تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان 5 مه) وروسته له دې چې ډیورند کرښې ته څېرمه د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالي کې د ازادۍ جبهې په نوم د یوې وسله والې ډلې شاوخوا ۲۰ وسه وال ووژل شول او ۳۰ نور ژوندي ونیول شول، پاکستان افغانستان ته د دغو وسله والو په لېږلو کې لاس لرل رد کړل.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن (یکشنبې په ورځ) وویل چې پاکستاني ځواکونه په نورستان ولایت کې په هېڅ ډول «داخلي نښتو» کې ښکېل نه دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د «فکټچېک» په نوم اېکسپاڼه کې ویلي چې په نورستان کې له ادعا شوې تاوتریخوالي سره د پاکستان د تړلو ادعاوې «بې بنسټه، بې دلیله او له حقیقت څخه لیرې» دي.
دغه وزارت ویلي، پاکستان په کلکه هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه یا استخباراتي ادارې په نورستان یا د افغانستان په نورو سیمو کې په داخلي نښتو کې لاس لري.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دغه راز هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې پاکستان پخواني افغان امنیتي سرتېري استخداموي یا روزي او یا په افغانستان کې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره مرسته کوي.
د وزارت په وینا، د پاکستان د ښکېلتیا لپاره «یو کوچنی ثبوت» هم نه دی وړاندې شوی او نه د ادعاوو د ملاتړ لپاره د کسانو هویت، اسناد، مخابراتي معلومات، عدلي شواهد یا خپلواک تایید موجود دی.
پاکستاني وزارت ویلي، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې هغه ویډیو چې د دغو ادعاوو د ملاتړ لپاره کارول کېږي، یوازې څو بې وسلې کسان ښيي چې د دوی په وینا، مناسبه جامه او تجهیزات هم نه لري.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ څو وسله والې ډلې چې دوی داعش او نورې مخالفې ډلې «شروفساد» بللي د ناامنیو لپاره نورستان ته اوښتي وو.
دغه وزارت همداراز ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې ۲۸ تنه ووژل او ۳۲ تنه نور ژوندي ونیول.
په دغه بیان کې دا هم راغلي چې اکثر دا کسان پخواني افغان پوځیان وو چې پاکستان ته له تګ وروسته هلته د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې آی اس آی له خوا روزل شوي او نورستان ته استول شوي وو.
باختر خبري اژانس او ملي ټلویزیون په دې اړه بیلابیلې ویډیوګانې خپرې کړي چې پکې د یو شمېر کسانو نیول او اعترافونه ښيي.
په یوه ویډیو کې د نصرالله په نوم نیول شوی وسله وال وايي کوي چې د “ازادۍ جبهې” د پیسو د ورکړې په پلمه له ایرانه پاکستان ته غوښتی او له وسلې ورکولو وروسته یې افغانستان ته اړولی.
د کامدیش مرستیال ولسوال مفتي محمد داوود مورال په یوه ویډیو کې چې ملي ټلویزیون خپره کړې، ویلي چې
«تقریباً ۴۲۰ کسان راغلي وو. په دوی کې ۲۵ کسان ژوندي نیول شوي. تقریباً له لسو څخه زیات او تر شلو کم کسان مړه دي.»