان دغه سوچ نه لري، له امله یې هڅې ځای نه نیسي، مخاطب یې په خبر او مطلب نه پوهیږي، همدا وجه ده چې یو کلیوال خبرونه واوري، وايي، ښه خبرونه وو، خو پرې پوی نه شوم، وجه دا وي چې د هغه په ژبه نه وي. په دې دلیل د رسنیو او ولس ژبه سره لرې کیږي، بله بدمرغي یې دا ده چې لوستي خلک یا چارواکي هم فکر کوي، په رسنیو کې ناست کسان جامع الکمالات دي، ځکه د رسنیو ناسمې کلیمې په خبرو اترو او رسمي غونډو کې له خولې باسي.

زه اوس له ډېرو چارواکو دا اورم چې وايي. د بهسودو پل پروژه په لار اچوو، دا جمله ممکن د انګریزي یا نوروو ژبو ژباړه وي چې پکې ویل کیږي:( پروژه اعمار پل بهسود راه اندازي مېشود.) دري ژبي پوهیږي چې مطلب د بهسودو پل جوړول یا پر دغه پل کار پیلول دي، خو پښتون نه پوهیږي چې د دې جملې مطلب څه دی، که دا جمله داسې وویل شي، د بهسودو پل د جوړولو پروژه پیلیږي. یا پر بهسودو پل کار پیل کیږی. هغه مطلب به ور کړي چې د خبریال په کار دی.

دا ډول تېروتنې تر ډېره له هغو پښتنو خبریالانو کیږي، چې له خپلې ژبې ناخبر دي، دوی ته هغه څه سم ښکاري چې په نورو ژبو کې ویل کیږي، ځکه  تل د نورو په پله پل ږدي، خو خپله ګام نه وړاندې کوي، نه دې ته فکر کوي چې هره ژبه خپل چوکاټ لري، تېر کال په کابل کې یو مارکېت اور اخیستی و، په یوه اژانس کې لیکلي و، په … مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه.  همدغه سرلیک یې کټ مت له دري( در مارکیت ـ اتش سوزي صورت ګرفت) را پښتو کړی و.

دې جملې سخت ودردولم، سملاسي مې په تبصره کې ورته ولیکل، په دې سرلیک مو اور ولګېږه، ولې داسې نه لیکئ، په … مارکېت کې اور ولګېد، یا هم: …مارکېت اور اخیستی دی.

دوی چې د بلې ژبې پېښې کړې دي، جمله دوه چنده شوې ده، خو که پښتو چوکاټ ته یې اړولې وی، لنډېدله او ساده کېدله.

دا بې غورۍ ځکه روانې دي چې ډېر پښتانه رسنوال ممکن په میاشتو میاشتو هم یو پښتو کتاب نه مطالعه کوي، نه هم دا خیال ور سره وي چې دوی څه وړاندې کوي له معیار سره سم دي که یه، بله ستونزه دا ده چې که کوم رسنوال پښتو ژبه یا ژورنالېزم لوستی، نو فکر کوي، مسلکي دی، کومه ستونزه نه لري خو دې ته پام نه کوي چې نه مو په ژورنالېزم کې څه شته او نه هم د ادبیاتو پوهنځی له موږ داسې څوک جوړوي چې تېروتنې به نه لرو.

 ژبه د ټولو مال دی، باید هغسې چلند ور سره وشي چې ټول پرې پوی او یو موټی وساتل شي، خو له بده مرغه مختلفې رسنۍ پرېږده ان د یوې رسنۍ د همکارانو املا هم سره یوه نه وي. که د یوې رسنۍ  یو خبریال په اردو درس ویلی وي، هغه به له اردو اغېزمن وي، که بل یې په دري زده کړې کړې وي، هغه به هم په بله لار روان وي. د ساري په ډول په اردو  کې د امریکا او برتانیا د کلیمو په پای کې د الف پر ځای (ه) لیکل کیږي، زموږ خبریال چې له اردو اغېزمن وي، هغه هم دا لفظونه د اردو په څېر لیکي، خو دې ته سوچ نه کوي، چې په بښتو کې یاد ویي په پای کې الف لري. دوی په اوښتي حالت کې (ه) په (ی) بدلوي، امریکا او برتانیا ته امریکې او برتانیې وايي، خو زما په نظر همدغه کلیمې باید په پای کې الف ولري چې په اوښتي پېر کې هم په اصلي حالت راشي.

له دري اغېزمن ځینې خبریالان واشنګټن ته واشنګټون، پنټګان ته پنټاګون وايي. څونامي هم سونامي بولي، دوی وايي، په اردو یا دري کې سونامي ده، خو دا فکر نه کوي چې ځينې مخکښ خبریالان چې له ژبې خبر دي، ولې د سونامي په ځای څونامي لیکي او وايي، که فکر او پوښتنه وکړي، هرو مرو به پوی شی، چې څونامي د جاپاني ژبې کلیمه ده او دغه ژبه هم د پښتو په څېر (څ) توری لري، ځکه یې څونامي لیکل پکار دي.

بله مسله دا ده چې ځینې خبریالان د پښتو کلیمو پرځای د نورو ژبو لفظونه راوړي، دلیل یې دا وايي چې د دوی مخاطب به په پښتو ویي پوی نه شي. خو زه له دغو ښاغلو دا تپوس کووم چې یو پښتون په خپله ژبه نه پوهیږي، هغه به د بلې ژبې په لفظ کله پوی شي او یا پښتانه ته به د خپلې ژبې په ويي  پوهېدل اسان وي، که د بلې ژبي په کلیمه. د ساري په ډول په پېښور کې ځینې رسنۍ یا خبریالان په پښتو کې ترهګر ته شدت پسند یا دهشتګرد، ترهګرۍ ته دهشتګردي، ځانمرګي ته خودکش، ولسمشر ته صدر، چاڼیزو عملیاتو ته سرچ اپرېشن، چاودنې ته دماکه وايي او لیکي یې.

ورته ستونزه په بره خوا کې هم شته. ځینې رسنۍ ترهګر ته تروریست، ترهګرۍ ته تروریزم، ځانمرګي ته انتحاري، ولسمشر ته رییس جمهور، چاڼیزو عملیاتو ته تصفیوی عملیات او چاودنې ته انفجار وايي.

که په اردو یا دري رسنیو کې د دود کلیمو پرځای پښتو ويي چې هغه ترهګر، ترهګري، ځانمرګی، ولسمشر، چاڼیز عملیات او  چاودنه دي، وویل شي، رسنوالو به د پردیو لغاتو په مخنیوي سره د خپلې ژبې په حق پوره کولو کې برخه اخستې وي، ور سره به یې د لر او بر پښتون په لهجه کې واټن سره کم کړی وي، که دوی د سرتمبه ګۍ یا مصلحتونو له وجې هماغه د اردو یا دري دود کلیمې کاروي، دا به یې له خپلې ژبې سره بې غوري او د پښتنو ترمنځ د نور واټن د پیدا کولو ارادي یا غیر ارادي هڅه وي، چې الله دې موږ ترې ساتي.

خو زما نظر په دې معنا نه دی، چې په رسنیو کې د ځینو خپلسریو جوړېدونکو په نوم پښتو کلیمو ملاتړ کووم، بلکې د ورته ویونو مخالف یم، ځکه دا ډول هڅه هم تر ډېره داسې کسان کوي، چې په پښتو ادب کې به یې مطالعه هم په هیڅ حساب وي، د نویو کلیمو جوړول هم اول د یوې ټولنې کار دی، چې پخوا پښتو ټولنې کاوه، اوس چې ورته ادارې نشته، استاد زیار او نورو هغو فرهنګیانو ته مخ ور اوړي، چې په پښتو ادب کې تر دکتورا او له هغه لا لوړې زدکړې او د نورو ژبو مطالعه لري، خو دا هڅه هم باید دا ډول فرهنګیان په ګډه او له یو بل سره په سلا مشوره وکړي.

1 COMMENT

  1. گرانه لیکونکیه! پښتو یی داسی ترجمه کیږی
    وسله وال طالبان په قبایلی سیمو کی شته:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب