جمعه, فبروري 6, 2026
Home+امریکایي سندرغاړې لیډي ګاګا د خپلو سپیانو په سر ۵ لکه ډالر...

امریکایي سندرغاړې لیډي ګاګا د خپلو سپیانو په سر ۵ لکه ډالر انعام اعلان کړ

تاند (شنبه د حوت ۹) د وتلې امريکايي سندرغاړې لېډي‌ ګاګا سپي تښتول شوي او اوس دې د خپلو سپيانو په پيدا کېدو پینځه سوه زره امریکايي ډالر سر ایښی دی.

داسې معلومېږي چې تر اوسه دومره لوړ انعام حتا امريکا د ځينو خونړيو ترهګرو پر سر نه دی ايښی.

دغې وتلې امریکايي سندرغاړې اعلان کړی چې که څوک یې سپان ورپیدا کړي، ۵ سوه زره امریکايي ډالر به د انعام په توګه ورکړي.

د سي ان ان د  خبر له مخې، څو وسله ‌والو کسانو د لېډي ګاګا پر يوه نوکر ډزې کړې دي، درې سپي يې ورڅخه تښتولي، خو يو سپی بېرته ځینې راتښتېدلی او دوه نور یې له ځان سره وړي دي.

راپورونه وايي چې د دغې سندرغاړې نوکر هم ژوبل دی او اوس دې ویلي چې په سپو پسې يې خورا زړه شين دی.

پوليس وايي، د سپي ‌تښتوونکيو وېډيو يې لاس ته ورغلې او هڅه کوي چې ویې نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...