شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکلتورسینمادوه خانان او درې عالي فلمونه/ جاوید اوربل

دوه خانان او درې عالي فلمونه/ جاوید اوربل

سږ کال مې تر نورو کلونو ډیر فلمونه کتلي او یا که ووایم ټول عمر یوې خوا ته او سږ کال بلې خواته نو رښتیا به مې ویلي وي. هغه فلم چې زه یې د دې ارماني نړۍ سره اشنا کړم، د (فنا) فلم و. فنا کلونه پخوا بازار ته راوتلی دی خو ما په دې وروستیو کې ولید. د دې فلم کیسې ډیر تاثیر راباندې وکړ، ځکه هغه څه پسې چې زه ګرځیدم، هغه مې په همدې فلم کې وموندل.

څنګه کولی شو چې د تشدد روانه کچه په خپلې ټولنې کې راټیټه کړو؟ دا هغه سوال و چې ځواب پیدا کول یې راته یو ذهني مصروفیت و. کله چې مې فنا فلم وکوت نو متوجه شوم چې یوه لاره خو په دې فلم کې هم بیان شوې ده. په فلم کې یو ځوان په پاکستان کې د یوې سختدریځې ډلې سره په تماس کې وي، هندوستان ته ځي او هلته د خپل برید د پلانولو په کار لګیا کیږي. په دې وخت کې د یوې بلا ښکلې، د مستانه نجونو یارې خو ړندې نجلۍ سره یې زړه لګیږي وروسته د هغې د سترګو د رغیدو په عملیاتو کې مرسته کوي.

نجلۍ رغیږي خو د فلم اتل نه، خو هلک به ورته ووایو، برید کوي او لسګونه کسان ټوټي ټوټې کوي او تښتي. وروسته پته لګیږي چې همدې هلک برید کړی دی. همدا هلک د یو بل خطرناک برید له پاره د خپلو ملګرو سره په هلي کوپټر کې د هندوستان فضا ته داخلیږي، خو د دوی په منځ کې د یوه جاسوس په مداخلې د دوی پلان ګډوډیږي او دی په پراشوټ کې ځان راغورځوي.

دی په ټپي حالت کې د هغې نجلۍ کورته راځي او هغه نجلۍ او پلار یې په تداوۍ کې مرسته کوي. نجلۍ لا هغه په خپلو سترګو نه وي لیدلی خو کله چې یې غږ اوري نو هغه خپل ملګری وریادیږي، وروسته سره پوهیږي چې دوی هغه پخواني مئینان دي. هلک کوښښ کوي چې بیرته لاړ شي خو نجلۍ چې اوس د ده څخه یو زوی (ریحان) هم لري، نه غواړي چې دی ترې لاړ شي. هغه اوس خبره شوې وي چې د ده سره داسې بم دی چې د دوی د لسهاو زره هیوادوالو ژوند تباه کولی شي.

د فلم هلک په تر ټولو سخت حالت کې راګیریږي، زړه یې نه غواړي چې له خپلې مئینې او خوږوکي ماشوم څخه لاړ شي خو هلته ورته ویل کیږي چې هله ژر راځه. دا صحنه داسې جوړه شوې چې که هر څوک یې وګوري نو که د فلم د هلک پر ځای خپل ځان وګوري نو پاتې به شي او بیا به دا درک کړي چې څه ضرورت؟ چې داسې کار ته ملا وتړي چې له ژوند کولو یې راګرځوي؟ د عامر خان دا فلم ځوانان دې ته هم هڅوي چې تشدد او جنګونه مو له مینې او ژوند کولو څخه راګرځوي او که څوک دا کار کوي نو له سره دې پر خپل دې کار فکر وکړي.

د عامر خان دویم کامیاب فلم چې د فنا برعکس هنري ـ تراژیدیک نه بلکې کومیډي دی، هغه (پې کې) دی. په دې فلم کې د ډیرو دینونو او مذهبونو پر پیروانو د بلې سیارې څخه د راغلي کس له خوا سخت انتقادونه شوي دي. دوی د دې پر ځای چې مخامخ د خدای لمانځنې ته ودانګي راهب، کشش، پنډت، ملا، بت، کلیسا، زیارت او تعویزګر ته پناه ور وړي. له دې وجې خو د (پې کې) خبره د دوی کار نه کیږي.

(پې کې) کې د دې تر څنګ یوې بلې خبرې ته هم توجه شوې ده، هغه د پاکستان او هندوستان د خلکو تر منځ دوستي ده. په دې برخه کې یې یو ډول مندرونه او د دوی مذهبي رهبران غندل شوي چې په لوی لاس د دوو ملتونو تر منځ د بیلتون اور ته لمن وهي هغه هم داسې چې د فلم نجلۍ پر یوه پاکستاني هلک مئینه وي خو د یوه مذهبي مشر له خوا په دروغو یوه جعلي صحنه جوړیږي او د دوی د بیلولو له پاره سخت کار کیږي. (پې کې) په خپل تګ کې وايي چې له دې دنیا یې دروغ زده کړل.

د بل خان، سلمان خان له خوا په تازه راوتلي فلم (بجرنګي بایي جان) کې بیا د حکومتونو تر منځ نه بلکې د ولسونو تر منځ د دوستۍ له پاره بې حده موثر کار شوی دی. یوه ماشومه چې په پاکستاني اړخ کې اوسیږي، د خپلو وریو سره په لوبو لوبو کې له پاڼه لویږي او له غږیدو څخه لویږي. د دې له پاره چې جوړه شي نو کورنۍ یې پریکړه کوي چې مور یې هندوستان کې یوه زیارت ته بوځي ګوندې بیا په خبرو راشي. مور یې بیايي خو د راتلو پر وخت سرحد ته نژدې نجلۍ په وریو پسې کښته کیږي او همدلته پاتې کیږي او مور یې کورته ځي او فریادونو ته یې یو عسکر هم ځواب نه ورکوي.

د فلم هلک سلمان خان په ډیرو سختیو د پاکستاني استخباراتو او پولیسو د ځورونو سره سره د یوه خبریال په همکارۍ نجلۍ د هغې کورنۍ ته رسوي او د دې کارنامې په ترسره کولو د پولو د دواړو خلکو د پام وړ ګرځي او خلک یې په خپل زور د پولې دروازې نړوي او هندوستان ته یې په عزت رااړوي.

په ذکر شوي لومړي فلم کې هندوستاني فلم جوړوونکو د خپلو خلکو د وطن دوستۍ حس د راپارولو له پاره کار کړی دی. په دویم فلم کې يې ځینې مذهبي ډلې غندلي چې ولې د دوو ملتونو تر منځ بیلتون ته هڅې کوي او دریم فلم کې د پولې دیخوا د پاکستاني ملت د خواخوږۍ پیدا کولو له پاره کار شوی دی چې حکومت یې هسې هم څه نه شي کولی چې ملت یې هم د دوی ولس ته په کرکه ونه ګوري بلکې هغوی د ځان مرسته کوونکي وبولي.

دا که د هندوستان د حکومت پالیسي وي نو کامیابه پالیسي ضرور ده. نننی نړۍ کې فلم یوازینۍ لاره ده چې په لسهاوو میلونو خلکو ته یو پیغام رسیږي که هغه د انسان دوستۍ وي نو بې له شکه چې تاثیر به یې هم ډیر او ژرو وي. زما له لویو تجارانو او افغان حکومت څخه هیله ده چې د انسان دوستۍ، وطن دوستۍ او تشدد غندنې له پاره لویې فلم تولیدوونکې ادارې جوړې کړي او په فلمونو کې داسې پیغامونه ځای کړي چې د خلکو پر عملي ژوند مثبت تاثیر ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب