سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهژر به د چابهار بندر په اړه د افغانستان، هند او سیمې...

ژر به د چابهار بندر په اړه د افغانستان، هند او سیمې د هېوادونو ناسته جوړه شي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱۷مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د هند بهرنیو چارو وزارت له استازي جي پي سنګ سره کتلي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو (افغانستان او هند) پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو یې خبرې شوې دي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کتنه کې امیرخان متقي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره افغان سوداګرو ته د هند د ویزو په برخه کې د اسانتیا غوښتنه کړې ده.

جي پي سنګ دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې، نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د افغانستان، هند او د سیمې نورو هېوادونو ترمنځ د پلاوو ترمنځ خبرې اترې پيل شي.

جي پي سنګ د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي.
نوموړي په ایکس پاڼه په یوه پوسټ کې لیکلي، چې هغه او سنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او تاریخي اړیکو په اړه خبرې وکړې او د دې اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.

کرزي د افغانستان له خلکو سره د هند مرستې وستایلې او زیاته یې کړه چې د افغان ځوانانو تعلیم او روزنې، د سوداګرۍ پراختیا، او د دواړو هېوادونو تر منځ د سفر اسانتیاوو ته باید زیات پام وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب