یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه وايي، د اوربند په هکله روښانه دریځ لري

اروپايي ټولنه وايي، د اوربند په هکله روښانه دریځ لري

تاند (شنبه د حوت ۹) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا پر خپل ټوېټر د ماسک یو عکس خپور کړی چې په پښتو ژبه پرې د «اوربند» کلیمه لیکل شوې.

رولانډ کوبیا له همدې عکس سره لیکلي چې اروپايي ټولنه خپل دریځ نه پټوي.

نوموړي زیاته کړې، دا ماسک چې پرې اوربند لیکلی شوی دی باید ټولو خلکو ته وویشل شي، څو له کورونا او هم له روان جګړې سره مبارزه وشي.

د رولانډ کوبیا په وینا چې دا به د اوربند لپاره یوه ټولپوښتنه وي.

اروپايي ټولنې په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې افغانان نور له جنګه ستړي شوي او ان وايي، په افغانستان کې د یوه سراسري اوربند او سولې ته د رسېدو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب