سه شنبه, نوومبر 19, 2024
Home+مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

۴
د چمچه مست شور و ځوږ کال آاباد ښوده، له څپو یې دا برېښېدله چې کابل د شاه کوربه کېږي، شاهانه قافله له کندهاره راځي او نور دلته اړوي.

بدرو خوله نه نیوله، شېبه په شېبه یې نوې نوې وړاندوینې کولې ؛ په جانو اکا بیا دده وړاندوینې لکه د ټوپک ډز لګېدې.
بدرو خوله اسمان ته ونیوله:
ـ باچايي خو ستا ده؛ خو د سیوري ښکالو دې هم ځان ته څه وايي.
جانو اکا بیا لکه مار تاو را تاو شو، وپرشېده:
ـ ته په خبره لکه چې نه یې، دا د خدای پاک په کارونو کې کار مه لره.
بدرو ډولچي څادر څنډ واهه او ورو پاڅېد:
ـ زه در نه لاړم؛ خو دومره درته وایم چې د چمچه مست له مستۍ، پر سر یې د زېړو پېزوانونو او شنو بنګړیو د وړانګو له نڅا داسې ښکاري چې د شاه قافله کابل ته را روانه ده. نه ګورې!

په سر یې راغلې سپینې خولې زېړ پېزوانونه.
خدای نظر ګل پاڅېد، پرتوګ یې څانډه او شونډې یې پر توبه نڅولې:
ـ د دغه سړي خبرې بې حکمته نه دي!
ملک جانو د خدای نظر ګل خبرو ته برګ ـ برګ ورکتل، اخر بې صبره شو:
ـ خدای نظرګله! کوپر( کفر) مه غږوه، هغه یو ډم دی او ته…
خدای نظر ګل پاڅېد، د ونې ډډ ته یې پړسېدلې شونډه وسپړله:
ـ وه ملک جانو! زه او ته نور د غږېدا نه یو، یوازې د دې یو چې د خلکو خبرې واورو، خپله لږ وغږېږو. د هر چا خبرې به په حوصله اورو.
ملک جانو سترګې را وایستې:
ـ د هر چا خبرې څوک نه اوري؟ دا ته څه په ګډو وډو سر شوې!؟
خدای نظر ګل له خندا شین شو:

ـ که نور دا خبرې وکړي پروا نه لري، ته خو ملک یې! ستا د ملکۍ تر شملې لاندې میاه، ډم او…

ـ یاره خدای نظرګله! په خپل ژوند کې مې دا بدرو ښه نه راځي.
ـ کېنه! که دا نور دې نه پېژني؛ خو ځه! نه به دې پېژني، نو زه خو دې پوره پېژنم، تر نیمو شپو به سېتار منګي ته ناست وې، څڼې به دې ور ته غورځولې، هغه څوک وو؟
پر ملک جانو خوله راماته شوه او سور شین واوښت:
ـ ته هغه پخوانۍ خبرې پرېږده! ناپوهي وه!
خدای نظرګل د څادر پیڅکه مروړله او خندل یې:
ـ ملک جانو! ناپوهي نه وه، هغه دور ستا د مستۍ دور و، اوس د دغو ځوانانو د مستۍ دور دی، پرېږده یې!
ملک جانو سترګې ځمکې ته واچولې او ورو پاڅېد:
ـ چې سپینږیري یې په دې حال وي، دا وطن به ښه جوړ کړې!
خدای نظرګل د پګړۍ ولونه تازه کړل:
ـ دا وطن په چپه خوله او بې ډنګو ډونګه نه جوړېږي.
بدرو ډولچي یو دم ښي لاس په لاړو لوند او کیڼ تخرګ ته تېر کړ، مخ یې ښي ډډې ته واړاوه، مخلوق یې د خپلې مستۍ نندارې ته کېناوه.

خدای نظر ګل سپینې ببرې وروځې، پر تورو شونډو پراته سپین برېتونه او د کاشړوتې خوله وښکي ونڅول:
ـ د دې سین شور او ښایست په څپو کې دي، دا چې کله مست شي؛ نو سپین لاسونه یې د څپو چمبې ته لاس ور تېر کړي.
مخ یې نورو همزولو ته واړاوه:
ـ پر موږ او تاسې تېره ده! دور د ځوانانو دی، پرېږده چې مستي وکړي.
یوه ورځ به راشي چې د سین له تله یوه تکه سپینه مرغلره را پورته شي او په خپلو رڼو وړانګو تپې تیارې وسېزي، دېوالونه دې خدای ړانده او کاڼه لري.
ما هم دا خوب لیدلی دی چې شاهي قافله را روانه وي.

۵
د سهار سپېدې چاودلې وې، خلک تازه د سهار له جوماته کورونو ته ستانه شوي وو چې د سهاکو په څنډو کې نغاره وډنګېده، د تېزین محمد خان خپل ناظر ته غږ وکړ:
ـ وه هلکه! ته وګوره دا نغاره څنګه وډنګېده!؟ دا وخت د اشر هم نه دی، خدای دې خیر را پېښ کړي چې څه خبره ده؟
ناظر سمدستي ووت، بدرو ډولچي د غره ډډه کې ولاړ و او یوه ـ یوه لښته يې ډول ته ورغورځوله. ګڼ خلک را ووتل چې پوښتنه وکړي، څه خبره ده؟! په کوم کار پسې اشر ته خلک وتي، که څنګه؟
بدرو ډولچي غږ کړ:
ـ وه خلکه غږ مې اورئ، که نه؟
ـ له هرې خوا غږ راغی:
ـ اورو یې، څه خبره ده؟
بدرو ډولچي دا وخت بیا ډول ته ګوتې ورتېرې کړې او له هر ډنګ سره یې خپله ورته له مستۍ څڼې غورځولې چې ځمکه پرې وڅورلېده؛ نو ودرېد:
ـ بېګاه لوړې کلا ته شاهي قافله راغله او هلته یې واړول.
د ملک جانو ور ته اینګۍ وخوټېده، ور غږ یې کړ:
ـ خو وایې اړول؛ نو ته څه شي ته څڼې غورځوې؟
بدرو ډولچي بیا په میدان کې واوښت را واوښت:
ـ هی هی خوشحالي لکه چې خدای پاک درباندې ودرولې ده!
د کلي خلکو یو بل ته وکتل:
ـ لکه چې بدرو ډولچي نور په ګډو وډو سر شو، که څنګه؟
بدرو ډولچي دا غږ واورېد او بیا یې ډول ته لښته ورکړه:
ـ هی هی وه مخلوقه! د پاچاهۍ مرغه مو پر اوږه کېناست او تاسې لا په درانه خوب ویده یاستئ!
کلیوالو یو بل ته کتل او ویل یې:
ـ د دې بدرو ډولچي له لاسه به ټول کلی لېونی شي.
ډولچي بیا څڼې وغورځولې او دا ټپه یې راواخيسته:
ـ د پاچاهۍ لښکرې راغلې
زما دووس مېړه له ژرندې نه راځینه

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب