Homeخبرونهد عامې روغتیا وزیر، د یوه پلاوي په مشرۍ بېلاروس ته په...

د عامې روغتیا وزیر، د یوه پلاوي په مشرۍ بېلاروس ته په سفر تللی

تاند/ دوشنبه د تلې ـ میزان ۶مه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي د یوه پلاوي په مشرۍ بیلاروس ته تللی دی.

د دغه سفر موخه د روغتیايي همکاریو پراختیا او د تجربو شریکول یاد شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي،چې جلالي به په دې سفر کې د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره وګوري او د دغه هېواد له طبي پوهنتون، درمل جوړونې شرکت او د زړه، سرطان، عامې روغتیا او بېړنیو روغتیايي خدمتونو له یو شمېر مرکزونو څخه به لیدنه وکړي.

ټاکل شوې د سفر پر مهال د روغتیايي خدمتونو، طبي زده کړو، درمل جوړونې او تخصصي روغتیايي برخو کې د دواړو هېوادونو د تجربو پر شریکولو او د همکاریو د پراختیا پر فرصتونو هم خبرې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...