کُردي ځوان هغې ته مخامخ کتل، تندی کې یې کونځي را پیدا شوو او بیرته یې سترګې کښته واچولې. څنګ ته ناست ملګري يي د ده ټول حرکتونه څارل، ښوونکي د ژبې زده کړې درس په اړه بیا له یوکرانیي ښځي څخه وپوښتل:
راته ووایه چې په لاس کړی ساعت مو ولي خوښ دی؟
ـ دا ساعت مې د مور و.
– ستاسو مور د څو کالو په عمر مړه شوه؟
– زما مور ټیک د پینځه اتیا کالو په عمر مړه شوه، رکه روغه وه.
کُردي هلک لا هم سترګې کښته اچولي وي.
ناڅاپه ښوونکي په کُردي ځوانکي غږ وکړ:
– احمده!
ځوان سر را پورته کړ، سترګې يي تکې سرې وي په کاغذې دستمال یې اوښکې وچې وکړي او په غریو نیولی آواز يي وویل: بښنه غواړم… او یوه شیبه غلی شو، له لږ وخت وروسته یې ژړا لږ په زوره شوه. په ټولګي کې د ده له ژړا پرته بل غږ نه اوریدل کیده. ښوونکې د ده میز ته راغله، چوپه خوله ورته ودریده. د ده د څنګ ملګري ته يي وویل: – څه خبره ده؟
– زه نه پوهیږم…
ټولګیوال ټول د ګردې ځوانکي په ناڅاپي خپګان اریان دریان شول.
ښوونکي په خورا ټیټ غږ ورته وویل: کولای شم در سره مرسته وکړم ایا ناروغه یی؟؟
– نه نه ناروغه نه یم…
نو بیا ولی ژاړي؟
– د اوکسانې ساعت… او بیا غلی شو. په انګلیسې ژبه یې خپل مطلب نه شوای بیانولای. په ماته ګوډه فارسي ژبه يي خپل ملګري ته وویل:
– ته زما خبرې وژباړه!
– مهربانې ووایه څه کیسه ده؟
ده بیا وویل: – د اوکساني ساعت یوه ترخه شیبه را په زړه کړه. څو کاله وړاندې مې مور وفات شوه. هغې تر مرګ یو کال وړاندې زما د مشر ورور په لاس ساعت ولیده، هغه ته یې وویل: – زویه یو ساعت ماته هم واخله!
– هغه نه پوهیده، د هغې دا هیله یې پوره نه او ورته مې وویل: – مورې ته اوس زړه شوې يي او زړې ښځې نو ساعت څه کوي؟
ـ زه خو یې د دې له پاره غواړم چې ستا د راتګ وخت به راته معلوم وي.
– زه کله وختې راځم کله ناوخته، نو بیا به ستا له پاره لا سخته وي. د هغه له دې خبرو سره مې مور نور څه ونه ویل، او غلي شوه.
– نو ته اوس ژاړې.
– هو زه ځکه ژاړم چې د اوکساني مور په پینځه اتیا کلنۍ کې ساعت کاراوه خو زما ناځوانه ورور مې مور ته چې په اوه څلویښت کلنۍ کې وفات شوه ویل: مورې ته اوس زړه یې او زړې ښځې نو ساعت څه کوي. کاشکې مې مور وای چې ما يي دا هیله پوره کړي واي. بیا یې په لوړ غو وویل: – ناځوانه وروره نه دي بښم.