جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ د سرتېرو ملي ورځې د مبارکۍ په پار

 د سرتېرو ملي ورځې د مبارکۍ په پار

لیکوال: پوهنمل جاوید صاحب زاده

دا څوک دی چې د هېواد درې رنګه بیرغ ته په سلامۍ ولاړ دی؟ د واحد بیرغ تر سیوري لاندې د خپلو هېوادوالو خدمت کوي، جنګېږي، ستړیاوې ګالي، شپې په ویښه تېروي؟ دا څوک دی چې سر يې ترهغې په لاس کې نیولی ترڅو یې له خپل ننګ او ناموس څخه نظرانه کړي او بلاخره یې تابوت هم په درې رنګه بیرغ وپوښل شي؟ هو، پرته له شکه دا زمونږ د هېواد هغه زړه ور اصیل بچی دی چې مونږ ورته د سرتیري او سرباز خطاب کوو. دوی د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه دي. له دوی پرته، یو باثباته افغانستان شونی نه دی. د دوی سرښندنې مه هېروئ.

د کب ۹ مه د هېواد ملي ځواکونو ته د ځانګړي کولو په پار له ولسمشر او ټولو هغه اشخاصو څخه چې دې نظر ته یې رایه ورکړې د زړه له کومې مننه کوم. ماته ډېره سونزمنه ده چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ستاینې لپاره کلیمې پیدا کړم. ځکه د هغه چا ستاینه کول چې د ګران هېواد د لوېشت لوېشت خاورې، نوامیسو او زمونږ د هوساینې په موخه خپله سپېڅلې وینه هره ګړۍ قرباني کوي، پدې لاره کې یې بې شمېره قربانۍ ورکړي او لا هم لګیا دي؛ زه یې په کومو الفاظو مننه وکړم؟ 

مونږ ستړي کېږو  خو دوی چې کله هم د ویده کېدو اراده کوي نو جګړه، هېواد او د هېوادوالو غم یې خوب ته نه پرېږدي. زمونږ اتل سرتېري د خوب لیدونکي پڅېر تل خوبونه ویني او د همدې خوبونو نه د جګړې په میدان کې انرژي اخلي. کله چې جګړه پیل شي، سرتیري ته هغه شور او مستي وریاده شي چې کور ته د تګ پر وخت یې کوچنیان په کوڅو کې د ده د تګ په خوشحالۍ کې کوي. د کوچنیانو د خوشحالۍ هاهو د سرتېري لپاره داسې وي لکه د یوه ښکاري مرغه لپاره په یو سرشار ځنګل کې د زړه راښکونکو مرغانو شور چې هېڅ څوک او هېڅ دام یې مخه نه شي نیولی. سرتېري ته په تود سنګر کې له خندا شنه معشوقه ور یاده شي چې ده ته د کور په انګړ کې ولاړه ده، اوتره ده ځکه د ده د راتګ غږ پرې شوی دی. لاسونه یې په نکریزو سره کړي دي او داسې ښکاري ته به وای سپوږمۍ همدا اوس خپل څوارلسمه پیل کړه؛ تار تار خواره وتره زلفې یې لکه د ستورو ترې ګرد چاپېره د لیدو لپار ټوکېدلي. بل لور ته په دروازه کې د ولاړې مور د شونډو خندا لکه پسرلی چې په لمړني غوټۍ پیل کړی وي چې په لیدو یې هر نارام زړه آرامېږي. ترڅنګ یې پلار لکه د غره  ولاړ دی، سترګې یې هندارې او د نړۍ ټولې خوښۍ ترې محسوسېدای شي. د خپلې خور د خوشحالۍ سرشارې اوښکې چې ده په غېږه کې نیولې ته به وای لمر د واورې سره لیدلي وي. ترڅنګ یې له غروره دنګ او هسک لکه د چنار  ورور  ورته  له نازه ګوري. دا ټول یادونه سرتېري ته د جګړې په ګرم میدان کې قوت ورکوي.

زمونږ د هېواد هر سرتېری د هغه نومیالیو اتلانو پڅېر دی چې مونږ یې په تاریخ ویاړو او پرې نازېږو. زمونږ د هېواد د ټول نفوس ۳٪ سلنه وګړي د هېواد په دفاع کې ژوند تېروي او ۹۷٪ سلنه نور یې سرښندنې ستایې. هېواد مو مور ده. هغوی چې په مور غیرت کوي او تر وروستۍ سلګۍ جنګېږي، نه مري؛ برعکس څوک چې یواځې د خپلې بقاء لپاره جنګ کوي، نه پاتې کېږي. 

سرتېري مو ویاوړونه دي. نه یواځې دا چې دوی مو پولې له غلیمه ساتي، دوی مو د هېواد دریځ په نړیوالو مسایلو کې روښانه کړی، زمونږ درې رنګه بېرغ یې په نړۍ کې رپاند ساتلی. د دوی سرښندنې زمونږ او د هیواد لپاره هېڅ په الفاظو نه ستایل کېږی، ځکه دوی خپله مینه او وینه دواړه په داو لګولي. خپله کورنۍ، ملګري او دوستان یې زمونږ د هوساینې لپاره پرېښي. زمونږ دغه سرتېرو خپل ډېر خواږه او نژدې ملګري په ډېرو سختو شرایطو کې حتی د مرګ په حال پریښودل د چانه بغیر چې دوی ته ژوند کول هم ګران وو. مونږ افغانان یو، په قربانیو کې مو والدین، خویندې، ورونه، زامن، لوڼې، ورېرونه خوریونه او نور زړه ته نژدې دوستان شامل دي. د دوی قرباني د دې لپاره وه چې مونږ دې هوسا ژوند وکړو. بیان آزادي، دېموکراسي مونږ ته بل چا نه بلکې عسکر راکړې. مونږ به د دوی د سرښندنو قېمت هېڅکله هم پوره نه کړو، کوم قېمت چې دوی زمونږ لپاره پرې کوي.

کله چې مو هیوادوال له ځینو سیاسیونو او حالاتو ګیله مند شي نو بیا ورته د سرښندونکو سرتېرو قربانۍ سترګو ته ودرېږي. د ملت مینه او وینه همدا سرتېري دي. نن چې مو کوچنیان د خوښۍ په فضاء کې زده کړې کوي، بازارونه مو خلاص دي او مونږ پکې سوداوې کوو، ژوند او د آزادۍ احساس په کې کوو؛ دا په اسانۍ نه دي راغلي. دا موجوده نظام، جغرافیه، ارزښتونه او نسبي امنیت د همدوی توره ده. دا د شهیدانو د هرې څاڅکې وینې پایله ده چې د دغه ارزښتونو د ساتلو لپاره یې نظرانه کړې. د دوی سرښندنې به په تاریخ کې ثبت پاتې کېږي. جار جار  ستاسو  له هغه سپېڅلي څوګند نه چې د دین، هېواد، وګړو او اساسي قانون د دفاع او ساتلو لپاره مو پورته کړی.

 هېوادوال مو له تاسو سره مینه لري. د کب ۹ مه ستاسو په نوم کول یې یوه غوره بېلګه ده. د افغانستان ملي او دفاعي ځواکونو! تاسوزمونږ ریښتینی اتلان یاست، د دې خاورې د هر اصیل بچي په زړه کې ځانګړی مقام لرئ او هر یو یې ستاسو مېړانې ته سلام کوي.

ستا مېړانې ته ســــــــلام دی

په هر زړه کې دې مقـــام دی

ته ګټوونکی د دې خــــــاورې 

ته ساتوونکـی د دې خــــاورې 

نه دې خــوب نه دې آرام دی

ستا مېړانې ته ســــــــلام دی

ستاسو سرښندنې مونږ ته هغه ډالۍ ده چې ارزښت یې ډېر لوړ دی. مونږ به د دې نایابې تحفې نه د یوې خزانې پڅېر ساتنه کوو. مونږ به خپلو بچیانو او راتلونکو نسلونو ته ستاسو د سرښندنو کیسې وکړو. دوی ته به ووایو چې دا هېواد چا او څنګه ساتلی. مونږ خپلو بچو ته وایو چې دا ستاسو هېواد دی، مګر هیله ده د هغه چا سرښندنې هېڅکله هېرې نه کړئ چا چې دا هر څه تاسو  ته د خپل سر په بیه په میراث کې پریښي. مونږ خپلو بچو ته وایو چې ستاسو د ښه ژوند، بقاء او په دې لاره د شهیدانو درجو د لوړاوي لپاره لاسونه لپه کړي.

د افغان غیور ملت په استازیتوب ستاسو د ټولو ملي او دفاعي ځواکونو او شهیدو سرتېرو ته د درناوي په ویاړ په خپل ځای درېږم او لاس په سینه ږدم. هر هغه چا ته چې یوه ورځ یې هم د دې هېواد د خدمت په موخه د عسکرۍ درویشي په تن کړې سلام کړی. زمونږ د هېواد زړه ورو ملي سرتېرو! د هېواد او هېوادوالو لپاره به هېڅکله ستاسو په سرښندنو او قربانو سترګې پټې نه کړو بلکې تل به یې ژوندي ساتو. مننه ستاسو له خدماتو نه. خدای پاک دې د دې خدمت بدله په دواړو جهانو درکړي. ژوندی دې وي افغانستان او د افغانستان ملي او دفاعي ځواکونه. د یوه باثباته او تلپاتې افغانستان په هیله.

1 COMMENT

  1. پوهنمل صاحب ! ما سره د یوې اصلې غیرتمنې ،مسلمانی ، مېړنی ، باتورې پښتنې انخور شته که ته دهغې او ښکې او حالت وګورې ستا دتش په نوم جعلی «دبیان آزادی او دیموکراسې» ورته هېڅ مانا او مفهوم نه لری . نعلت په دې بر بریت موږ لاهم په همدې مردارخوره آزادی او دیموکراسی چې موږ په نوم یې هسې تیروتلی پاتی یو او پردی مو سره په داغ ډګر کې سره جنګوی. مګر ولسمشر نه وایی چې ۴۰ کاله کیږی نړیوالو دسولې راوستلو په برخه کې موږ سره مرسته نه ده کړې خیر ملامت څوک دی؟ ستا ګزاف او مبالغه اصلی بڼه نه لری .ته مه خفه کیږه خو انصاف ،عدالت ،برابری او اخوت ،سالم نیت او مساوات ،اشرف المخلوقات هغه ښایسته انسانی مرغلرې دی چې عسکرو ،توپ او توغندیو دباروتو او کارتو سو باران ته هېڅ ضرورت نه پیداکیږی چې ستا تبلیغ بیا د مسلې یوطرفه لاره ده . لاندې کلیمې باید متن کې سمې شی. سرباز زموږ فرهنګ کې مانا سمه نه ورکوی ، بایلل منفی عمل دی نه مثبت!
    با الاخره ستونځمنه لوېښت لوېښت په څېر هیاهو یوازې رښتینی دریشی سر باز (بایلل)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب