سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد اوبو له لارې یونان ته د تللیو کډوالو ۲۵٪ د افغانانو...

د اوبو له لارې یونان ته د تللیو کډوالو ۲۵٪ د افغانانو ده

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۷ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري (UNHCR) وایي چې په ۲۰۲۴ کال کې له سوریه والو وروسته، افغانان دوهمه ستره ډله وه چې د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي.

د دې ادارې په نوې راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ (۶ نومبر) خپور شو، ویل شوي چې په ۲۰۲۴ کال کې ټولټال ۲۸،۳۵۲ کډوال د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي، چې له دې ډلې څخه ۲۵ سلنه افغانان دي.

هغه کډوال چې د اوبو له لارې یونان، ایټالیا یا بریتانیا ته ځي، ډیر غټ خطر په غاړه اخلي، په ځلونو یې بیړۍ په اوبو کې ډوبې شوي او ډېر کسان یې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ډېر افغان کډوال د کورنیو په بڼه یونان ته رسېدلي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې په روان کال کې څلورمه برخه کډوال ماشومان دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر یو پر پنځمه و، او د دې ماشومانو شاوخوا ۶۰ سلنه یې تر ۱۲ کلنۍ لاندې عمر لري.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د دې کسانو ترڅنګ، ۲۲ سلنه ماشومان له خپلې کورنۍ څخه بېل شوي دي او دا ډول ماشومان اکثراً د مصر، سوریې، سومالیا او افغانستان څخه راځي.

 شاوخوا ۵۰ سلنه کډوال هغه نارینه دي چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۹ کلونو تر منځ دي، په داسې حال کې چې یوازې ۴ سلنه یې ۵۰ کلن یا زیات عمر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب