زموږ ادبي تیوري چې زیاته برخه یې د پوهنتونونو درسي کتابونه او چیپټرونه دي، دوه ډوله کلیشې پکې ډېرې عامې دي، یو د ادبیاتو د شکل (هیئت) یا د ژانرونو معرفي ده او بل یې د تیورۍ د عمومي اهمیت بیان دی. داسې ښکاري چې موږ د تیورۍ په اهمیت خو پوهېږو؛ مګر په دقیقه مانا یې لا هم نه پېژنو، ځکه یوازې د ژانرونو معرفي اوعام ادبي بحثونه او اهمیت بیانول تیوري نه ده؛ بلکې ادبي تیوري په منظمه او سستماتیک ډول د ادبیاتو د ماهیت سپړنې نظري نظام دی، چې بېلا بېلې تیورۍ لري او دا هره تیوري خپل ځانګړي اصول او فرضیې هم لري.
په ادبیاتو کې په عمومي ډول تیوري د ارسطو له بوطیقا پیل کېږي؛ خو په منظمه او معاصره بڼه د نولسمې او شلمې پيړۍ د ځینو خاصو ادبي جریانونو او تمایلاتو له پیدایښت سره وصل ده، چې زموږ په ادبي بحثونو کې یې پېژندنه او مخینه یو څه مبهمه ده، مبهمه په دې مانا چې تیوري د یوې کلمې او نوم پر ځای تر ډېره حده د یوې اصطلاح هومره مفاهیم افاده کوي؛ خو موږ یې لا هم مطلق نظریه او حتمي اصول ګڼو. حال دا چې تیوري د ګڼو خوځنده نظریو او اصولو اصطلاح ده، ځکه خو یې لغوي او اصطلاحي هغه تعریفونه مطلق او حتمي نه راوځي.
تیوري په کلي ډول په ساینسي علوم کې د نظریو یا مفروضو او مشاهدو(ځيرکتنې) په مانا کارېږي؛ خو ادبیات چې د ساینسې علومو په څېر جامد یا د یوې نظریې پر بنسټ نه دي ولاړ؛ نو ځکه یې په تعریف کې د مفروضو او نظریو تعریف یو څه بدل دی، یعنې په ساینسي علومو کې نظریې او مفروضې دقیقې، علمي، عملي او پرځای ولاړې وي؛ خو په ادبياتو کې د ماهیت سپړنې ګڼو او خوځنده نظریو او نظري مفروضو ته ادبي تیوري وايي.چې د ساینسي علومو په څېر پر دقیقو او ولاړو نظریو او مفروضو نه وي ولاړې.
تر دغه ځای خو موږ دومره وکړای شول، چې ادبي تیوري مو د خوځنده نظریو او مفروضو مجموعه وګڼله؛ خو دا مو ونه ویل، چې مثلا دغه نظریې او مفروضې له عامو ادبي نظریو او مفروضو سره څه توپير کوي؟ او دغه نظریې او مفروضې چې ادبي ماهیتونه سپړي دا ماهیت څه ته وايي؟ زه فکر کوم زموږدغه دواړه پوښتنې او د دې ځواب د ادبي تیورۍ ډېره اسانه او سلیسه پيژندنه او تعریف په لاس راکوي.
د ادبیاتو عامو بحثونو او نظریو ته ادبپوهنه وايي، چې ډېر کله د ادبیاتو له فکري او عملي اړخ سره سروکار لري؛ خو ادبي تیوري بیا نظري اړخ دی، چې د تخلیقي ادبیاتو د کار نظري خواوې او طرز څېړي. ادبپوهنه د ادبیاتو کلیت دی؛ خو ادبي تیوري د دغه کلیت یوه برخه ده. همدا ډول له ادبپوهنې سره د ادبي تیورۍ بل توپير د مطلقې پوهې ده، مطلقه پوهه په دې مانا چې ادبپوهنه یو ډول د مالومو او عملي اصول له مخې ایجاد او منل شوي اصول او نظریې دي؛ خو ادبي تیوري مطلقه پوهه نه ده، بلکې د ماهیت سپړنې طرز او نظري نظام دی، چې هر وخت او د هر عصر له بدلونونو او تحولاتو سره ځان جوړوي. د ادبي تیوري دا پېژندنه به خورا ضروري وي چې ادبي تیوري له ادبپوهنې سره تفکیک کړای شو. کله چې ادبي تیوري له عمومې ادبپوهنې بېله کړو، بېخي به واضح شي، چې د ادبي تیورۍ هغه اصول او نظریې کومې دي، چې ماهیتونه سپړي.
ماهیت سپړنه د ادبي تیورۍ اساسي او بنسټيز عمل دی یا ښه ده ووایو ادبي تیوري یوازې همدا ماهیتونه سپړل دي. ماهیت د عربي کلمه ده، چې مانا یې په یو شي کې دننه یو څه ته وايي، یعنې (هغه څه چې دننه پکې دي) د ماهیت لغوي تعریف دی. په ادبیاتو کې د یوې پنځونې دننه جوړښت او فورم ته ادبي ماهیت وايي، چې له فکر او موضوع یا منځپانګې سره ښکاره توپيرلري. مثلا د یوې پنځونې دوه شکله یا فورمه دي، یو یې ژانر(هیئت) دی، چې ظاهري شکل هم ورته وايي او بل یې ماهیت دی، چې تخلیقي شکل یا دننه شکل ورته وايو، زموږ په ادبي بحثونو کې دغه دویم شکل چې ماهیت یا یې تخلیقي شکل او فورم بولو، په مغالطوي ډول د موضوع یا د فکر او منځپانګې په مانا مشهوردی، یعنې موږ د یوې پنځونې منځپانګې ته ماهیت وایو، حال دا چې فکر او موضوع یا منځپانګه هم په یوه پنځونه کې خارجي شی دی. په یوه پنځونه کې ماهیت اصلا همدغه دویم شکل دی، چې فورم او ادبي ماهیت ورته وایي، ماهیت د یوې پنځونې منځپانګه نه ده، بلکې ماهیت یا فورم په ادبیاتو کې د یوې پنځونې یا فنپارې د تخیلقي شکل او صورت نوم دی.
ادبي ماهیت اصلا د ژانر یا د هیئت له مخې مختلف وي یعنې څنګه چې ادبیات ګڼ ژانرونه (هیئتونه) لري، همداسې یې ګڼ یا بېلا بېل ماهیتونه هم دي او هر ماهیت یې د ژانر په څېر له بل ماهیته مختلف دی، همداسې یې هر ماهیت خپل اجزا او هویت هم لري؛ مثلا شعر او ژانر دوه بېلا بېل توکي دي؛ یعنې شعر بېل توکی دی او ژانر یې بېل توکی دی، د شعر داخلي توکي چې له ژانر پرته یې شعر شعر کړی دی، دغه توکي ته اصلا د شعر ماهیت وايي؛ مثلا د شعر شکل له څو ډېرو مالومو توکیو تخیل، عاطفې او پيرایه (لفظي اوډون) څخه جوړېږي یا د کیسې په ماهیت کې پلاټ، ژبه او کیسیت داسې توکي دي، چې د کیسې جوړښت او شکل جوړوي، دې جوړښت او یا د دې جوړښت اجزاوو ته ادبي ماهیت وايي، چې تخلیقي شکل او فورم یې هم بولي.
ادبي تیوري په عمومي ډول د همدې ماهیتونو د سپړنې نظري ډول یا طرز دی، چې اساس یې د ګڼو ادبي نظریو او مفروضو پر بنسټ ولاړ دی؛ مثلا په شلمه پیړۍ کې فورمالېزم، نوې کره کتنه او رغښتواله او پسرغښتواله یو څو داسې ادبي تیورۍ وې، چې ادبیات یې په دقیق ډول د ماهیت سپړنې له مخې وڅېړل. که څه هم دا هره تیوري له بلې تیورۍ په ځینو جزیي اصولو کې توپير کوي؛ ولې عمومیات یې سره ګډ دي.
معاصره تیوري چې د همدې نظري اصولو له مخې معاصره یاديږي، د همدې ادبي تیوریو د اصولو ترڅنګ د خپل طرز اصول او ځانګړنې هم لري؛ یعنې معاصره تیوري باید په ادبیاتو کې د کوم طرز له مخې تطبیق شي او په خپله د تیورۍ حدود څه دي؟ د دې لپاره د معاصرې تیورۍ د ځینو ځانګړنو یادول که تکراري هم وي ضروري ګڼم.
_ معاصره تیوري مانا نه ده؛ بلکې په کلي ډول د مانا راایستنې طرز یا ډول دی.
_ په عملي ډول د پوهې او فکر نظریه نه ده؛ بلکې نظري اصول دي او د همدې نظري اصولو او ځانګړنو په اساس د ادبیاتو متن او ماهیت لولي او سپړي.
_ معاصره تیوري حتمي او قطعي (خامخا) حکم نه کوي؛ بلکې خپل اصول او نظریات یوازې د سپړنې د طرز په توګه مني؛ نه د مطلقو او خامخا اصولو او حکمونو په ډول.
_ د یوه ادبي متن ماهیت ته له داسې اصولو سره ورننوځي، چې د مانا ادبي او هنري اړیکې یا پټې ښکلاوې او ماهیتونه څرګند کړي.
_ د معاصرې تیورۍ تقریبا ټولې نظریې د ماهیت لوستنې پر مهال د یوه متن په ماهیت کې د ماهیت خپل داخلي ارزښتونه مهم بولي.
_ معاصره تیوري یوه نظریه نه ده او نه هم د یوې نظریې نوم تیوري ده، بلکې د ګڼو ادبي نظریو مجموعه ده.
_ د هر عصر خپل ادبي او هنري تمایلات وي، د هغې په لرلید کې خپلو نویو مفروضو، کتنو او تحولاتو ته ارزښت ورکوي، معاصره تیوري مطلقه او محدوده نه ده؛ بلکې د تخلیقي متونو په څېر خوځنده او د امکان تر حده پر تحولاتو او بدلونونو او تاملاتو باور لري.
دا او دېته ورته ځانګړنې د معاصرې تیورۍ هغه اصول دي، چې تیوري یې د خپلو مفروضو او نظریو د تطبیق او افاده کولو لپاره مهم بولي. موږ چې بېخي اوس اوس نوې یا معاصره تیوري د خپلو بحثونو برخه ګرځوو، دا مو باید په یاد وي، چې زموږ زړه تیوري (له زړې تیورۍ مو مقصد د بیان، معاني او بدیعي علومو په بڼه موجوده تیوري ده، که څه هم دا موجودیت د شعرستان له استثنا پرته عملي او تطبیقي اړخ چندان نلري؛ خو یادول یې مهم دي) هم بې اهمیته نه ده؛ مګر د عصري تحولاتو او د طبعي ودې له مخې مو باید ادبیات له نویو او معاصرو لیدلوري او نویو خبره سره بلد وي. معاصره تیوري اصلا د مروجه او روایتي ادبي بحثونو برعکس د ادبیاتو د نویو لیدلوریو او نویو خبرو او کتنو تمایل دی، چې پرته له معاصرې تیورۍ نقد او ادبي بحثونه بېخي د تامل وړ دي؛ نو ځکه لازم دی، چې ادبي نقدونه او ادبي بحثونه مو باید معاصره ادبي تیوري په دقیقه توګه وپېژني او وپالي.