تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۱ مه) د ملګرو ملتونو د یوې ادارې په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې لا هم له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي. یونیسکو یو ځل بیا له چارواکو وغوښتل چې د نجونو د زدهکړو حق سمدستي او پرته له کوم شرطه بېرته ور وګرځوي.
یونیسکو، چې مرکز یې په پاریس کې دی، ویلي چې د ښځو او نجونو له زدهکړو محرومول د هغوی د اساسي حقونو جدي سرغړونه ده.
د یونیسکو د بېړنیو زدهکړو د پروګرام همغږې کوونکې هودا جابریان وویل، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې په رسمي ډول له منځنیو او لوړو زدهکړو منع کوي. هغې وویل: «پنځه کاله د یوه ماشوم د زدهکړو لنډمهاله وقفه نه ده؛ دا د منځني ښوونځي د ټولې دورې هومره موده ده.»
جابریان ټینګار وکړ چې د نجونو او ښځو د منځنیو او لوړو زدهکړو حق باید سمدستي او بې له شرطه بېرته ورکړل شي، ځکه زدهکړه یو اساسي بشري حق دی او په دې برخه کې هېڅ بدیل نشته.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، واک ترلاسه کړ. له هغه وروسته یې نجونې له منځنیو ښوونځیو منع کړې او وروسته یې محدودیتونه لوړو زدهکړو، کار او نورو برخو ته هم وغځول، چې په پایله کې ښځې او نجونې تر ډېره له عامه ژوند څخه لرې شوې.
طالبانو د ملګرو ملتونو، بشري مرستندویه ادارو، د بشري حقونو د فعالانو او یو شمېر اسلامي هېوادونو له غوښتنو سره سره دغه بندیزونه ساتلي او وايي چې دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده.
یونیسکو وايي، دغو محدودیتونو د افغانستان د زدهکړو په برخه کې د تېرو دوو لسیزو پرمختګونه بېرته شاته وړي. په ۲۰۰۱ کال کې د نجونو د زدهکړو امکانات ډېر محدود وو، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې نژدې یو میلیون نجونې په منځنیو ښوونځیو کې شاملې شوې وې.
جابریان وویل، افغانستان د نجونو د زدهکړو د پراختیا په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی و، خو له بده مرغه د دغه پرمختګ ډېره برخه اوس بېرته له منځه تللې ده.
یونیسکو په افغانستان کې د ټولنې پر بنسټ د زدهکړو، سواد زدهکړې او مسلکي مهارتونو د پروګرامونو له لارې د زدهکړو ملاتړ کوي. د دغو پروګرامونو ډېری ټولګي په ټولنو کې دننه، ان د سواد زدهکړې د ښوونکو په کورونو کې هم جوړېږي.
د یونیسکو په وینا، اوس مهال له ۱۰۰۰ څخه ډېر د سواد زدهکړې روزونکي فعالیت کوي چې ډېری یې د یونیسکو او د هغې د شریکانو له خوا روزل شوي دي.
جابریان وویل، تر هغه چې محدودیتونه دوام لري، یونیسکو به افغان زدهکوونکي یوازې پرېنږدي او له ټولنو او شریکانو سره به کار ته دوام ورکړي، څو د زدهکړې هر ممکنه فرصت وساتل شي.