سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهجوبایډن، ټرمپ ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه

جوبایډن، ټرمپ ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه

تاند (پنج شنبه د عقرب ۱۷مه) د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړه.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي، چې بایډن ټرمپ ته د ټاکنو د بریا له مبارکۍ وروسته نوموړی سپینې ماڼۍ ته راوباله.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د لړم پر ۱۵سمه ترسره شوې.

په دې ټاکنو کې ټرمپ د دوهم ځل لپاره د اړتیا وړ رایو پر ګټلو سپینې ماڼۍ ته لار وموندله او خپلې سیالې ډیموکراټې کامالا هریس ته له ماتې سره سم یې د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه بریا خپله کړه.

بل لورته عمران خان له زندان نه په فیسبوک پاڼه کې د پي‌ټي‌آی پر استازولۍ ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې منتخب ولسمشر ټرمپ به ډيموکراسۍ او بشري حقونو ته د متقابل درناوي پر بنسټ د پاکستان او امریکا د اړیکو لپاره ښه وي.

نوموړی هیله من شوی، چې هغه به پر نړیواله کچه د سولې، بشري حقونو او ډیموکراسۍ لپاره هڅې وکړي.

2 COMMENTS

  1. پرون زمونږ ګلمرجان ډېر په قهر وو، ویل یې دا کامله هاریس او جوبایدن هم عجیبه خلک دي ، دومره ژر یې د ټرمپ بریا ومنله .
    دوی باید له مانه زده کړي وای. یوه میاشت مې مقایومت وکړ. اشرف غني د اجرائیه ریاست څوکۍ ، د صدارت ماڼۍ او نیم حکومت راتسلیم کړ . خو د معلم عطامحمد نور له لاسه خراب او تراب شوم. له اشرف غني یې نیم حکومت ، نیم سفارتونه او په هرڅه کې نیم امتیازات غوښتل . دا په داسې حال کې چې امرالله صالح او د ایران ځری دانش بیا د اشرف غني په دا نیم حکومت کې شریکان وو.
    پاته د نه وي چې زمونږ په ګلمرجان پسې بیا ناحقه سوګند ښه نه لاړ . د سولې عالي شورا ریاست او بې حسابه امتیازات هم له لاسه ووتل .

  2. محترم ورور شاهین صاحب عجیب خلک یی ستایلی او رښتیا هم ډیر دتعجب وړ کارنامې او نا دودې یی تر سره کړی مثلا:
    – د بن توافقات او ۷۰٪ وزارتونه او کرسۍ په قومی انحصار کی ساتل او پاتې ۳۰٪ کی هم خلیلی،دانش ،دوستم او امثالهم راوستل او کرسۍتحفه ورکول.
    – پنجشیر نه ولایت جوړول او د ۶۰۰ نه زیات جنرالانو ماشینی تولید علاوه پر وزيرانو او سوپر مارشال.
    – معلم عطاء نه د غصب ، لوټ او انحصار امپراطور جوړول.
    او نور هر څه کی چیلک اچول او په مختلفو جاهلی تعصباتو ویش او برخه بیلول .
    او نور بی حسابه فسادونه تر سقوط او فرار پوری.
    آیا دی پورتنیو مشت نمونه خروار کوم کار یی علمی او سنجیده وو؟
    کوم کار کی ملی وحدت او ملی ګټی نغښتې وی ؟
    د ملت جوړونې کوم حرکت وو که ملت شیندنه وه؟
    ددې خلکو یو کار راوښیی چي علمی ،اسلامی یا انسانی ارزښت ولری؟
    لنډه دا چي حکومت او قدرت د خدمت ،تربیت ،عدالت او رشد لپاره نه وو ځکه بنیاد یی په ظلم ،فسق او کفری کړنو ولاړ وو او بماأنزل الله سره احکام جاری نه وو ؛نو نتیجه ظلم ،فسق او کفری کړنی راووتی.
    مع الاسف وزیر یا جنرال شدن آسان ولی آدم شدن راه و روش دګر دارد وحکام مفسد اصلا تابع هوا و هوس بهیمی بوده و انتظار خدمت و رفاه از همچو موجودات کار ابلهان است زیرا این ها با آدمیت آشنایی نداشته و از اسلام بحیث وسیله فریب ملت کار ګرفتند و در عمل سخت عاجزند .
    باید آموخت و فریب مزید دلالت بر حماقت دارد .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب