Home+پاکستان؛ که د افغانستان لارې بندوي، خپلې لارې هم بندوي!

پاکستان؛ که د افغانستان لارې بندوي، خپلې لارې هم بندوي!

انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
پاکستان له کلونو راهیسې فکر کوي چې تورخم، سپین بولدک او کراچۍ د افغانستان کلي دي او هر وخت چې وغواړي، کولای شي دا لارې وتړي.
خو پاکستان یوه مهمه خبره هېره کړې ده:
افغانستان نور د یوې لارې زنداني نه دی.
هر ځل چې اسلام‌اباد خپله پوله تړي، کابل اړ کېږي چې بله لار پیدا کړي؛ چابهار، منځنۍ اسیا، چین او نورې بدیلې لارې.
پاکستان غواړي منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي، خو له بلې خوا د افغانستان لارې تړي. دا نور هوښیار سیاست نه دی؛ دا جیوپولیټیکه ځان‌وهنه ده.
نننۍ نړۍ د دهلېزونو، بندرونو او سوداگریزو لارو پر سر سیالي کوي. هغه هېواد چې د خپل گاونډي پر مخ خپله لار تړي، په حقیقت کې خپلو سیالانو ته زمینه برابروي چې نوې لارې جوړې کړي.
که پاکستان همدا سیاست ته دوام ورکړي، ښايي یوه ورځ داسې راورسي چې افغانستان نور دا پوښتنه ونه کړي:
«پاکستان به خپله پوله کله پرانیزي؟»
بلکې پاکستان به له ځانه وپوښتي:
«ولې نور څوک زموږ لارو ته اړتیا نه لري؟»
افغانستان باید پر یوه اصل ولاړ وي:
نه د پاکستان یرغمل، نه د ایران محتاج؛ افغانستان باید نړۍ ته څو دروازې ولري.
هغه ورځ چې افغانستان څو سوداگریزي دروازې ولري، د پاکستان د فشار کلي به خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړي.
لارې وتړئ؛ افغانستان به بله لار پرانیزي.
خو یوه ورځ به همدا بدیلې لارې پاکستان له سیمه‌ییزې معادلې څخه څنډې ته کړي.
خبره دلته پای ته نه رسېږي!
د دې وضعیت له جیوپولیټیک پلوه یوه بله مهمه مسئله هم شته: پاکستان په عملي توگه د هغو سیمه‌ییزو سیاستونو په گټه حرکت کوي چې د ایران او روسیې له ستراتیژیکو گټو سره همغږي لري.
ایران او روسیه نه غواړي چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې په پراخه کچه له جنوبي اسیا سره ونښلي؛ ځکه د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا د سوداگریزو لارو پراختیا کولای شي د سیمې د ترانزیټ پخوانۍ معادلې بدله کړي.
له بلې خوا، که افغانستان د واخان له لارې له چین سره خپل اتصال پیاوړی کړي او له منځنۍ اسیا، چین او جنوبي اسیا سره هم‌مهاله سوداگریزې لارې جوړې کړي، نو د افغانستان د یوه هېواد یا یوه مسیر پر اقتصادي وابستگۍ به د پام وړ کموالی راشي.
د ایران او روسیې د مستقیمې همکارۍ یا د پاکستان د سیاستونو تر شا د هغوی د مشخصې لارښوونې په اړه تر اوسه داسې څرگند اسناد نه شو وړاندې کولی چې دا ادعا په قطعي ډول ثابت کړي؛ خو د سیمې د جیوپولیټیکو گټو له مخې دا پوښتنه مطرح کېدای شي چې ایا پاکستان په ځینو مواردو کې په خپله هغه تگلاره عملي کوي چې د ایران او روسیې له سیمه‌ییزو گټو سره همغږي لري؟
د ایران په اړه هم باید له احتیاطه کار واخیستل شي. ایران د سیمې په سیاستونو کې  د نادر افشار له وخته اوږد تاریخي نفوذ لري او د پاکستان له سیاسي، مذهبي او امنیتي چاپېریال سره یې اړیکې پیچلې دي؛ خو دا چې ایران د پاکستان د بهرني سیاست «کنټرول» په لاس کې لري، د ثابتولو لپاره یې اسنادو ته اړتیا ده.
خو که پایله راواخلو، یوه خبره روښانه ده:
پاکستان هر څومره چې د افغانستان لارې تړي، افغانستان هماغومره د بدیلو لارو پر لور ځي؛ او هره نوې بدیله لار د سیمې پخوانۍ جیوپولیټیکي معادله بدلوي.
پاکستان باید انتخاب وکړي:
چې د سیمې د اتصال دروازه وي، که د خپلو گاونډیانو د اتصال پر وړاندې دیوال.
ځکه په نوې جیوپولیټیکي لوبه کې دیوالونه بالاخره څنگ ته کېږي، خو لارې پاتې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....