Homeخبرونهیو ۱۱ کلن جاپاني ماشوم د اسیایي لوبو اتل شو

یو ۱۱ کلن جاپاني ماشوم د اسیایي لوبو اتل شو

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه) یوه ۱۱ کلن جاپاني زده‌کوونکي ګېمر یا د ګېمونو لوبغاړی د خپلو سیالانو په ماتولو سره، چې ځینې یې په عمر کې تر ده دوه برابره مشران وو، د اسیایي لوبو د برېښنايي لوبو په سیالیو کې د «Puyo Puyo Champions» اتلولي وګټله.

یوکي کورېهارا، چې عینکې یې پر سترګو وې او په ډېرې ارامۍ یې د سیالیو پړاوونه بشپړ کړل، د شنبې په ورځ د تلې په څلورمه په پایلوبه کې خپل ۲۴ کلن سیال ته، چې د جنوبي کوریا و، په۱۰-۲ ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

هغه تر پایلوبې مخکې په نیمه‌پایلوبه کې هم پیاوړې لوبه کړې وه او خپل ۲۸ کلن تایلنډي سیال یې ۱۰-۱ مات کړی و.

کوریهارا د جاپان په تاریخ کې د اسیایي لوبو تر ټولو کم‌عمره لوبغاړی دی او داسې اټکل کېږي چې د آیچي-ناګویا په روانو اسیایي لوبو کې هم تر ټولو کم‌عمره ګډونوال وي.

هغه د «Puyo Puyo» لوبه د لومړي ټولګي له پیل راهیسې کوي او د روان کال په وري میاشت کې یې د مسلکي لوبغاړي په توګه د فعالیت اجازه ترلاسه کړې ده.

دغه ۱۱ کلن لوبغاړي تر سیالیو مخکې ویلي و چې له ښوونځي او اضافي ټولګیو سره د تمرینونو همغږي کول اسانه کار نه دی، خو زیاته کړې یې وه چې «رښتیا هم ډېر خوند ترې اخلي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...