هنري نثرونه عموماً دا ځانګړنه لري چې د لوستونکو پر احساساتو او عواطفو ژوره اغېزه پرېباسي. لکه هر څه يې چې د سترګو پر وړاندې تېريږي، په دې برخه کې د کيسه ييز نثر ونډه تر نورو درنه ده. د نړۍ ډېری تاريخونه په ساده نثر ليکل شوي،دا ځکه چې هنري نثر ډېر پخوانی نه دی او دا ډېر لږ تر سترګو کېږي،چې ځينې تاريخونه دې په هنري نثر ليکل شوي وي. ما چې کوم تاريخونه لوستي دي،نسبت ساده نثرونو ته مې له هنري نثرونو زيات خوند اخيستی،چې دليل يې زما د لومړنۍ خبرې تاييد هم دی.
خبرې مې پر نيکه (تاريخي ناول) دي،نيکه د ښاغلي نصيراحمد احمدي تازه چاپ شوی اثر دی، چې په دې کتاب کې يې د پښتنو د ملي مشر ميرويس نيکه د ژوند کيسه او د صفوي حکومت پر وړاندې د پښتنو د خپلواکۍ د اخيستلو تاريخ بيان شوی دی.
ښاغلی احمدي خپل هر تازه اثر په نوښتګرو ګامونو خپلې ټولنې ته وړاندی کوي،چې د عامو وګړو تر څنګ يې د ادب مينه والو او په ځانګړي ډول کیسه ليکوالو ته د کیسه ليکنې نوي او تازه لارښوونې مخې ته ږدي.
د (نيکه) کيسه په کندهار کې د صفوي حکومت د استازي ګرګين د ظلمونو د انتها له وخته پيليږي،په دې وخت کې ميرويس نيکه يوه مېرمن،دوه زامن او يوه لور لري،چې لا د ماشومتوب له دوره نه وي وتلي،مور يې (نازو انا) لا د مخه مړه شوې وي؛خو ښاغلي احمدي دا هر څه په داسې مهارت د کيسې په کرښو کې راپېيلي،چې د چا هېڅ پام ورته نه اوړي چې ګواکې دې ټکي ته يې په لوی لاس داسې تړاو ورکړی دی،لکه لوستونکو ته چې کله د نازو انا د مړينې او د ميرويس نيکه د زېږېدو نېټه يادوي؛نو د يو ډيالوګ (محاوره) په ژبه يې داسې راکاږي:
ميرويس خان سوړ اسويلی واېست،ويې ويل:
ــ ژوند څومره په منډه دی،مورکۍ مې لوستې ښځه وه،شاعري يې هم کوله،څو ورځې مخکې مې په کور کې څو زاړه کاغذونه وموندل،زما د زوکړې تاريخ يې ليکلی و،۱۰۸۴ هجري شمسي کال.
غلی شو،ویې ويل:
ــ دېرش کاله څومره ژر تېر شول.
پورته محاورو ته په کتو،ویلی شو،چې د ښاغلي احمدي په مخ کې ډېره اوږده تاريخي کيسه پرته ده،چې په هغې کې د پښتنو ديني،سياسي،کلتوري،اقتصادي او نورې مختلفې برخې شاملې دي،دا هر څه په يو ناول کې راوړل ډېره حوصله،ډېر کار او ډېر پام ته اړتيا لري،چې دلته يې په ډېرو لنډو کې لوستونکي ته دا قناعت ورکړی دی.
لکه څرنګه چې (نيکه) د پښتنو د يوې تاريخي دورې بيان دی،ددې تر څنګ موږ ته د همغې دورې او په ځانګړي ډول د ميرويس نيکه په اړه يو پوره او کره اثر مخې ته کېښودل شو،چې له موږه وروسته به راتلونکي نسل ته د خپلو پلرونو يو روغ،رمټ تاريخ په ميراث کې پاتې شي. ځکه وړاندې تر دې په دې هکله ټول تاريخونه په يوه خوله نه ول،په يو نه يوه برخه کې به يې سره اختلاف درلود؛خو (نيکه) ټولو ته په کتلو او چاڼولو وروسته د يوې پرتلې په ډول او هغه هم د هنري نثر په چوکاټ کې ټولنې ته وړاندې شو.
لنډه دا چې ښاغلي احمدي د ميرويس نيکه ژوند،د همغه وخت دودونه،اجتماعي حالات او له صفوي حکومت څخه د کندهار د ښار ازادول په ډېره هنري ژبه راکښلي. ما خپله د ميرويس نيکه او په ټوله کې د هماغه دور په اړه تر بل هر تاريخ ډېر معلومات له همدې تاريخي ناول څخه واخيستل،ان تر دې پورې چې د لوستلو په وخت کې يې هماغې زمانې ته وړی وم،داسې مې انګېرل،چې ميرويس نيکه ته مخامخ ولاړ يم،خبرې يې له نږدې اورم او بالاخره هرې برخې يې راته د يوې ژوندۍ شېبې احساس راکاوه. په دې سربېره په (نيکه) کې تر ټولو مهم درس موږ لپاره د صبر او حوصلې راکول دي،چې څنګه د يو لوی سوچ او فکر په اړه زغم ولرو او څرنګه د خپلې بريا د لاسته راوړلو لپاره په مخ کې پرته لاره رالنډه کړو.
لکه څرنګه چې احمدي صيب د خپلو کيسو پيل په ځانګړي مهارت او فکر سره کوي،همداسې يې پای هم درواخلئ؛خو د دې ناول پای راته بيخي نوی او تازه ښکاره شو…کله چې د کندهار ښار له محاصرې خلاصيږي او دښمن ماته خوري؛نو خلک له څو کلونو انتظار وروسته د ازادۍ احساس کوي،ټول خوشاله وي او د خپل ښار د ابادولو لپاره مټې بډوهي؛خو لږه موده وروسته ميرويس نيکه د ورپېښې ناروغۍ له امله په بستر پرېوځي،خلک خواشيني شي او ټول د خپل مشر د روغتيا لپاره دعاوې کوي…ښاغلی احمدي کیسه دلته نه ختموي،بلکه لوستونکی يوې بلې برخې او د ناول د پای تصوير ته وړي،دلته د لوستونکي ذهن له يوې وړې مرغۍ سره د کندهار د بيارغول شوي ښار په اسمان الوزوي،چې په شنو پټيو،يخ سيورو،د ښار په څنډو،دوکانونو او د ابادو کلاګانو په سرونو له راګرځېدو وروسته يوې لنډې دښتې ته مخه کوي،همالته د يوه قبر پر سر پر راشنه شوي بوټي کيني،د قبر پر مرمرينه شناخته د ميرويس نيکه نوم،د زېږېدو او مړينې نېټه ليکل شوي وي…
په هر حال،د لیکوالو دا ډول کار او هڅه بايد وستايل شي،زموږ د تاريخ په راژوندي کولو کې د قدر وړ ګام دی،چې ښاغلي احمدي د کيسه ليکنې په برخه کې دا يو نوی پړاو پیل کړ،تمه ده چې زموږ د تاريخ د نورو اتلانو ژوند او کارونه په همداسې ناولونو کې راټول شي.
په پای کې د ښاغلي احمدي د خبرو وروستۍ کرښه تاييدوم،چې ويلي يې دي:
((فکر کوم،چې دا ناول د يوه تاريخي فلم جوړېدو ته هم مناسب دی)).
درنښت
۹/۸/۱۳۹۵