نوم يې څه نا څه ما پخوا اورېدلى و، چې په دې نامه هم د خداى يو مخلوق شته او له پکتيا نه شمشاد تلويزيون ته رپوټونه مپوټونه ورکوي. غټه نښه يې دا چې د پکتيا توتاخېل و او اوس هم دى.
خداى ښه ځواني ورکړې وه؛ خو څه ترې د کويت مسافرۍ خوړلې وه او څه ترې د پښتو ژبپوهنې. ځواني اوس دومره نه وه ورپاتې ؛ خو د دنګو دنګو ماڼيو د پاتې کنډرو غوندې يې نښې نښانې لا وې، چې د ده د ورک زلميتوب پته يې درکوله او د احمد نديم قاسمي خبره، چې ”خداى په استعارو کې پوهولو چې هر جلال زوال لري”.
په سر کې يې لکه چې بدلون نه و راغلى، همغسې کره سر؛ مخې ته ټيټ، وروسته نه راجګ؛ خو له پاسه ويښته پرې ډېر وخته مالوچ شوي وو؛ خو بيا يې هم همت نه و بايللى، همغسې ګڼ. هوډ يې لا ځوان و. ږىره يې ايله په ګوتو کې راتله؛ خو سپينوالى يې په شرط تر سره کم نه و. دا بې وخته سپينوالى يې له ځان سره د ويښتو تربګني، بلکې دښمني ګڼله او د نور العين واقف لاهوري خبره(دشمن زندګى موى سفيد/ روى دشمن را سياه بايد کرد). ډېر د شګو بندونه يې ورته وتړل؛ خو خوند يې ونه کړ. په کومه ورځ چې به يې سر او ږيره تور کړي وو، لکه تازه ماشوم چې پيدا شوى وي، مخ سپين او ويښته تک تور، چې لا د دنيا سوځنده لمر نه دي وهلي. څه دا خبره وه، چې له تازه وسمه وهلي سر سره به راننه ووت او کوم محصل به کومه پوښتنه راوړې وه؛ نو د پوښتنې پرځاى به د ده سر ته ځير و، دې خبرې هم کړاوه او څه يې لکه چې زړه هم سپين شوى او هغه هوس نه و ورپاتې او څه يې دا په هره درېيمه ورځ تکليف نور له لاسه نه کېده؛ خو لوى لامل يې پيسې وې. وسمه خو هسې نه وه، پيسې يې غوښتې او پيسو ته به ده قلفونه وراچول، چې رانه ونه تښتي.
زه ورته ځير شوى يم، د ويښتو د توروالي دومره ارمانجن و، چې زړه يې په اسطورو پورې تړلى و او په ذهن کې يې اوښتل رااوښتل، چې کاشکې يو سهار راپاڅېږي، د وړو مور پرې له خوشحالۍ چغه کړي، چې اخخۍ! ستا سر خو ټول تور شوى.
پوزه يې نام خدا، د کړمار تر غره جګه ده؛ خو ټوله يو کمان روغه ده، لوړې ژورې پکې نشته، لکه د هندوکش سلسله، خو دومره نږه پوزه هم نه دى، چې پر مخ دې يې درنه همدا پوزه سترګه ونيسي. سترګې يې هم دي. اوږدې نسواري سترګې، چې دروګوري، که د زړه ور دې پرانه نيزي، ټکوي خو يې هرومرو. په نسوارو پورې راياده شوه، يوه ورځ يې چېرته د نسوارو پوڼۍ پيدا کړې وه، پرې ليکلي وو ”کامه وال بمبار نسوار”. ما ته يې ويل، چې دا دې په پښتو څانګه کې د کوټې پر وره ټکوهم. ما ورته ويل، چې زه به پرې په مارکر وليکم، چې ” توسط يار محمد پکتين استفاده شده ”.
پر اننګو يې د شمال خوا ته تر سترګو، سويل خوا ته تر خولې، ختيځ خوا ته تر غوږو او لويديځ خواته تر پوزې، د ږيرې فصل خور وور دى، چې وخت ناوخت يې سرکپ کوي.
رنګ يې سپين ته مايل غنمرنګ دى؛ خو په جوړښت کې يې د (خو) ځاى نشته. هډور، غټ غټ لاسونه، چې لاس درکړي، خداى خداى به کوې، چې زور يې نه کړي، چې مات به يې کړي. دومره اوږده دي، چې روان وي، ترې زانګي، کنټرول يې ورته سخت وي. ونه يې هم د علي خان خبره( د سم قد نېزه ورڅخه)، چې راروان وي، لکه نامتو ريسلر ګولډ برګ؛ خو د هغه په ډېر تمرين ولي راوتي او د ده په نه تمرين پرېوتي. زموږ يو بل محصل دى، ببره ږيره، ببرې وروځې او ببر باڼه يې دي. زه چې وړوکى وم او زلزله به شوه يا به بله څه کيسه وه، ښځو به نارې کړې چې ”لويه ځوانه راورسېږې”. زما سترګو ته به همداسې يوه اشا ودرېده، همداسې دنګ، هډور، څڼور او ببر سړى. اوس وايم، چې که لوى ځوان واى، نو دا محصل به واى او که دا نه واى؛ نو زما دا يار خو چېرته تللى نه دى.
ښکلى اوږد څټ، لکه د ولې لمده لښته، چې روان وي، ته به وايې، چې اوس به ترې سر غورځېږي، اوس به ترې غورځېږي، خو د خداى کارونه دي، لکه اسمان بې ستنو ولاړ دى. په هر حال د غورځېدو ويره يې لا شته. ما څو ځل مشوره ورکړې، چې دا مخکې وزن دې لږ کم کړه، ږيره صفا کړه او وروسته ويښته دې غټ کړه، ځاى ځاى پکې يو څو وړې وړې ډبرې پټې کړه، چې دا د سر توازن دې برابر شي، چېرته به درنه غورځېدلى وي، بيا خو په افغانستان کې داسې شکسته بند هم نشته چې درجوړ يې کا او بهر ته پيسې لګي او پيسې خو ستا نازولې دي، په جان ا وقربان يې ساتې.
د سخاوت يې دا عالم و، چې په څه شي پسې به يې پيسې ورکولې، رنګ به يې ورسره واووښت. ما ته يې زموږ د يوې بوډۍ ګاونډۍ خبره رايادوله، چې ”کېنه پيسې، پاڅه پيسې”.
څو کماله يې درلودل، يو دا چې په اخلاقو او منډه ترړه کې يې سيال نه و. دومره دروند خوى، چې په ډاډه زړه دې هر چېرته بيولى شو، دا وېره نه وه، چې ګنې کوم سپک کار به وکړى او ستا شمله به راټيټه کړي. په نيمه شپه که به دې هم پرې غږ وکړ، (نه) پکې نه و. په يوه تليفون به دې يې ستا کار تر تا ښه کاوه.
بل په ژبپوهنه کې يې ښه لاس رسېده، په داسې مسايلو به غږېده، چې زما ذهن پرې چندان نه خلاصېده. پزيز، غږن، چنګن، سترګيز، غوږيز، څټيز او د فونولوژۍ نور بلا شى غږونه يې زده وو؛ خو څرنګه چې ژبپوهنه ساينس دى، داسې د ده طبيعت هم ساينسي او سوړ و. زه چې د ژبپوهنې زياترو استادانو ته ځير شوى يم، همداسې طبعيت يې وي، ګومان کې دې هم نه راځي، چې دا به هم عواطف لري. په ښه خبره به خوشحالېږي، په ناوړه به خپه کېږي، ژاړي به. بس لکه تخته درته ولاړ وي، لکه د حساب ماشين. پوښتنه وکړه او ځواب واخله. زموږ د ژبپوهنې يو استاد تل پېغور راکوي، چې مړه ادبيات خو ټول ګل و بلبل دى، سختي پکې نشته، وايه ژبپوهنه، چې په يوې کلمې پسې به په مياشتو مياشتو شوګيرې کوې. څو ځل مې د ده له خولې هم اورېدلي، چې مړه، ادبيات ټول دروغ دي. سم دم انسان وي، په دروغو دروغو ترې بلا جوړه کړي. زما ځواب دواړو ته همدا وي، چې تاسې ماغزه خورئ، موږ زړه. ژبپوهنه ژوند چوکاټي کوي او ادب يې رنګين کوي.
درې کاله پخوا چې له پکتيا پوهنتون نه کابل پوهنتون ته ماسټرۍ ته راغى، نو جوخت يې ورسره د خدمت مکتوب هم راووړ. له ما سره يې ورځ نيمه بنډار وکړ، د زغم دايره يې راته پراخه ښکاره شوه، په خپله کوټه کې مې ورته د اوسېدو بلنه وکړه، ده هم ومنله، خټه په ګټه ولګېدو. دا کال يو نيم کېږي، چې بېرته رانه تللى. اوس په پکتيا پوهنتون کې د ادبياتو پوهنځي رييس دى. ياري يې اوس هم ”زما د زړه د مات کودي ريحان” ده.
ډیر ښه
مننه
ډیر ښه کیسه وه
مننه