د ماښام له لمانځه وروسته مرېدان کرار کرار یو په بل پسې د پير کرامت اغا له کوره ووتل. پیر چې څنګه له وروستي مرید سره مخه ښه وکړه، په لوړ آواز يې د یو پوځي بولندوي په څېر په لوړغږخپل خدمتګارته بولنه ورکړه:
ـ هلکه نور هېڅوک مه را پریږده!
خدمتګار په سینه لاس کیښود. د هغه مرېې په څېر کړوپ شو چې په پخوا زمانو کې به د خپل بادارمخ ته ودرید او رسم التعظیم به ېې وکړ:
ـ په سترکو قربان!
ـ پیر کرامت د ودانۍ دویم پوړ ته پورته شو، تشناب ته لاړ، لاسونه يې څو ځله کلک په صابون ومینځل، ده به تل دا خبره خپلو مريدانو ته کوله:
ـ خلک موږ ته له پاچا او شهزاده ګانو څخه هم ښه ګوري، خو له پاچا او شهزادګانو سره مو دا توپير دی چې د پاچا ساتونکی خلک نه پریږي چې لاسونه یې مچو کړي. خو موږ دا پابندي پر چا نشو لګولی ځکه که موږ دا کار وکړو بیا تاسوڅنګه کولی شئ چې زموږد شفا بخشو لاسونو خیري له ستوني تېراود کرامت لاړې مو وڅکئ.
پیر خپلې ځانګړې کوټې ته ننوت. له المارۍ يې د ویسکې بوتل را پورته کړ. پېاله يې له شرابو ډکه او پر سر راواړوله . مخامخ پخلنځي ته یې پښه ور ماته کړه، یخچال ته ودرید، خپله ځانګړې سلاته يې له ځان سره را واخیسته او مخامخ خپلې کوټې ته بیرته وروګرځېد، سلات يې په مېز کیښود.
ده به تل د شرابو لومړی پېاله په وږې ګیډه له ستونې تېروله او نور به يې له خپلې ځانګړې سلاتې سره څښل، په مړه ګیډه شراب يې نه یوازې نه خوښیدل، بد پرې لګیدل او را ګرځول يې.
لږه سلاته يې لا نه وه خوړلې چې له بوتل يې تشې پېالې ته نور ویسکي ور واچول، پېاله يې پورته کړ ه خو لا يې نیمايي پېاله په سر نه وه را اړولې چې دروازه وټکېده، پېاله يې بیرته پر مېز کیښوده. دروازې لور ته يې خوله ونېوه:
ـ څه خبره ده؟
خدمت ګار د دروازې له شاه را غږ کړ:
ـ باداره یوه ښځه راغلې!
د پیر تندی ګونځې شو په غوسه ېې ورغبرګه کړه:
ـ څوک ده؟ په دې ماښام څه غواړي؟
له ځایه راپورته شو ـ خو مخکې له دې چې دروازه پرانیزي او له خدمتګار نه د ښځې په اړه پوښتنه وکړي، په ګیلاس کې پاتې شراب يې ټول په سر واړول. د چڼو له قاب يې لپه چڼې خولې ته واچولې، په خوله يې لاس وواهه، پزه یې پاکه کړه، بوتل يې د میز لاندې کیښود. ورغی، دروازه يې پرانیسته، خدمتګار ته يې په غوسه ور وکتل:
تاته خو ما ویلې ؤ چې څوک مه راپریږده! ته نه پوهیږي چې دا زما د ذکر وخت دی؟
د خدمتګارسر ځوړند شو:
پوهیږم خو دا ډېره شله ښځه ده، وايي چې تاسو پيژني!
پیر په غرور ور غبرګه کړه:
ـ نه وینې چې هره ورځ څومره خلک دلته راځي او کومه ولسوالۍ او ولایت به وي. چې ما دې مریدان هلته ونه بولي او ونه پالي!؟
خدمتګار لاړې تېرې کړې:
ـ پوهیږم باداره ما ویل هسې سیاسره ده چې په دې ماښام راځي نو ….
پیر د جملې بشپړیدو ته پرينښود:
ـ ځوانه ده که زړه ده؟
پیره دار په فکر کې لاړ د هغې څیره يې ذهن ته راوسته. اټکلې يې وویل:
ـ والله څه ووایم پير صیب ستا په عمر به وي.
پيرلاس پورته کړ:
ـ ځه بلنه ورکړه!
ښځه راننوته، د پير په وړاندې ودریده. پير په خپل لوی سالون کې ایښې کوچ ته لاس ونیوه:
مهرباني وکړئ ،دلته کېنئ!
ښځې پر مخ را خور کړی حجاب وغورځاوه. پیر مسکی شو او په ملنډو يې وویل:
په دې عمر او حجاب؟ له چا ډاریږې؟ اوس خو د طالبانو پاچاهي هم ړنګه ده، جمهوریت دی!
میرمن لکه د پیر خبره چې هیڅ اوریدلې نه وي هیڅ ځواب ور نه کړ. کراره کیناسته پیر يې څهرې ته نور هم ځیر شو په لاس کې نیولې تسبیح يې په میز کيښودلې.ښځې ته يې وویل:
ـ خورې، خیرت خو به وي ؟
ښځې جدي څیره ونیوله!
ـ که خیریت وای نو په دې ماښام به څنګه ستاسو تر درګاه راتللم؟
پير په معنا دار انداز ور وکتل:
ـ مراد دې ووایه؟
د میرمن اوږې وښورېدي، نیغه کیناسته. مراد نه دی شکایت دی، عریضه ده پیر صیب!
پير وپوښتله:
ـ له چا شکایت دی، چاته عریضه کوې؟ زه که د خدای په زور او د نیکونو په برکت له ظالمانو د مظلومانو حق اخیستی شم. نن سبا په خپل وکالت او ولایت له حکومت سره هم جنګیدی شم. هیڅوک مې مخ ته نشي دریدلی.
ښځې سر وښوراوه ، شا او خوا يې وکتل په سر راخور نری شال يې په سر را سم کړ لکه عریضه چې ترې هیره شوي وي یا د خپلې غوښتنې او شکایت په بیان کې پاتې راغلې وي، د مخامخ ځواب په ځای يې خبره بله خوا واړوله:
زه دې ونه پيژندم؟
د پير سترګې وځليدې، باڼه يې پورته ونیول، په حافظه يې زور راوړ، ښځې ته د جنايي مامور په څېرسر تر پایه ځير شو. میرمن د ده د فکر تنابونه وشکول:
ـ ملامت نه يې زما او ستا په لیدوپنځه و یشت کلونه اوښتي دي.
پیر ټوپ کړ، په څرخکي څوکۍ کې ۱۸۰ درجې راتاو شو، د ماشوم په څېر ېې لاسونه وپړکول:
پنځه ویشت کلونه؟
بیا يې وویل:
ـ نو ته پوهیږې چې په پنځه ویشت کلونو کې به ما څومره ښځې خپل مراد ته رسولې وي؟
د ښځې له خولې ووتل:
ـ په سلګونو!
پیر چې د سلګونو عدد واورید نور هم ځان ته غره شو او په باټو راغی:
سلګونه نه میلیونونه! هیڅ داسې ولایت او ولسوالي به ونه مومي چې زموږ له مریدانو خالي و اوسي. تاسو به هم خامخا زموږ د مریدانو له جملي یاست؟
میرمن وخندل:
ـ زه نه یم خو خاوند او ټوله خسرګنۍ مې ستاسو مریدان وؤ.
د پير په شونډو مسکا خپره شوه:
ـ ښه ډېر ښه، هغه اوس چيرې دی؟
ښځې په غمجن غږ ځواب ورکړ:
ـ هغه اوس مړ دی!
پیر لاسونه لپه ونیول:
ـ خدای دې وبخښي، همدې کورته به راغلې وي؟
ښځې یې خبره تائید کړه:
ـ هو همدې کور ته!
پیر پوښتنه وکړه:
ـ کوم مراد مو درلود؟
ښځه غلې شوه لکه په ځواب چې شرمیده. په شرمناک غږ يې وویل:
ـ شنډه وم!
پير د پوښتنو لوی قطار د دې مخ ته جوړ کړ:
ـ بیا دلته پاتې شوي؟
میرمن سر وخوځاوه:
ـ هو!
څومره؟
میرمن ځواب ورکړ:
دوې میاشتې!
پیر ته زاړه یادونه وریاد شول:
ـ ښه ښه! هغه وخت زه ځوان وم! په یاد مې دي مریدانو به شنډې میرمنې په دې کور کې پریښودې بیا به د دې کور په برکت خدای د هغوی نطفه زرغونوله اود اولادونو لورینه به پرې کېده.
تسبېح يې بیرته په لاس کې ونیوې په شمېرلو يې بوخت شو. په سالون کې ځوړند لوی تصویر ته يې لاس ونیوه:
ـ زما پلار به دې هم په یاد وي کنه چې څنګه نوراني انسان ؤ؟
میرمن هم هغه تصویر ته سترګې ونیوې چې د پير سترګې په کې ښخې شوې وې، د خپل پلار او مریدانو په ستاینه يې وویل:
ـ ډېر نوراني انسان ؤ! هیڅ دم او دعا يې بې تاثیره نه وه. د هغوی د دعا په برکت څومره شنډې میرمنې امیدواره شوې، خامخا به ته هم خپل مراد ته رسیدلې يې او د اولادونو دروازه به خدای تعالی درته پرانیستې وي. خدای دې وکړي چې اوس څو درجن نیک صالحه اولادونه ولرې.
ښځه تر ډېره غلې وه، لکه خوب يې چې یوسي، پير وویل:
ـ په دې ځمکه چې چا قدم ایښی هيڅکله به بې مراده کور ته نه وې ستنه شوې.
د خپل کور لوی باغ ته يې لاس ونیو:
ـ په دې کور کې چې داسې ونې او بوټې زرغونیږي همداسې پکې خدای د شنډو ښځو نطفې هم زرغونوي.
ښځه لکه له خوبه چې راکینې په څوکۍ کې رانېغه شوه، خندا ورغله:
ـ خو زه په دې کور کې نه یم امیدواره شوې.
پير بیرته تسبیح په میز کیښودې په خپله منډۍ ږیره يې لاس وواهه:
ـ څه يې کوې څه دلته څه هلته، خو د دې کور، خاوره او زموږ د پلار دم او دعا وه.
ښځې د نفي په حالت سریو او بل لور ته وښوراوه:
ـ نه صیب نه، زه نه دې کور حامله کړی یم او نه ستا د پلار دم او دعا
.
د پیر سترغلي وپړسیدل، لکه د خپل پلارتوهين چې حس کړي، په لوړغږ يې وویل:
ـ نو چا؟
ښځې لاس پورته کړ:
ـ له تا امیدواره شوم!
پیر ځان ته لاس ونیو:
ـ له ما؟
میرمن هغه ورځ او شپه وریاد کړه چې پنځه ویشت کلونه مخکې همدې کور ته له مېړه سره راغله:
ـ تا ته نه دریادیږي؟ چې راغلې او زه دې له ځان سره بل کور ته یوړم، هلته چې د همداسې نجونو مکمله ډلګۍ وه او تا به هره شپه یوه یوه بل کور ته د خپل پالنګ مېلمنه کوله!
پیر لکه ځای په ځای چې په زنا ونیول شي او د امرباالمعروف ادارې ته یې څوک خبر ورکړي. له ویرې ورپيده ، سترګې يې مړې ونیولې رنګ يې ژیړ راواوښت. راپورته شو غاښونه يې په شونډو کې ښخ کړل، لاسونه يې يې کلک موټی کړل، تا به ویل چې په میرمن وار کوي. بیرته کیناست، میز يې کلک په سوک وواهه!
ـ دا درواغ دي، دا زما او زما د کورنۍ په وړاندې یوه پلان شوې دسیسه ده.
د ښځې شونډې وخوځيدې خندا ورغله غوښتل يې څه ووايي، چې پیر له ځایه پورته شو، د دې مخ ته ودرید:
ـ ووایه چا پړسولې ېې ؟ څه غواړې؟ که ښځه نه وای سمدلاسه مې مخامخ له دې ځایه بندي خانې ته بیولې!
د خپل زور او قدرت په څرګندولو يې خوله پرانیسته:
پرون مې په همدې ځای کې، په یو ځوان لیکوال چې زما نیکه يې په خپل کتاب کې ((بغدادي پیر)) بللی ؤ توبه وویسته.
خو ښځه د ده دړکو او ګواښ ونه وبیروله:
ـ خو زه دروغ نه وایم پير صیب!
پیر بیا میز کلک په سوک وواهه:
ـ ته دروغ نه وايي خو ته يې مجبوره کړې يي چې دروغ ووايي
ښځې په ورو ووېل :
ـ چا
ده په قهر ور غبرکه کړه:
زما بد خواهانو او دوښمنانو ،چې سبا ټولې رسنۍ زما او زما له کورنۍ بڼکې وباسي.
بیا يې وپوښتل:
ـ چې دروغ نه وايي نو څه ثبوت لرې؟
ښځې خپل لاس بکسې ته لاس ننویست، څو پخواني عسکونه يې ترې را وویستل، د پیر مخ ته يې ونیول. پير عکسونو ته څکې سترګې ونیوې، ښځې په عکس ګوته کیښوده:
دا هغه ډنډ دی چې ما او تا پکې په ګډه لامبل!
او بیا يې بل عکس را واخیست:
او دا هم هغه باغ دی چې د یوې ونې لاندې دواړه ولاړ یوو!
په پير خولې راماتې شوې، سر پرې وګرځېده، د لیونې په څېر يې له غوسې ټوپ واچوه ، د ښځې له لاسونو يې عکسونه را واخیستل. څیرې څيرې يې کړل. خو ښځې يې د غوسې هيڅ پروا ونکړه خندا ورغله:
ـ ته به کوم عکس څېرې کړې پیر صیب، له ما سره دې د داسې عسکونو بشپړ البوم دی!
پیر له غوسې چیغه کړه:
ـ نو چې دی درسره ، څه ؟ ته اوس له ما څه غواړې؟ د سکوت بیه دې ووایه؟
ښځې وخندل:
ـ زه له تا هیڅ نه غواړم زه دعوې ته نه یم راغلې او نه تیر یادونه تازه کوم.
پیر اوږې وښورولې:
ـ نو څه غواړې چې په دې تیاره ماښام کې زما ذکر او فکر خرابوې، هم ما ګناهګاروې او هم ځان!
ښځې په ارامه وویل:
ـ زه د دعوې او لانجې ښځه نه یم،عرض او داد لرم!
د پير تندی وغوړېد په مهربانه لهجه يې وویل:
ـ ووایه د څه شي عرض ؟
میرمن خپل داد ور واوروه:
ـ زوی دې زما له لور نه منع کړه!
ـ د پير سترګې سپینې را واوښتې، شونډه يې تر غاښ لاندې کړه:
زما زوی ؟
د ښځې غوسه راوپاریده، بې له ویرې ېې زړور ځواب ورکړ:
ـ هو، ستا هغه لوچک زوی زما لور ته هره ورځ لار نیسي !
پیر غلی ؤ. بیا يې وویل:
ـ لور دې څه کاره ده؟
د طب محصله!
پیر وخندل، خبره یې په ټوکه واړوله:
ـ خفه کیږه مه، خو خوښیږي به يې!
د ښځې د غوسې رګونه راوپاریدل، له ځایه راپورته شوه لاسونه يې پورته واچول، پورته او ښکته لاړه او راغله:
ـ لاحول والله دا څه کفر غږوې؟
پیر چوکۍ راشاته کړه:
ـ ولې خدای دې نه کړي؟
دا ځل ښځې کلک له میز ډب پورته کړ:
ـ هغه يې خور ده!
په پير سر وزنګیده، په زړه يې لاس کیښود:
ـ دا څه وايي هغه زما لور ده؟
میرمن سر وښوراوه:
ـ هو!
پیر له ځایه راپورته شو، دلاسونو پنجې ېې یو پر بل کې ورکړې، ښځې ته يې وویل:
ـ بس د خدای روی ومنه چې په هرڅه برغولی کیږده، یوه اونۍ دې لور له کور څخه د باندې مه راپریږده ،هسې هم بله اونۍ د هغه کوژده ده، له هغې وروسته یې په دا سبا لندن ته پرواز دی. تر یو کال پورې نه راګرځي چې راوګرځي سمدستي يې واده دی.
د ښځې رنګ وغوړیده، کرار یې وویل:
لږ په دې ښار کې د خپلو بې شمېره اولادونو، خویندو او مېندو پوښتنه کوه.
پیر په ځای کې نېغ ودرېده، له غوسې لړزېده، ښځه له ځایه را پورته شوه. حجاب يې په مخ راخور کړ پرته له دې چې شاته وګوري، د پير له کور روانه شوه.
لندن ـ انګلستان
جنوری ـ ۲۰۲۴