سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+د ډونالډ ټرمپ بیا ولسمشر غوره کېدا | شاه محمود میاخېل

د ډونالډ ټرمپ بیا ولسمشر غوره کېدا | شاه محمود میاخېل

مبارکياني چې خلاصې شوې بیا به وګورو چې  د امریکا نوې جمهور ريس ډانالد ټرمپ، د څومره کسانو مبارکیانو ته مثبت ځواب وايي، د چا نه مننه کوي او د چا نه یې نه کوي؟

د امریکا لپاره په داخل کې او هم په نړۍ کې دومره لومړیتوبونه او چیلنجونه په مخکې دي چې حساب یې د افغانستان مستوفیان نشي کولې.

د هر چا لپاره خپله ګټه مهمه ده. امریکا به هغه څه کوي چې د امریکا په ګټه وي خو افغانان مخکې له دې چې د امریکا د نوي جمهور رئيس د خیر یا شر په طمعه وي، ښه به دا وي چې خپله سره په یو شمیر ملي ارزښتونو منسجم شي. ځکه د بهرني مشروعیت نه کورنۍ مشروعیت مهم دی چې یو قانونمند او مشروع حکومت رامنځته شي.

تجربې او تیر پنځوس کلن تاریخ ښودلې چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست کار نه ورکوي. افغانان مخکې له دې چې د نورو نه د امید طمعه کوي او نور ملامتوي، نو ښه داده چې یو بل ومني، یوبل ته د قدر په سترګه وګوري او ټول د اساسي قانون په چوکاټ کې مساوي حقوق او ژوند وکړي.

دا ارزښتوته هم اسلامي دي، هم افغاني او هم انساني. که څوک بیا د اسلامي، افغاني او انساني کړنلارو خلاف مزل او عمل کوي، انجام یې د ځان او نورو بربادي ده. افغانستان او افغانان به همیشه په انزوا کې وي. د انزوا حالت د هیچا په ګټه نه دی.

په دې خاطر د نورو د پیژندلو نه د ځان پیژنده مهمه ده. که څوک خپل ځان ونه پیژني، ډانالد ټرمپ خو پریږده، خدای یې هم نه پیژني. (من عرف نفسه فقد عرف ربه)
چا چې ځان ونه پیژاند، هغه خدای هم نشي پیژندلاې.

شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانې والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

2 COMMENTS

  1. ښاغلی مياخېل،
    له چا نه د خير او د ملي – اسلامي ارزښتونو د درناوي تمه لرې؟
    له طالب نه؟
    طالب خو وايی چې موږ درته امارت جوړ کړی دی او دنيا ګل و ګلزار ده. امنيت ټينګ دی. عفوه اعلان شوې او تاسې راتلی شئ او د نورو افغانانو په شان عادي ژوند کولی سئ، خو په حکومت کې د کار او د ګډون تمه به نه کوئ.
    که په دغو شرايطو دې ورسره سلا راځي، نو بيآ خو امارت جوړ دی او هر څه سم دي.
    له ملا نه د ورکړې تمه مه کوئ، خو چې نور څه ونه غواړي او هغه دا چې ووايی چې دا وطن موږ په زور نيولی او لاس مو خلاص چې څه کولی شئ.

  2. تاند محترمی اداری ته:
    په بخشنی سره زما تبصره د خلیلزاد، د ټرمپ انتخاب د دوحې تړون د ټولو عناصرو عملي کېدو ته فرصت برابر کړ، لپاره ده. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب