یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهایران وايي، په یو کال کې یې ۱۳ لکه کډوال ایستلي دي

ایران وايي، په یو کال کې یې ۱۳ لکه کډوال ایستلي دي

تاند (دوشنبه، د ثور ۱۷ مه) د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي چې په تېر یوه کال کې له ایران څخه یو میلیون او ۳۰۰ زره بهرني اتباع ایستل شوي دي.

وحیدي پرون (یکشنبې) همداراز وویل:«د دې لپاره چې د غیرقانوني بهرنیو اتباعو د راتګ مخه ونیسو، پکار ده چې په دې برخه کې په پارلمان کې قوانین اصلاح شي.»

ایراني چارواکي عموماً افغانانو ته بهرني اتباع یا «بېګانه» اتباع وايي.

په تېر یو کال کې تقریباً داسي کمه ورځ پېښه شوې چې ایران زرګونه افغان کډوال له خپلې خاورې افغانستان ته نه وي ایستلي.

خو ښاغلی وحیدي وايي چې ځینې ایستل شوي کسان بېرته ایران ته ورغلي او باید قوانین داسي جوړ شي چې له دې ډول کسانو سره سخت چلند وشي.

ایران په خپله خاوره کې د دېره افغانانو د شمېر په اړه ضد و نقیض شمېرې اعلان کړي دي. ځینو په ایران کې د افغانانو شمېر، ۳ میلیونه، ځینو ۵ میلیونه او ځینو حتي ۷ میلیونه ښودلی دی.

خو د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د شمېرو په اساس ایران د ۳ میلیونه او ۴۰۰ زره بهرنیو کډوالو کوربه دی چې لویه برخه یې د افغانانو ده.

دې کمیشنري د ۲۰۲۳ م کال لپاره په ایران کې د افغان کډوالو لپاره څه باندې ۱۱۴ میلیون ډالره مرسته غوښتې وه خو ټولټال یې ۲۶ میلیون ډالره ترلاسه کړې.

په افغانستان کې د کار د نشتوالي او اقتصادي فقر له کبله بهر ته د افغانانو مهاجرت سخت زیات شوی او په عین حال کې ګاونډیو هیوادونو، د افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپلې پولې تر پخوا ډېرې کلکې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب