دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرشربت ګلې ته دويمه ډالۍ/ خان زمان کاکړ

شربت ګلې ته دويمه ډالۍ/ خان زمان کاکړ

ما چيغې وکړې خو ويده پېښور وا نه ورېدې

ما ستا پلو خلکو ته ونيو خو چا ننګ ونه کړ

ما ستا په سترګو کې د وران افغانستان تصوير

د هر پښتون، د هر افغان سترګو ته ونيولو

ما ستا په سترګو کې راټوله پښتو هم ولوسته

او بيا مې ووئيل و قام ته چې دی وخت د پښتو

ما ستا په سترګو کې د مينې او د حسن واهي

په حماسه کړله بدله، ما وې قام به وايي:

“دا ستا په سترګو کې پېريان دي

چې په تا راشي غوټې ما له راکوينه”

**********

د قام پر زړه باندې په خپله تور پېريان دېره دي

قام له پېړيو د افيونو په نشه کې پروت دی

د عربي په سترګو ګوري د خپل خور ټيکري ته

د پنجابي په ګوته خپلو عنعنو ته ګواښي

له خپل بنياد، له خپل وجود څخه پردي وګړي

کله پوهېږي ستا د سرو سترګو په قهر باندې

کله ليدلی ستا په سترګو کې شي ورانه دنيا

د هجر شپې، پردۍ کوڅې، د غربتونو بلا

“سترګې دې سرې ډېر دي ژړلي

د کور کافرو درته څه وئيلي دينه”

**********

ما چيغې وکړې خو هغه مصور وانه ورېدې

چې يې درک کړ ستا په سترګو کې سقوط د وطن

چې ستا په سترګو کې يې وليد بهېدونکی دوزخ

چې ستا د سترګو له لمبو يې وو جوړ کړی تصوير

ما وېل چې هغه مصور به دې بيا خوا ته راشي

او ستا د سترګو له لمبو به بل تصوير هم جوړ کړي

هغه ماشوم دوزخ به نن بېخي بوډا وويني

او ستا وجود به مات رامات لکه بودا وويني

“په پخوانو سترګو مې ګوره

اوس مې جامې د ملنګۍ اغوستي دينه”

**********

دا دې نصيب وو مهاجره شوې په خپل وطن کې

ته وې افغانه خو افغان پېښور خپله نه کړې

ستا سترګې سرې وې خو سور سترګي په وطن کې نه وو

د پنجابيانو تالي څټ مو په اوږو کې سپاره

د قام ښاغلو مو نيولی وو دېوال د اسرې

چا هم ونه وئيل چې يو دي لر او بر افغانان

ستا تر پوړوني پنجابي لاسونه ورسېدل

او تا په ماتو ماتو اوښکو بس همدومره وئيل:

“سترګې مې مه پاکوئ ژاړم

زه يار له دره بېنوا شړلې يمه”

**********

ستا د بندي وجود پېغور زما د عمر پېغور

چې څو ژوندی يم دغه داغ به پر لمن ګرځوم

دا داغ زموږ د نظريې، زموږ د فکر داغ دی

دا د تاريخ په زړه کې جوړ خيرن ناولی پرهر

دا د تحريک، د سياست د ټيټې کچې نخښه

دا د اولس د بې ننګيو يو څرګند علامت

زه ستا په تور پنجابی نه نيسمه، ځان نيسمه

زه ستا په تور باندې خپل ټول افغانستان نيسمه

“سترګې مې ستا په لور کږې شوې

لکه جنډې پر شهيدانو کږې شينه”

يه شربت ګلې! مرورې شربت ګلې خورکۍ!

“سترګې دې جګې کړه ابدارې

د وينې دارې مې له زړه درپسې ځينه”

**********

۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶م کال/ اسلام آباد

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب