دوکتور لعل پاچا ازمون
– څوک یې؟
– ازمون یم.
– هغه لعل پاچا ازمون ؟
– هو همغه یم.
– تاسره خو مې لیده کاته کم شوي دي.
– او جي! خو کتابونه دې دلته را رسېږي، اسد دانش یې راکوي او زه یې دلته خرڅوم ،حکم کوئ جي.
– حکم نه دی، که پېښور ته کله راغلې چې سره وګورو.
– پېښور ته خو هفته نیمه کې دننه درځم.
ـ نو بیا خو زما پکار یې!
– چې دا به څنګه میلاو شو؟
– دا شمېره خو دې خپله ده!؟
– او جي، همدا مې خپله ده.
– نو بیا به زه درسره اړیکه ونیسم.
– او کنه جي، موږ خو غریب خلک یو، د کارت اچولو وس چرته کې لرو!؟
– ځه دواړه په یوه لښته وهل شوي یو.
ـ هاهاها، ځه که غوښه وسوزي نو بیا هم له پیاتو ښه ده.
ـ یاره په سوزېدلې غوښه کې هم چندان مزه نه وي!
– هو داسې خو ده، ځکه دلته کې تاسې هم بې کوره ییۍ. الله دې په موږ ټولو ورحمېږي.
– امین.
له دې سره یې ټلېفون پرې شو.
اونۍ لا پوره نه وه چې ما بیا زنګ ور وواهه، دا ځل یې شمېرې کار نه کوه. زه هم سمه زندۍ وم، بیا مې هڅه وکړه، په بار بار هڅه مې اخر پیدا کړ:
– څوک یې؟
په سخته ګڼه ګوڼه کې را ته ښکارېده. په زوره زوره یې چغې وهلې، څوک یې او څوک یې؟!
– هماغه یم.
– نو هغه خو ډېر دي، نو هغه کې څوک؟
– هغه کې چې له تا سره یې خبرې کړې وې.
– نو وروره! ما سره روزانه بلا خلک خبرې کوي. زما خو دومره یاداشت نه شته چې دا ټول پکې خوندي کړم.
– په هغه بلا(بلها) خلکو کې یو زه هم یم.
– نو چې په بلا خلکو کې یو ته یې نو دې بلا نه امن پکار دی.
– هغه بلا نه.
په کټ کټ … هاهاها
– کومه بلا؟
– په بلا خلکو کې.
– ها داسې کنه جي، خبره اُولټه شوه، بیا یې وخندل هاهاها
– ښا اوس وایه چې څوک یې؟
– نو بیا دې هم ونه پېژندلم؟
– یره جي نو ما سره خو ډېر خلک خبرې کوي، یو خو زه په غوږو درون شوی یم، دا ټولې د زړښت علامې دي.
– زوړ نه یې ځوان یې.
– او دغه شان کنه، لږ مې دا زړه راپورته که.
– زه پوهېږم کنه چې ته ځوان یې.
– یره د ځوانۍ به درته سه(څه) وویم!؟ خږ بس ګوزاره ده کوم یې، خوله ښورم، خو پښو نه ډېر پازاب (په عذاب) یم.
– بس زموږ دې خوله پکار ده.
– په کټ کټ یې بیا وخندل ـ هاهاها
ـ خوله خو ما ته هم په تاوان ده!
ـ تا ته څنګه په تاوان ده؟
ـ یره جي خو خوراک را نه ډېر کېږي.
ـ په دې تاوان کې لږ ګوزاره کوه.
ـ په دې تاوان کې به ګوزاره وکم (وکړم)، خو دا خلک مې نه پرېږدي، دې سره به څه کوم؟
ـ نو خلک څه در ته وايي؟
ـ نور څه نه وايي، خو بس هر وخت مې غږئ (غږوي)
ـ نو دا خو دې د خبرو مینه وال دي.
ـ یره جي مینې خو زه تر دې ځایه را ورسولم.
ـ دا مقام خو بد نه دی؟
ـ یره چندان ښه هم نه دی!
ـ هغه څنګه؟
ـ ګټه یې نیشته!
ـ د څه ګټه؟
ـ نور د څه ګټه؟ خو بس کتابونه په شاګرځوم، ځان نه مې بنجاره جوړ کړی!
ـ دا خو ښه بنجاريتوب دی!
ـ نو ستا څه خیال دی چې اوس بنګړی وګرځوم؟
ـ نه نه نه
ـ نو بیا؟
ـ ما ویل کتاب ښه شی دی.
ـ یره جي ښه شی دی، خو دا پښتانه به څوک څنګه پوه کړي چې خیر دی، لس اته انۍ په کتاب هم ولګوئ.
ـ نه خرڅېږي؟
ـ چې خرڅېدی دا به مې حال وی؟!
ـ څنګه حال؟
ـ بس ایله په شا پنډ ګرځوم!
ـ تا سره خو یوه خزانه شته، نورو سره دا هم نشته!
ـ یره جي په دې خزانه به سړی څه وکړي چې پکې وږی وي!
بیا یې سوړ اسویلی وایست:
– یره جي له خپو ( پښو) نه په عذاب یم، ګرځېدل را ته اوس ګران شوي دي، ددې پښو چاره مې وکئ (وکړئ).
– نو هغه به طبیبان وکي (وکړي).
– نو طبیبانو ته خو وروړل پکار دي.
– یاره که په هر شکل کېږي، دا ځل به دې زه ور ولم.
– یره جي مهرباني! ماته راورسېده، ښه نو حکم کوئ.
– حکم نه دی!
ـ نو څه دي؟
ـ هغه کار دی!
– – نو تا خو ځان راونه پېژنده!؟
ـ اوس دې هم و نه پېژندم؟
ـ یره جي په فون کې به سړی څوک څنګه وپېژني؟
ـ نو ما خو تاسره هفته وړاندې خبرې کړې وې؟!
ـ هغه خو هفته وړاندې خبرې وې! ته اوس غږېږه، مونږ چې شپه څه وخور سهارم ( سهار مو) په یاد نه وي او ته د هفتې مخکې خبره کی ( کوې).
– ښه ته ودرېږه چې زه درته دا مساله یاده کم ( کړم)، بیا به ما وپېژنې.
– ښه وایه!
– تا ماته ویلي وو چې اوو ورځو کې دننه دننه به زما تپوس وکې (وکړې).
– او جي! دا خو مې په یاد شوې.
– څوک یم؟
– لعل پاچا ازمون یې کنه.
– – هو څنګه دې په یاد شوم؟
– نو دغومره خو بوډا هم نه یم چې څوک مې په یاد نه شي.
– ښه نو اوس یې دادی بیا در یادوم، دادی اوه ورځې نورې پوره کېږي، پېښور ته څه وخت راځې؟
– بس سبا که خیر وي، هله پته راکه.
– لیکې یې که څنګه؟
– یره جي په مغزو کې به یې ولیکم کنه.
– نو تا خو ویل چې زه بوډا یم، هسې نه پته درنه هېره شي.
– ښه، ولا دادې هم ښه خبره وکړه، ته ودرېږه دلته لږ شان کاغذ پیدا کم، زما خو په لیکلو کې هم چندان خوند نیشته! خو ودرېږه.
– ښه ودرېږم.
– نه کښېنه.
– ښه کښېنم.
سړی شېبه ورک و!
– ما درته ویلي چې ته ودرېږه، هلته سبیل مړي کاغذونه ډېر پراته دي خو دې کې اکثره زما غزلې پرتې دي. ځه خو ورک یې که دغزلې په یوې څنډه کې به یې ولیکم.
– سمه ده.
– ښه وایه.
– تهکال.
– تهکال.
– تمبوانو سټاپ، مدینه پلازه.
– مدینه پلازه. ښه نور جي…
– دویم منزل.
– څه شی؟
– دویم پوړ.
– داسې ووایه چې بره چت.
– ښه بره چت.
– دویم اطاق.
– چيشی؟
– دویم اطاق.
– یو خو تاسو کابلیانو بېخي خرابه کړه، خو داسې ووایه چې دویمه کمره.
– ښه دویمه کوټه.
– د خپل خوی نه نه اوړئ کابلیانو!
– څو بجې به راورسې؟
ـ دا ټیرونه مې خراب نشي، داسې نهه بجې به در ورسم .
– ټیک ده جي، بس راځه.
سبا نهه بجو پورې مې زړه کې دده تصویر اړوه را اړوه، – دا خو دغسې سړی دی، زه به ورته څنګه وایم چې د سپین غر هنري مرکز له اړخه یو طنزیه پروګرام ثبتوو!؟ دی خو له طنزه ډک سړی دی، خو څنګه به یې راضي کړم؟ دی لږ شیخ هم دی، هسې نه چې نه وکړي؟! او را ته په غوسه شي چې: زه خو هر چېرته ټوکې نه کوم او نه دا فلمونه میلمونه ډکوم. زموږ خو یوې طنزیه مشاعرې ته پکار و، خو ځه خیر! ته پرېږده چې یو ځل راشي.
دا شپه په همدې سوچونو کې تېره شوه، سبا نهه بجې په دفتر کې وره ته مخامخ ناست یم، ټک ټک وشو، ټیک نهه بجې وې. یو پېړ په خولو کې ډوب سړی په وره را ننوت:
– اجازت دی؟
– واه تاته څنګه اجازت نه دی؟
– ښه نو غاړه راکړه.
غاړه مې ورکړه، خوله خوله و، که څه هم هوا سړه وه خو دی خدایزده له کوم ځای نه پلی راغلی و، ستړی ستومانه و، پښې یې کېکاږلې، ساه یې واخسته، په ږیره یې لاس راښکه، سر یې وښوراوه:
ـ دا مې حال دی، نور ښه یم، خو دا شی ( پښې) را سره یاري نه کوي؟
– خدای به خیر کړي، ښه دا وایه موږ خو ترخې چای کوو. ته څنګه؟
– یره جي د ترخو نه تېر شه، لږې یخې اوبه راکه.
ته ودرې که دلته د سموار والا څوک راغی، نو تاته به دود پتي راوغواړم.
– هو، دغسې خبرې کوه، موږ د خوږو خلک یو، خواږه راکوه. تاسې کابلیان پوه شه او تراخه ! تاسې چې دا د ټوپکو تېل سکۍ (څښئ) ماغزه به مو څنګه کار وکي؟
ټوکې ټکالې زیاتې شوې، دی ورو ورو تودېده، خوږېده او خنده رویه کېده:
– ښه نو جي خبره خو دې راته و نه کړه، اوس راته خبره وکه، موږ خو چې یو ځل په خبرو کې راشو، بیا نو ډېر غږېږو.
ـ ستا غږېدا ډېره ښه لګېږي.
– په تا خو به ښه لګېږي خو په ما ناوخته کېږي.
– نو چرته ځې؟
– واه چرته ځم، یوه بچه ایېل مې دی، نفقه غواړي، هغوی ته ورځم.
– نو اوس ترېنه راغلې خو ور به شې کنه.
– نه خو هلته دوکانداري هم ده کنه.
– د څه شي؟
– دا کتابونه وړم، دانش یې راکوي، بیا یې هلته خرڅوم.
– ښه؟
– ښه نو وایه.
– خبره داسې ده چې موږ یو طنزیه پروګرام ثبتوو.
– د څه شي طنزیه؟
– دا د ټوکو، هغه د مزاقو.
– ښه نو داسې وایه کنه چې مزاحیه، بیا پرې څه کوئ؟
– هغه ویډیو کوو.
کاږه یې راوکتل، په ږیره یې لاس راښکه، یا الله خیر!! اخوا دېخوا یې وکتل، ورو یې را ته وویل:
– مطلب فلم تېنه (ترېنه) جوړوئ؟
– هو فلم ترې جوړوو.
– ښه، زه څه وکم؟
– ته به راته یو څو طنزونه ووایئ.
– یره ته خو لږ زمونږ په دې ژبه غږېږه، دا طنزونه … داسې ووایه چې مزاحیه کلامونه راته ووایه.
– هو مزاحیه کلامونه راته ووایه.
– ښه سمه ده. خو څنګه کلامونه؟
– ته یو دوه درې ووایه!
سړی شروع شو، له یادو غږېده، هغه اکثره په دې طنزیه او مزاحیه کلامونو کې د پاکستان ستونزمن ژوند بیاناوه ما ور ته وویل:
ـ که لږ له دغه خواوو نه تېر شې او داسې یو څه ووایې چې هغه موږ ټولو ته وي.
– ښه ځه د پښتانه په ژوند به درته خبرې وکم.
بیا یې نو د پښتانه کیسې شروع کړې، بیا یې نو همداسې د لویو لویو شخصیتونو پېښې شروع کړې، سمندر داسې شعر ویلې، حمزه بابا داسې غږېده، د هغوی بیتونه به یې د هغوی په غږ او اکټ ویلې. له خندا ورته شین اوښتی وم، ماوې نور مې مه خندوه، بنیادم یې، هسې نه چې … ویې خندل.
ـ هو رښتیا بنیادم یې او بینادم نه غلطی کېږي. ها ها ها
– ښه نو موږ خو دا پروګرام دوه ورځې وروسته ثبتوو.
– – جي رابه شم ورته، خو ډېر به مې نه چېړه، بیمار یم بیمار.
– خوله خو دې جوړه ده.
– خو له پښو نه خراب یم کنه.
– نو زموږ خو دې پښې پکار نه دي، زموږ خو دې خوله پکار ده.
– چې پښې مې تا ته را و نه رسئ، نو خوله به مې څه واورې؟!
– په رکشاه کې راکېنه!
– رکشاه ته به څنګه وخېژم؟ ته لکه چې ما نه ګورې!؟
– ګورم دې، نور خو ښه یې خو پاس باډي کمه کړه. ټایرونه دې کمزوري دي او …
– هو دا دې ښه خبره وکړه، پاس ټېلر یم او لاندې سیکل.
ها ها ها
– ښه سمه ده جي، سبا به سره وغږېږو چرته کې راشم؟
– د ابدره روډ دې لیدلی؟
– دا ابدره روډ؟ هو، ښه مې لیدلی.
– بس چې له موټره ښکته شې.
– ښه ښکته شوم.
– په دې ابدره روډ کې به ښه مخکې راشې.
– ته خو لکه ما چې همدا اوس لاسنیولی بیایې.
– هو کنه خو چې تا پوه کم.
– ښه راغلم.
– هلته به بیا یوه څلور لارې راشي.
– یره یو خو تاسې عجبه خبرې کوئ. ښه وایه!
– هلته چې راغلې، بیا به مخامخ راشې.
– ښه درغلم.
– دلته به بره وګورې، د کور په نامه یوه ماڼۍ ده.
– ښه ده.
– بس همدلته به زه ولاړ یم.
– سمه ده، دا خو دې ښه خبره وکړه خو لس بجې که نهه بجې؟
– ته وایه؟
ـ لس بجې به ښه وي.
– سمه ده.
– سړی لاړ ،سبا په تمه تمه تمه، د سړي درک نه لګېده، نور ګڼ مزاحي یا طنزیه شاعران راغلل، خو اکمل نه ښکارېده، که هر څومره مې ورته په موبایل زنګ وواهه، ټلېفون یې کار نه کاوه:
– خدایه خیر چې څه پرې شوې نه وي؟ تر ډېره مو ور ته انتظار وکړ، دا طلوع او لمر عابد تازه ما دې ډګر ته را وباله، هغه را ته په سره رودۍ ژبه وویل:
– استاده! یو سړی چې لېونی شي، نو ته ور ته په تمه یې چې هغه به بیا هم کې راشي؟ کارې خوده کده باش.
انتظار ستړي کړو خو د لېوني اکمل د پښو ښکالو ورکه وه، خیر موږ خپل پروګرام ثبت کړ، خو اکمل تر پایه رامعلوم نه شو.
شاوخوا اته کاله وروسته (۱۳۸۷) دا نو داسې وخت دی چې موږ په ننګرهار کې دختیزې سیمې لیکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه جوړه کړې، د دروېش دراني او شپون صیب سیمینار و، ګڼ شاعران او لیکوال مو ورته راغوښتي وو، په دوی کې زما دغه ملنګ فطرته او خوش طبعیته انسان هم له پېښوره ګڼو لیکوالو او شاعرانو سره راښکاره شو، غېږ مې ورته پرانیسته، هغه کټ کټ په خندا شو:
– اخله ما خو وې چې ته به ما سره جنګ کوې.
– جنګ درسره نه کوم، د جنګ وختونه لاړل، اوس باید د سولې غېږه یو بل ته خلاصه کړو.
– واه، اوس نو ایله زموږ دا لوی کور جوړېږي. ما خو ویل چې ته به ماته ډېر په غوسه یې، ته خو ما همداسې پرېښودې، ما ویل چې ته به اوس هم هملته ما ته انتظار کوې، خو ځه یاره لېونو نه چا ګیله کړې؟!
ـ او بیا هوښیار لېوني نه؟
ـ دا خو ستا لطف دی، ګنې هوښیار چېرته کې یم او رشیاکال مې هم درته و نه که، دا یې لا بله، دا خو زما کم نصیبي وه او تا دومره ورین تندی راته نیولی، زه خو له تا نه ډېر ویرېدم چې ته به اوس په ما باندې ګوزارونه کی (کوې) او راته وایې به چې څوک داسې کي؟ خو ځه ته پوهېږې چې زه …
ـ لېونی یم
ـ بس هوښیار یې کنه!
– ځه اوس دا خبرې پرېږده.
– په هغه انتظار څوکاله واوښتل؟
– شپږ اته کاله به اووښتي وي.
– بس اته کاله مخکنۍ خبره به اوس پرېدو.
– یره ستا خو دې خدای خانه اباده لري، پښتانه خو چاته پور نه پرېږدي او تا هغه دی خپل پور راوبخښه.
سپينه خوله یې په دواړو لاس کې ونیوه او سترګې یې اسمان ته ونیوې:
ـ ځه خدای دې مه خرابوه.
بیا یې په ږیره یې لاس راښکه:
– ځه ان شاءالله دا وطن جوړېږي چې داسې سیمینارونه پکې کېږي. ته دا ګوره دا لوی لښکر دا څوک پاملولی شي چې تاسې دا پامل (په عمل) نه کړئ، تاسې ډېر تکړه خلک یاستئ، ته دا سټوډنټان وګوره، هسې په مزه لګیاه دي کابلیانو ما منلي یاستئ. تاسې خو تاسې یاستئ.
بیا یې د وطن صفتونه شروع کړه:
– دا ډېر خوږ وطن دی، دا هوا یې څومره ښایسته ده.
کاروان حرکت وکړ، کله چې ډکې ته ورسېدو نو دلته غرمنۍ برابره شوې وه، ما له یو سیخ نه دوه پوټي غوښه راواخیسته او ده ته مې ورکړه. دی موسکی شو:
– خدای خو دې مه خرابوه، دغسې لږ پام راباندې کوه، ته خو ډېر خوږ سړی یې، ته راباندې پام کوې، افرین. نور بېرته نه ځم لکه چې همدلته پاتې شوم.
– سترګې په بڼو نه درنېږي، ته زموږ سر کې سترګې یې.
بیا یې له سره خولۍ لېرې کړه، دعاګانې یې شروع کړې:
– بس تاسې دې خدای راته اباد لري، دا وطن ډېر خوږ وطن دی. یره چې څنګه خو په دې تورخم راښکته شوم کنه، نو ما وې جنت ته ننوتم، څه د خوشحالۍ اظهار مې وکه، وۍ وۍ، ځه وطن جوړېږي له خیره، هرڅه به جوړ شي.
په همدې خبرو موټرو ته وختلو، تر جلال آباده دې خلکو ارام پرېنښود، خو دی هېڅ نه ستړی کېده، ویل یې جنت کې څوک نه ستړی کېږي! شعرونه یې ورباندې ویل، پېښې یې ورباندې کولې، سیمینار او مشاعرې پرې تودې او ښکلې وې، د شپې مشاعره کې پر ده دومره ګڼه ګوڼه وه چې د بل چا شعر ته به چا غوږ نه نیوه، همدا یوه ناره به وهل کېده:
– اکمل را وغواړئ، اکمل را وغواړئ، هلئ اکمل لېونی را وغواړئ.
دی به چې سټېج ته جګ شو نو ویل به یې:
اکمل هم یم او لېونی هم یم، خو ګورئ داسې لېونی نه یم چې خپلې جامې وشلوم، روغ لېونی یم، ستاسې جامې به په خندا وشکوم، داسې لېونی یم چې سنجیده شاعري هم کوم او مزاحیه هم کوم. تاسې خو اوس زما یو مخ ولیده چې مزاحیه مو واورېدل، تاسې به زما سنجیده شاعري نه وي اورېدلي، هغه به هم درته واوروم.
یاره یو غزل یې ووایه، د غزل هر بیت یې انتخاب و، سایل صاحب ورته ځنګېده ویل یې:
– اکمله! ته خو بلا کی بلا …
– او جي ته یوازې ځانته قایل وې، زه دې کله اورېدی نه وم؟
– یره اکمله ته خو چې ما اورېدی یې نو ته خو مزاحیه شعرونه ډېر وایې.
– نو زه خو سنجیده شاعري هم ډېره کوم:
کم عقلو خلکو تاسې غم او ښادي څه پېژنئ
تیاره بېوسو له پرده ده، ډیوې مه بلوئ
-واه واه.
سایل صاحب څو ځل ورته واه واه وکړل، اکمل رڼېده او ځلېده، کال وروسته بیا په جلال اباد کې یو سیمینار جوړ شو، اکمل بیا پکې راښکاره شو، دا ځل یې چې ولیدم نو ویې ویل:
– دا ښه دی چې کال کې خو دیدنونه کېږي، سمینارونه ډېر کوئ چې موږ ډېر راځو. ددې وطن اوبه او هوا ډېره خوږه ده په ما ښه لګېږي.
بله ورځ د فولکلور سمینار و، سمینار ختم شو، موږ مېلمنو ته چکر ورکاوه، د ګوشتې په ډډه روان وو، دی ډېر ستړی و، دانش هم وویل چې سړی ټوله شپه غږېدلی او ستړی دی، پرېده چې ارام وکړي، ده وویل:
یره جي زه خو د تګ نه یم، زه به همدلته کې پاتې شم.
– بس تاته به همدلته د غرمنۍ تابیا وکړو.
– هو کنه.
د ننګرهار د قبایلو ریاست وداني چې تازه جوړه شوې وه، دی په برنډه کې کښېناست، ماته یې وویل:
– ګوره خوښه دې نه ده چې زه دلته کتابونه راوړم او دلته کې یې خرڅوم، د شپې به دغې کوټې ته راځم.
– بېخي مې درسره خوښه ده، دا کوټې زموږ کورونه ستا خپل کورونه دي.
ـ په ایمان خوشحاله شئ، خو دا ډېرې ښې کوټې دي، زه به کتابونه په بازار کې خرڅوم اوس خو راسره خلک بلد شوي دي، دلته به د شپې راځم، دا ښایسته ځای دی او روټۍ به تاسې راکوئ.
– هرڅه موږ درکوو، تا دې خدای دلته راولي خو له کور سره راشه.
– کور څه کوم؟! هغه لویه جاخه ده، همدا زه بس یم.
ویې خندل او بیا یې وویل:
– زه به څه ځان پسې مړي ګرځوم، زه چې دا پښې په ځان پسې راکاږم دا غټه خبره ده.
اکمل په ګڼو سیمینارونو کې راسره برخه اخیسته، ټول سیمینارونه پرې خواږه او درانه وو، دده له شعرونو، خبرو، پېښو او تمثیله خلکو خوند اخیسته، هر وخت به چې موږ سیمینار جوړاوه نو خلکو به همدا خبره کوله چې:
– اکمل راغلی که نه؟ اکمل دریځ ته در وغواړئ.
دده شوقیان دومره زیات وو چې دی یې ناستي ته نه پرېښوده، د سیمینار مقالې به چې کله په خلکو درنې تمامې شوې، نو پر ده به یې غږ وکړ:
– هله اکمل راوغواړئ
اکمل چې به دریځ ته لاړ نو له لا وړاندې به ور ته خلک له خندا تک شنه وو، ده به ویل:
– ګورئ جي! یوه مقاله ده، لنډه ده، یوه مقاله ده.
مقا … به یې ښه اوږده کړه
ـ اوووففف هغه ډېره اوږده ده، دا ماسره مقاله نه، یوه نقاله ده. نقاله هغه ده چې ده ویلي او هغه ویلي.
د مقالې به باب یې یوه ښه طنزیه او مزاحیه تمثیل وړاندې کړ، ګډونوالو چکچکې کولې، خوبولي یې ټول راویښ کړل، دده په خوږو کې لیکوالو بیا خپلې اوږدې مقالې پر خلکو واورولې .
ښه چل مو زده کړ، کله به هم چې سیمینار ستړی کوونکی شو، نو اکمل به مو دریځ ته راوغوښت، دده تمثیل به پکې د خلکو ستړي هډونه دمه او ویښ کړل.
په لوی کور (افغانستان) کې چې د ولسواکۍ ټغر ټول شو، زه پېښور ته راغلم، نو دده پوښتنې ته د تللو تابیا مې وکړه، هر چا راته ویل چې هغه د کټ او د پوزي دی، نه یې شې کتلی، بهر را وتی نشي.
ماوې:
– وه سړیه! زه یو ځل ورځم، تر کوره خو به ورشم.
زما د یارانو چې نغواړم دلته یې نومونه ذکر کړم، طبع نه وه، نه پوهېږم ولې؟ ما غوښتل چې دغه لېونی شاعر، زموږ د زمانې دغه لویه هستي، دا د طنز او مزاح بادشاه، دا د ده په اصطلاح د سنجیده شاعرۍ لوی غر یو ځل وګورم، خبرې ورسره وکړم، په همدې کې وم چې تازه یې ویډیو راغله، په دې ویډیو کې دده خوله ښورېده، خو نور پر کټ پروت و، ویډیو کوونکی دده شخصي کوټې ته ور ننوتی و، دی بیا هم له خولې روغ و، همدا خبره یې کوله:
– بس له پښو غورځېدلی یم، دغلته پروت یم، که چا مې پوښتنه وکړه هم کور اباد او که چا و نه کړه، نو هم کور یې اباد، خو دعا دې را ته کوي.
په ویډیو کې دی ډېر ستړی او ستومانه برېښېده، پوښتنه ږدنه هم پرې درنه تمامېده، دده زړه غوښت چې پاڅي، وګرځي خو په پښو کې یې زور نه و چې له کټه یې پورته کړي. هغه ویډیو ما هم خپره کړه، په همدې ورځو کې مې بیا هڅه وکړه، له سردار یوسفزي سره مردان ته لاړم، هغه ته مې وویل:
– کاټلنګ ته ځم.
– څه کی (کوې)؟
– اکمل ته ورځم.
– هغه خو د بهر راوتلو نه دی.
– لږ خو به یې په کټ کې وګورم.
– یاره جي داسې ده چې هغه ته څه مشکلات دي.
– څه مشکلات به وي؟
– خو دننه کور کې دی او داسې څوک ورسره نه شته چې هغه تا ننباسي، ځه بیا به یې کله زوی پیدا کړو، هغه ته به ووایو، څه ټیم به ورسره برابر کړو.
هڅه مې وکړه چې زه دده د زوی شمېره پیدا کړم خو پیدا مې نه شوه کړای، سردار یوسفزي راسره وعده وکړه چې بس په همدې ورځو کې زه کوشش کوم چې د زوی شمېره یې راپیدا کړم او ور شو، خو دومره راته ښکاري چې دی ډېر بیمار دی او اوس له خبرو هم لوېدلی دی.
ماوې چې:
– اوس به یې څنګه وګورم؟ هغه خوږ انسان، هغه خوږ توتي، هغه د طنز او د مزاح بلبل، دا به څنګه ګورم؟ دا به څنګه ګورم …
په همدې څنګه ګورم؟ څنګه ګورم کې د هغه وزر ماتي توتي سترګې پټې شوې او بې مخه ښې را نه لاړ.