یکشنبه, مې 26, 2024
Homeادبطنزونهد کابل کېسې/ نور محمد سعید

د کابل کېسې/ نور محمد سعید

هغسې چې افغانان په فزیکي ډول له ماشومتوبه بوډاتوب ته ټوپ وهي، هیواد یې هم له تش په نوم اشتراکیت نه ناڅاپه پانګوالۍ ته ټوپ وهلی.

کابل کې د پخوانيو خټينو ګوډلو تر څنګ نوې ودانې شوې ماڼۍ چې د دوبۍ او سنګاپور په نقش او نګار جوړې دي، عجیبه منظره لري.

داسې معلومیږي لکه پيړیو یوې بلې ته غیږ ورکړې وي.

ميرويس ميدان کې د يوې دغسې نوې ودانۍ مخې ته روان وم، چې شاوخوا کې یې د فقر زمانې پاتې شونې یا یادګارونه ویړ پراته وو.

پکې دکانونو البته د نوې زمانې له نوي مال متاع تر غاړو ډکم وو. د اصلي او جعلي معلومولو لپاره مې ورکتل، چې ناڅاپه مې نوک وواهه. ځمکې ته مې وکتل. پر قبر برسېره ولاړم وم.

اوه پر پدر دې… هدېرې یې هم نه دي پرې ایښي… لا حول ولا قوة الا بالله..

اوس هم پوه نه یم، چې هدېره یې د بازار په منځ کې جوړه کړې او که بازار یې هدېرې کې جوړ ده.

په عاجزۍ مي يوه بله خوا وکتل. د چا راته پام نه و. سوکه راکوز شوم. خواشینی هوټل ته ستون شوم، چې پکې دېره وم.

هوټل کې هم بې غمي نه وه. که څوکیې تشناب ته ننوځي، بايد تر هغې وټوخيږي او يا هم سندرې ووايي چې پکي دننه وي، ځکه د تشنابونو ورونه یې ځنځيرونه نه لري. هر وخت پکې داسې (خطر) شته چې یو پکې ناست وي او بل یې ور پرانیزي.

د هوټل سالون کې د يوه ناست سپين ږيري څنګ ته کېناستم. جابر ابن حيان ته ورته څېره يي وه. تور پټکي او سپينې ږيرې سره ښه معتبر سړی معلومیده.

 شېبه يې په ځېر راته کتل او بيا يي دواسکټ له جيبه انجکشن راویست. په خواره خوله یې راته وویل:

–      ستنه وهلای سې؟

په وارخطايۍ مي ور غبرګه کړه:

 نه !

– ښه، ماسکوېل ډانکټر یې !

خوشحاله شوم. ځان سره مې ویل، زړه په زړه ایینه وي، که دی ما ته د کیمیاګر ابن حیان غوندې ښکارېده، نو زه هم ورته لږ تر لږه ستنو لګولو والا ډاکټر خو ورته ښکاره شوم.

وروسته دواړه راډيو ته غوږ شوو، چې د درېیم ناست سړي څنګ ته غږېده.

د ټولټاکنو ورځ وه. حکومت ویلې، چې لور په لور خیر خیریت دی او جوپې جوپې خلک رایې کاروونې ته روان دي. مخالفانو یې بیا وار له مخه ویلي و، که څوک د رایې کاروونې لپاره له کوره ووت، ګیله یې له ځانه.

د راډیو نطاق روی غږیده. دغه خبرې یې اړولې را اړولې چې ناڅاپه له راډيو نه درز غږ پورته شو او ورپسې څو واړه واړه ډزونه وشوه.

سپین ږیري سوکه وویل:

–      ځه، په ده خو یې مور بوره کړه!

چې خبرې ته مې خوله جوړوله، له رادیو بیا غږ پورته شو. هماغه نطاق و، په خندا یې وویل:

–      وبخښئ، دا يوه تخنيکي ستونزه وه چې زما د همکار د ټوخېدو له کبله را منځته شوه.

د سپین ږیري غږ دا ځلې سوکه نه و:

–      بیخ دې ووځه په دا تخنیکي ستونزه، موږ خو ویل سي دوړه یې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب