Homeخبرونهروسیه:د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د بل پړاو کوربه توب ته...

روسیه:د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د بل پړاو کوربه توب ته چمتو یو

تاند(شنبه، د حوت ۹) روسیه وايي، د افغانستان د سولې خبرو سربېره په دغه هېواد کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې.

هغه د دوحې د سولې په بهیر نیوکه وکړه او د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د بریا لپاره یې د مسکو د بهیر د بیا پیل وړاندیز وکړ.

لاوروف زیاته کړه تر اوسه پورې د دوحې بهیر له بن بنست سره مخ شوی او په یوې با مفهومه اجنډا په کار کولو نه دی توانېدلی.

لاوروف داسې مهال د دوحې بهیر ټکنی وباله چې له پنځو اوونیو ځنډ وروسته د افغانستان د سولې مرکچي ټیم او طالبانو تېره اوونۍ ناسته ترسره شوه.

تېره ورځ د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر ويلي، د افغانستان دولت د سولې خبرو ته ژمن دی او که طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او د خلکو ارادې ته غاړه کېږدي، نو هېواد کې به تلپاتې سولې ته رسېدو کې هېڅ خنډ پاتې نشي.

اتمر روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د مسکو د بهرنیو اړیکو نړیوال انسټیټیوټ کې یوې غونډې ته په وينا کې وويل، چې افغانستان د ترهګرۍ پروړاندې په مبارزه او د اقتصادي همکاریو په پراخېدو کې د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ لپاره لارې هوارولو ته ژمن دی او دې برخه کې د روسیې مهم رول ته درناوی لري.

د یادونې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د چهارشنبې په ورځ روسیې ته لاړ او تراوسه له دغه سفر راشتون شوی نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...