پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبله پیاوړي فلسفي، شاعر او لیکوال پروفېسر راز محمد راز سره مرکه

له پیاوړي فلسفي، شاعر او لیکوال پروفېسر راز محمد راز سره مرکه

مرکه کوونکی: احمد شاه اعظمي

کال: ٢٠٠٢

((پروفېسر راز محمد راز يو داسي شاعر، فلسفي، ليکوال او استاد و چې د فکر ژورتيا ته يې رسېدل آسان کار نه دی او له همدې کبله ځينو خلکو ته د هغه په تخليقاتو کې ستونځې پيدا کيږي. دا ستونځې ځيني وخت فکري او ځيني وخت بيا عقيدوي وي. د راز په فکر (شاعري يا تخليق بايد د يو ځانګړي دور، عقيدې، ژبې يا کلتور په چوکاټونو کې را ايساره نه شي) بلکې شاعري د احساساتو، جمالياتو او عاطفې نوم دی او دا يو آفاقي پديده ده چې د نړۍ هر انسان ته خطاب کوي. نو په همدې خاطر آفاقي شاعري يا تخليق هيڅکله نه مري ځکه چې د نړۍ د هر دور انسان يې خپل ګڼي. دا ډول شاعري د خندا او ژړا غوندي وي چې د نړۍ هر وګړی ورسره آشنا وي او له تجربې يې تېر شوی وي. د پښتو شعر او ادب په نړۍ کې که څه هم بې شمېره شاعران تېر شوي دي خو په فني لحاظ ژوندي شاعران د ګوتو په شمار دي. د بيلګې په ډول د رحمان او خوشال په دور کې ګڼ شمېر شاعران موجو وو خو د هغوی شاعري آفاقي بڼه نه درلوده نو ځکه له خپل دور وروسته يې سفر ونکړای شو. همدا ډول د انګريزي ژبې شاعران ملټن، شېکسپير، کيټس او ايليټس سلګونه کلونه وروسته اوس هم ژوندي دي. د فارسي ژبې شاعران رومي، حافظ، بېدل او سعدي اوس هم ځکه لوستل کيږي چې په شعر کې يې آفاقيت شته. بلخوا د  اردو ژبې غالب، اقبال او فېض هغه شاعران دي چې د اردو ژبې د نصاب برخه ګرځېدلي دي. راز د لسګونو کلونو راهيسي روانه دوديزه پښتو شاعري له نوو فلسفيانه افکارو او ترکيباتو سره آشنا کړه. دا هغه افکار وو چې آفاقي بڼه يې درلوده او تر يو ځانګړي دور، عقيدې او مفکورې پوري محدود نه وو. راز که څه هم په مسلکي توګه د تاريخ پروفېسر و خو د پښتو او نړیوال شعر او ادب سربېره يې د فلسفې ،تصوف اونفسیاتو ژوره مطالعه درلوده چې له همدې کبله يې د اظهار ژبه ډېره غني ده. کله چې په ۱۹۹۹ م کال کې د پرفېسر راز د پښتو شعرونو لومړۍ ټولګه (د صلیب په دایرو کي مات وزري زاڼي ژاړي) چاپ شوه نو يو شمېر بحثونه راوټوکېدل. د هغوی د سپيناوي لپاره په ۲۰۰۲م کال کې په پښین کي د نوموړي کورته ورغلم اوله ده سره مي د زړه خواله وکړه چې ستاسو پام ورته راګرځوم. د يادولو وړه ده چې دا مرکه د پالنې مجلې د ۲۰۰۳م کال په لومړۍ ګڼه کې چاپ شوې ده))

پوښتنه: تر هر څه وړاندي دا راته ووایاست چې په شعر ویلو مو کله پیل وکړ او هغه کوم عوامل وو چې شعر ویلو ته یې ستاسو احساسات راوپارول؟

ځواب: ماچې کله په کراچي پوهنتون کي سبق وایه نو هغه وخت لا زما له پښتو ادب سره پېژندګلوي نه وه او نه هم ما شعر لیکی. کله چي زه له کراچي پوهنتون څخه خپل ښار(پښین) ته راستون شوم نو بیا دلته د عبدالباري اسیر او نورو داسي خلکو په شناخت سره پښتو شعر ته تشویق شوم. دا څه د ۱۹۷۷م کال خبره ده. لومړني شعرونه ما په هم هغه زمانه کې لیکلي دي او دا چې څه عوامل وو نو هغه زړه خبره ده. ښایي ما له هغه ځای (کراچي پوهنتون) څخه څه داسي احساسات راوړي وو چې هغوی  په لفظونو کي خپل یو اظهار غوښت او دلته حالات راته مساعد شول، بیا نو په هغه حواله باندي ما لومړني شعرونه لیکلي وو او زما یو شعر مي تراوسه په یاد دی چې خلګو هم ډېر خوښ کړ چي:

څوک دچا له غمه نه مري دروغ وایي

ماته ګورﺉ ستاسو وړاندي یو ثبوت یم

پوښتنه: آیا شاعري د څښتن له اړخه یو قدرتي ورکړه ده او یا که په ښه زیار سره انسان کولای شي چي شعر ولیکي؟

ځواب: زه دا God gifted یا د څښتن له اړخه یوه تحفه ګڼم. زما په فکر په زیار سره شاعري ممکن نه ده.

پوښتنه: شعرڅه ته وایي؟ د شعرتعریف تاسو څنګه کوﺉ؟

ځواب: د انسان د احساساتو او جذباتو انځورګري چې موږ په لفظونو سره کوو، نو دې ته شعر وایم او شعر په بنیادي توګه له جمالیاتو سره تړلی بولم او د جمالیاتو بیا ځان ته یوه فلسفه ده چې هغه تقريباً هر چاته مالومه ده.

پوښتنه: د شعرلپاره ستاسو په اند خیالات مهم رول لوبوي یا توري (لفظونه)؟ منظور مي دا دی چې اغېزناکه شعر باید د ښکلو لفظونو په چوکاټ کي راحصار شي یا که د زرینو خیالاتو په جامو پټ شي او دا چې د یو ښه شعر خاصه باید څه وي؟

ځواب: زما په فکر د شعر لپاره د دې دواړو ضرورت دی. شعر خو په بنیادي توګه د خیال او احساس سره تعلق لري. دا نور بیا کسبي شیان دي او هغه په ښه تورو (لفظونو) ادا کول د شاعر یو بل ښه کمال دی.

پوښتنه: تاسو شعر څرنګه لیکئ؟ ياني د شعر لیکلو پر وخت تاسو څه احساس کوﺉ او هغه څنګه شېبه وي چي تاسو و ارزوي چې شعر ولیکئ؟

ځواب: زه د شعر لپاره څه ډول تیاری نه نیسم چې تر مخه ورته کښېنم یا هغه ته مځکه ټاکم یا ردیف اوقافیې ورته ټاکم او بیا پر هغه باندي شاعري کوم بلکې دا یو داخلي هڅونه او خواهش وي چې ما دې ته مجبوره کړي چې زه یو شی ولیکم. زما په اند شاعري د انسان په ټول وجود سره کیږي.  په دې کي د هغه د قلبي احساساتو او نورو ټولنیزو حالاتو او واقعاتو په نتیجه کي بیا شعر لیکل کیږي. يو وخت به داسي کېدل چې کله زما د شاعرۍ اولنۍ شپې وې، سر ته به مي قلم اوکاغذ ایښي وو، بیده به وم او کله چې به راویښ شوم نو په ذهن کي به مي مصرعه یاشعر و او بیا به مي پر کاغذ ولیکی.

پوښتنه: په شاعري کې مو له چا اغېز اخيستی؟

ځواب:زه فکرنه کوم چي د پښتو شاعرۍ په حواله پرما د یوچا اثرات شته. په کلاسیک شاعري کي تر یو حده زما کاظم خان شیدا خوښ دی خو زه بېرته هم داسي وایم چي زما د شاعرۍ مزاج خپل ځان ته یو انفرادیت لري او د پښتو له شاعري څخه بېل یو انحرافي مزاج لري نوښایي زه داسي و نه وایم چي پرما د چا اثرات زیات پراته دي.

پوښتنه: ستاسو په شاعري کی د فلسفې او تصوف څرک هم تر سترګو کېږي. د دې دواړو علومو تعریف تاسو څنګه کوئ او دغه دواړه شعر ته څه ځلا وربخښي؟

ځواب: خبره خو دا ده چي ډېر ګران سوال دي په ډېر آسانه انداز وکړی. هسي د فلسفې اصطلاحي او لغوي معناوې چې دي هغه خو پر خپل ځای، هغه په انګريزي کې چې وایي :

(The love of wisdom is called philosophy) ياني له تعقل سره مینه یا ژوند ته چي تل د عقل په چوکاټو کې ګورې نو دا يو ډول فلسفه ده. د ژوند پر مسایلو چې کله تاسو د عقل په رڼا کې خبرې کوئ نو دا فلسفه ده. اوس چې بیا د فلسفې خپل کوم وسعتونه یا scope دی، هغه پرخپل ځای دی. له طبیعي دنیا څخه تر مابعدالطبیعاتي دنیا پوري دا یو حقیقت دی چې له شاعرۍ سره د فلسفې یو ډېر زیات تعلق پیدا شوی دی. په پښتو ادب کې که لږ وي خو په نړیوال ادب کي زیات بریښي. بلخوا د تصوف اثرات د پښتو پر شاعري او په ځانګړې توګه زما پر د شاعرۍ تر يو حده شته خو زما په شاعري کي د تصوف او فلسفې د دواړو اثرات ښکاریږي او زه بیا پخپله داسي وایم چې د تصوف ،شاعري او فلسفې مسایل له يو بل سره مشترک هم دي. په تصوف کې موږ  پر مابعدالطبیعیات باندي خبره کوو او په فلسفه کې هم موږ  پر مابعدالطبیعیات باندي خبره کوو، په طبیعي حواله هم خبره کوو او د شاعري په حواله هم په دغو مسايلو خبره کوو. ښایي په واضح توګه به زه درته و نه وایم چې د تصوف په حواله زه د کوم School of thought یا مکتب فکر سره تعلق لرم او ما څه داسي شعوري ټاکنه هم نه ده ورته کړې چې د وحدت الوجود له مکتب سره تړلی یم که د وحدت الشهود له مکتب سره.

پوښتنه: تاسو په خپل کتاب کې یوځای لیکلي دي چې (زه وخدای اوکاینات یو مثلث یو). ځيني خلک دا وايي چې تاسو په خپله هم د کاینات جز یا برخه یاست نو بیا ځان ولي له کاینات څخه بېل ګڼئ او د مثلت جوړولو هڅه کوﺉ؟

ځواب: دا پرخپل ځای یو پېچلی او مشکل سوال دی. زه د دې په حواله د شاعرانه احساس د مثلث خبره کوم نو د دې لپاره خو بیا ډېر تفصیل په کار دی. دلته چې ځیني خلګ دا فهموي چې مثلث د درو زاویو د مساوات خبره ده، داسي نه ده، په دې باندي خو یوعام لوستونکی هم پوهیږي چي زه یو مخلوق یم اوکاینات هم یومخلوق دی اوخدای خالق دی، خو دلته د احساس پر سطح باندي، د مینې د وحدتونو په حواله باندي، هغه د one ness یا یووالی په حواله باندي، ياني له خدای سره د انسان د تعلق په حواله باندي خبره کوم. انسان په کاینات کي ژوندی دی، په زمان ومکان کې ژوند کوي او دغه دواړه تخلیق دي، که څوک په ژور نظر سره زما د شاعرۍ جاج واخلي نو هغه ته بیا مالومیږي چې زه د میني د ارتقایي مراحلو خبره کومه، د یو انسان سره مینه، د یو انسان له ټولو انسانانو سره مینه، د یو انسان له کاینات سره مینه، له هغه سره د ده رشتې او اړیکې او بیا هغه د اسپينوزا خبره ده چي The intellectual love of God ، له خدای سره د تعقل پر بنیاد باندي چې مینه پیدا کیږي، په دغو حوالو سره زه د یووالي خبره کوم چي د انسان مینه د یوانسان سره، انسان و انسانیت ته نږدې کوي او د انسانیت په مینې سره چې هغه ټول انسانان په یو زمان او مکان کې اوسي نو په فلسفیانه نظر چې د هغه کومه ارتقا کیږي او بیا چې هغه د دې کایناتو تحلیلي او تجزیاتي جاج اخلي نو د کایناتو د عناصرو سره یې داسي رشته پیدا کیږي لکه دکور له وګړو سره. په دغه نظم کې په پای کې هغه یو شعردی چې:

لمر مي پلار، مځکه مي مور، ستوري مي وروڼه

سپوږمۍ خور راته ځلیږي په ګرېوان کې

دا د احساس پر سطح باندي خبرې دي او د دې کاینات پر ماهیت چې موږ غور کوو نو بیا له خدای سره د تعقل پربنیاد باندي د انسان مینه پیدا کیږي. دلته دا خبره داسي نه ده لکه ځیني خلګ چې یې فهموي چې دا خو نو د خدای و انسان و کاینات د یووالي خبره ده لکه د مثلث درې زاویې چې برابري وي، داسي نه ده.

پوښتنه: ځيني خلکو ته ستاسو په کتاب کې فکري ستونزې ورپیښيږي او ځيني بیا د نظر اختلاف ورسره لري. ستاسو په فکر مشکل په څه کې دی؟

ځواب: په اصل کي خبره داسي ده چې زه په مغالطو کي نه یم او زما د شاعري چې کوم مزاج دی، هغه څه انحرافي غوندي خو ضرور دی لکه څنګه چې تاسو وړاندي هم پوښتنه وکړه چې په هغه کې څه د فلسفې څرک هم شته لاکن زما د ژوند د پس منظر په حواله او زما د شخصیت د پس منظر په حواله دا شیان په خپله منځ ته راغلي دي، پر دې باندي خبره شوې ده. ځیني خلک زما د شاعري په حواله مشکلات محسوسوي او یو ځای او بل ځای خبره کیږي خو په تحریري توګه څوک پر دې باندي خبره نه کوي یاني له دې څخه ډډه کوي چي څه پر ولیکي، لاکن زه په خپله فکر نه کوم چې زما په شاعري کي څه مشکل شته. که چيري ځينو خلکو ته مشکل ورپيښيږي نو د هغه سوب دا دی چې زما د شاعري موضوعات يا اسلوب دوی ته نوي ښکاري نو هغه انحرافي رویه چې ده، هغه خلکو ته یو مشکل پېښ کړی دی لاکن کوم خلک چې بیا په پوهیږي یا کوم خلک چې ماته نږدې دي، چې هغه زما د شخصیت او زما د شاعري په پس منظر خبر دي نو هغوی ته څه مسله نشته. په دې اړه اجمل خټک صاحب ماته زما د شاعري په حواله په یوه خط کې لیکلي و چي (ستا شاعري هغه شاعري ده چې په هغه پوري ما خپل فکر وپېژندی، ماخپل ځان وپېژندی، که د ټولنې خلک نه پوهیږي نو په دې باندي خپل زړه مه ماتوه) او بل پروفېسر فیض محمد شهزاد چې کومه خبره ورباندي کړې او درې څلور مضمونونه یې ورباندي لیکلي دي، نو زما په فکر هغه د خلکو مشکل تر ډېره حده آسان کړی دی بلکې هغه خو دې ته یو نوی مکتب فکر وایي او د منطقي انسیت یا affinity logical په حواله يې یو نوی نوم ورکړی دی، یا اوس په نږدې وختو کې چې محمود ایاز پر دې باندي کومه خبره کړې ده نو محمود ایاز هغه ته د  divine comedy (الهي مزاح) په مقابل کي divine tragedy (الهي المیه) ویلې ده، نو زما په فکر داسي خلک چې هغه خپل ځان ته د پوهېدلو وړتیا يا اپروچ ولري نو په پوهیږي. ډېرځوانان هلکان په پوهیږي نو اوس داسي نه چې احمدشاه مخامخ راته ناست دی یا داود اعظمي زما دوست دی نو ډېر نوي ځوانان په هغه پوهیږي خو ځیني خلک بیا زما دا خیال دی چې په شعوري توګه په دې کې په څه حوالو باندي د څه مشکلاتو پېښولو کوښښ کوي خو په دې باندي خبره روانه ده. د (عبدالجليل) وجدي صاحب خبره هم دا وه چې هغه کله زما پر کتاب باندي خبره کوله چې تاسو یې باید څه تشریحات ولیکئ، نو ما ورته وویل، وجدي صاحب! شاعر خوشاعری کوي، تشریحات نه لیکي، دا خو د زمانې دنورو خلکو کار دی چي هغه به پر دې باندي خبره کوي. اوس په دې کې دوې خبرې دي، زما د شاعرۍ په حواله چي زه لږ خبره ورباندي وکړم. اوس داسي موضوعات لکه (زه وخدای و کاینات یو مثلث یو) په هغه کي خلکو ته څه مشکل ورمالومیږي یا زما چې کوم غټ نظم دی (دوه وګړي درې صلیبه) چې په هغه کي د یوېideal  (مثالي) میني دلټون په حواله د درېیو ژوندیو د لټون روداد لیکل شوی دی، نو خلک په دې کې ورک دي. څوک وایي دا اوګان دی، څوک وایي دا تناسخ دی، څوک وایي دا څه شی دی، حال دا چې د هغه په حقیقت باندي څوک د ځان خبرولو کوښښ هم نه کوي. زموږ د سیمي یو مشهوره لیکوال دی، ده یو وخت راته وویل چې ستا خو ډېره ښه شاعري ده او ډېره نوې شاعري ده او دا په پښتو شاعري کي دا،دا،دا ده، ډېر صفتونه یې وکړل. ما ورته وویل، په دې نظم کې څه وایې؟ دوه وګړي درې صلیبه، نو ده راته وویل، یاره! ما نه وویلی ځکه ماته څه د عقیدې مسله پکې معلومېده. نو چې په یوه ټولنه کې صورتحال داسي وي نو هغه نوې خبره کله هم نه قبلوي نو په دې حواله باندي خلکو ته ښايي څه ستونزې وي خو زه دا نه منمه چې زما شاعري دومره ستونزمنه ده چې هغه خپل ابلاغ نه کوي. فرضاً زه وایم (څوک د چا له غمه نه مري دروغ وایي) زما په خیال په دې کي خو هیڅ مشکل نشته. بس دا یو خبره ده چې مشهوره شوه چې مشکله شاعري ده نو ځکه خلکو ته اوس مشکله معلومیږي.

پوښتنه: ستاسو د شاعري په حواله ځيني له عقيدوي سونزو سره هم مخامخ دي. تاسو څه ځواب ورکوﺉ؟

ځواب: په اصل کې خبره داسي ده چې ځیني موضوعات وي چې هغه ځیني وخت خلکو ته څه پوښتنې پیدا کوي خو که څوک تنقیدي نظر ولري نو هغه خلک بیا په دا ستونزه باندي پوهیږي. زما شاعري به خلګو ته ځیني وخت پوښتنې پیدا کوي، فرضاً یو شعر چې ما د خپل کتاب تړون (انتساب) هم ورباندي کړی دی:

تا ته ځکه زما د غم اندازه نه شي

تا د خدای مینه لیدلې نه ده خدایه

نو اوس دا چې (زه و خدای و کاینات یومثلث یو) یا (دوه وګړي درې صلیبه) یا په هغه کتاب کې نور داسي نظمونه شته په کوم کې چي زه له خدای سره په ډېر اخلاص او په ډېر ډاډه زړه خبرې کوم، له دې څخه خلک  دا فهموي چې زما په عقیده کې څه مسله ده. دا داسي نه ده. په اصل کې ستونزه داسي ده چې که ځینو موضوعاتو ته د شاعري د کلیت په تناظر کې وکتل شي نو دا پوښتنې بیا پرځای نه پاته کيږي. ما د خپل کتاب په سریزه کې دا خبره کړې ده چې بې دلیله د خدای د منلو عقیده پر خپل ځان په خپله د صداقت دلیل لري، یا بیرته دغه خبرو ته چې ځیني پوښتنې دي، که هغوی ته تاسو زما د شاعري د کلیت په تناظر کي وګورﺉ نو بیا دا مشکل چې دی هغه خلکو ته نه پېښیږي. خو خبره دا ده چې خلګ پوهیږی، ډېر خلک به پوهیږي، زه په دې مغالطه کې نه یم چې زما په شاعري څوک نه پوهیږي خو زه دا وایم چې ځيني خلک بيا د پوهولو کوښښ هم نه کوي، بلکې زه دا یوه پوښتنه تکرارومه چې زه خپله شاعري اوعقیده له يو بل څخه سره جلا (بېل) ګڼم. زه وایم شاعري ته باید د عقیدو په چوکاټ کې ونه کتل شي. شاعري باید د جمالیاتو او فلسفې په کاڼو وتلل شي، پرځای د دې چي ته شاعري د مذهب په کاڼي تلې. نو بیا که موږ داسي وکړو چې مذهب د فلسفې په کاڼي تلو نو دا به هم جایز نه وي. زه وایم شاعري باید د جمالیاتو او فلسفې په حواله وتلل شي چې د دې جمالیاتي ارزښت څه دی، د وجودیت په حواله یا د اظهاریت په حواله یا دنورو فلسفو په حواله، فرضاً  که زه یوه خبره وکړم، یوسړی پښتون دی خو مسلمان نه دی او شاعري کوي، بیا به د هغه شاعري تاسو په کومه پېمانه تلئ؟ زموږ په شاعري کي ډېر لوی لوی خلک شته چې د عقیدې په حواله زموږ خلک نیوکې ورباندي کوي نو بیا به د هغه شاعري تاسو په کومه حواله تلئ؟ که تاسو په عقیده باندي شاعري تلئ نو بیا به خلکو ته دا اجازت ورکوﺉ چې هغه بيا مذهب د فلسفې په کاڼي وتلي، نو زه خپله د دې شي په حق کي نه یم . زه وایم شاعري، شاعري ده او مذهب وعقیده پر خپل ځای باندي دي. زه چې په خپله شاعري کوم نو خپل آبایي مسلک مخ ته نه ږدم، زما پښتو او پښتنې عنعنات مخ ته نه ږدم، زه شاعري کوم خو د اظهاریت په حواله، زه شاعري د اظهار یوه مجبوري بولم، زه اظهارکوم، ما چې اظهار وکړ، ترهغه وروسته بیا د چا په پېمانه چې هر څه خیژي، دا زما ستونزه نه ده دا د خلکو ستونزه ده.

پوښتنه: د خدای په هکله ستاسو څه تصور دی؟

ځواب: د خدای په هکله زما دا تصور دی چې دوې خبري دي، یو خو هغه خدای دی چي زما عقیده ده او زما د مور و پلار د عقیدې خدای دی، دا زما یو تاریخي مجبوري ده. فرضاً زه مسلمان یم دا زما تاریخي مجبوري ده، زه پښتون یم دا زما تاریخي مجبوري ده، زه راز محمد یم دا زما تاریخي مجبوري ده او په دې کي زما لاس نشته، خو د یو تخلیق کار په حیث او د یو شاعر په حیث زه وایم چې له هغه  قایم بالذات خدای سره خپلي نوي رشتې باید چې په خپله ولټوې، خپل ځان ولټوې، د ژوند چې کوم تناظر دی په هغه کې د انسان د ژوند په تناظر کې زه له خدای سره خپل ذاتي تعلقات چې لرم، که څه هم ځینو خلکو ته به دا خبره ډېره بده څرګنده شي، زه وایم له خدای سره خپل ذاتي تعلق هغه د (اردو ژبي شاعر) جون ایلیا خبره ده چې (ته ما غافل مه ګڼه چې داسي ناست یم، زه تا د خپل فکر پر بنسټ باندي بېرته لټومه خدایه، بیا به زه تا منمه خدایه) په دې حواله باندي زما چې کوم خدای دی، هغه قایم بالذات خدای چې د ټول کاینات خدای دی، زه به داسي ووایم چې هغه زما خپل دریافت کړی خدای دی او له هغه سره زما ډيري نږدې بلکې داسي به ووایم چي له هغه سره زما د میني او زما د ویني ځانګړي رشتې دی. زما خدای زما د ژوند برخه ده او زما د ژوند په ستونزوکې زماسره راګډ خدای دی.

پوښتنه: تاسو د شعر په ژبه د کومي نظريې يا عقیدې خورونه کوﺉ؟

ځواب: د دې خبرې خو باید چې لږ څه وضاحت وشي چې زه د شعر په حواله له کوم نظر سره تړاو لرم خو زما خپل شخصي نظر دا دی چې زه کله شاعري کوم نو زه د شاعري په حواله باندي له مخکې پر خپل ځان کله هم پابندي نه ږدم او نه یې منم. زه ځان ته په دې حواله باندي هیڅ نظریات نه لرم. زه تخلیق کوم او په آزاد زړه سره یې کوم. زه چې کله تخلیق کوم نو زما مخ ته پښتو ټولنه نه وي، زه چې کله تخلیق کوم نو زما مخ ته زما آبایي مسلک نه وي، که په مذهبي حواله باندي خبره کوم یا د دنیا چې نوري کومي فلسفې دي، د وجودیت په حواله یا د اظهاریت په حواله، زما په مخ کې هیڅ شی نه وي، زه یوازي تخلیق کوم، تر تخلیق وروسته چې هغه په کومو چوکاټو کې راځي نو دا بیا زما ستونزه نه وي.

پوښتنه: په ټولنه کي د شاعر یا ليکوال دنده باید څه وي؟

ځواب: زه شاعري له جمالیاتو سره تړلې بولم خو د ټولنې چې کوم مسایل دي، شاعري باید پر هغه باندي هم خبره وکړي.

پوښتنه: ستاسو په اند په نظم او غزل کې کوم یو ډېر د پاملرني او ارزښت وړ دی او کوم یو تاسو ته ګران بریښي؟

ځواب: دلته ځیني خلک داسي شته چې له سره د غزل په حق کې نه دي او یوازي نظمونه لیکي په خاصه توګه د اردو شاعري په حواله او ځیني خو بیا داسي خلک شته چې ګرسره د شاعري په حق کي نه دي، خو زه په خپله داسي وایم، ښایي تاسو زما سره اتفاق ونه کړﺉ، زه وایم د شاعر چې کوم خیال دی هغه خپل ځان ته ژانر يا فورم هم په خپله ټاکي، دا چې هغه د غزل بڼه اختیاره کړي يا د نظم بڼه اختیاره کړي، دا په هغه خیال پوري اړه لري، هغه خیال خپل ځان ته دغه فورم ټاکي.

پوښتنه: په تېر شویو پښتو شاعرانو کې مو کوم یو زړه ته ډېر در تېر دی او په څه خاطر؟

ځواب: د پښتو چې کومه معلومه شاعري ده کوم چاپ شوي دېوانونه چې دي ،که څه هم زه دا دعوه خو نه لرم چې زما په پښتو کلاسیک باندي ډېر ژور نظر دی خو چې کوم معروفه کسان دي په هغوی کې زموږ سره دوه مکاتب فکردي، د تصوف په حواله او کوم چې زموږ عام جمالیاتي یا حماسي شاعري ده په هغه حواله باندي، خو زما چې تر کومه حده مطالعه ده ماته د پښتو په شاعرانو کې چې زیات اپیل چا کړی دی او زما چې زیات خوښ شوی دی، هغه کاظم خان شیدا دی.

پوښتنه: د اوسمهال په شاعرانو کې د چا شعرونه ډېر اغېزناک درته بریښي او په څه سوب؟

ځواب: په دې کې دوې خبرې دي، یو شاعر معروفه ډير وي او یو شاعر چې وي هغه ښه شاعر وي، په دوی کې زه خپله فرق کوم. ځیني وخت ډېر ښه شاعران وي خو معروفه نه وي او ځیني وخت بیا ډېر ښه شاعران نه وي خو ډېر معروفه وي، خو په نوي وخت کې شک نشته، ډېر ښه شاعران شته، ځوانان شاعران را روان دي، ښه ښه لیکوالان را روان دي، ښه ښه ديوانونه یې را روان دي او زه په دې حواله باندي له هغوی څخه ډېر مطمین هم یم، خو ما ته داسي یو شاعر په نظر ډېر نه راځي چې هغه ځان ته یو نوی مکتب فکر ټاکلی وي. په پښتو شاعري کې چې کوم مکاتب فکر دي د هغو تسلسل دی، په دې کې ځیني خلکو بیا څه انفرادیت ځان ته ضرور ګټلی دی.

پوښتنه: په نړیواله کچه له کوم ادیب یا شاعر څخه زيات متاثر یاست او په څه خاطر؟

ځواب: زموږ یوه مسله د ژبو مسله ده چې د ژبو په منځ کې پاته شوي یو، نه مو خپله ژبه هغسي زده کړه او نه مو په پردیو ژبو عبور درلودلی دی، نو تر کومه حده چې زموږ ماته ګوډه انګلیسي زده ده یا د اردو ژباړو په حواله باندي، نو ماته چې په خپله کوم دوه شاعران چې ډېر اهم معلوم شوي دي او ښایي پر ما باندي یې اثر هم شته نو هغه رابندرنات ټېګور او پېبلو نيرودا دي او ورسره د خلیل جبران پر ما اثرات دي.

پوښتنه: د نویو شاعرانو لپاره ستاسو پېغام څه دی؟ ياني دوی څنګه کولای شي چې ښه شاعري وکړي او شعرونه یې پر خلګو اغېز وکړي؟

ځواب: په نوي کهول کې چې ما یو شی لیدلی دی، په تاسف سره دا وایم چې هغوی ډېر زیار نه باسي، چې یوه غزل یې چاپ شوه يا یومضمون یې چاپ شو، نو د ده دا خیال وي چې زه کمال ته رسېدلی یم. ادب یوه مشغله خو نه ده، دا د ژوند یوه ډېره بنیادي وظیفه ده. څوک چې ځان له ادب سره تړي نو په ژوند کې به وخت ورته ځانګړی او وقف کوي، نو دا خلک باید زیار وباسي، ډيري مطالعې وکړي، ډيري مشاهدې وکړي او تر ټولو بنیادي خبره دا ده چې دوی باید د هغو معروفو خلکو تر غېر ضروري اغېز لاندي، چې تر دوی مخکي دي، را نه شي. یو نوي شاعر ته زه دا خبره کوم چې هغه باید خپل حقیقت ولټوي چې هغه په خپله څه دی پرځای د دې چې راز محمد څه ویلي دې یا دروېش صاحب څه ویلي دي یا عبدالباري جهاني څه ویلي دي یا پلاني څه ویلي دي، د هغوی په حواله باید دی خپل حقیقت وپېژني او قدرت چې دی له کومو صلاحیتونو سره پیدا کړی دی هغه خپل صلاحیتونه باید چې رابرسېره کړي.

پوښتنه: د ادب تعریف تاسوڅنګه کوﺉ؟ ادب څه ته وایي؟

ځواب: کله چې یو شاعر یا لیکوال په شعر یا په نثر کې د خپل خیال انځورګري کوي نو دې ته ادب وایم .

پوښتنه: ادب باید د ادب لپاره وپالل شي که ادب د ژوند لپاره؟

ځواب: زه په خپله د دې تقسیم قایل نه یم. په دې باندي ما مخکې هم خبرې کړي دي، په خپلو ځینو مضامینو کې هم او په شاعري کې هم، زه ژوند یو وحدت ګڼم او ادب تر یوه حده د ژوند شارع هم ګڼم، خو بیرته هغه خبره تکراروم چې په بنیادي توګه ادب له جمالیاتو سره تړلی بولم، خوکوم چې ټولنیز مسایل دي، ادب په هغه کې یوه برخه لوبوي او باید چې په هغه کې خپله فریضه ادا هم کړي.

پوښتنه: ستاسو په اند نثر لیکل ډېر ګران کار دی يا که شعر؟

ځواب: که زه چېري د خپل ځان په حواله خبره وکړم، نو زه نثر هم لیکلای شم او شعر هم، خوځینوخلکو ته ښایي دا خبره ګرانه مالومیږي. د شعر اونثر چ میدان عمل له يو بل څخه جلا دی. شاعري عموماً له تخیل سره خپل تعلق ساتي او نثر باید له تحقیق سره زیات تعلق وساتي.

پوښتنه: آیا یو شاعر لیکوال او لیکوال شاعرجوړېدای شي؟

ځواب: زما د اخیال دی چې شاعر څوک جوړېدای نه شي که چيري قدرت شاعر نه وي پیدا کړی خو که شاعر چیري زيار وباسي نو زما په فکر هغه لیکوال جوړېدای شي.

پوښتنه: پښتو ادب ته د نثر زياته اړتیا ده که د شعر؟

ځواب: زما دا خیال دی چې پښتو ادب ته د نثر زیاته اړتیا ده او په نثر کې په خاصه توګه د نفسیات او فلسفې او تحقیق په حواله او په خاصه توګه د معیاري ژباړې زیاته اړتیا ده.

پوښتنه: په پښتو شعر و ادب کې د ګرانو ټکو او سوچه پښتو تورو کارول تاسو څنګه ارزوﺉ؟ شعر باید په آسانه ژبه ولیکل شي يا که په ګرانه او پېچلې ژبه؟

ځواب: نه! شعر خو باید په آسانه پښتو ولیکل شي. هغه د ټي ایس ایلیټ خبره ده چې وایي، ادب باید د ولس په ژبه کې وي، نو ادب که ابلاغ ونه لري د هغه مقصد بیا له منځه ځي. په دې حواله چې د جېمز جوایس کوم تحریر (ناول) دی، یولیسیس، نو د هغه د ابلاغ مسله خلکو ته جوړه ده یا د پیکاسو د تجریدي آرټ په حواله، تاسو یو تصویر ته ګورﺉ ، تاسو ته هیڅ سر او پښې نه مالومیږي چې د دې مطلب څه دی، نو زما دا خیال دی چې ادب باید ابلاغ وکړي ا وپه آسانه تورو یې وکړي، ادب باید د ولسونو په ژبه وي.

پوښتنه: اوس مهال چې کوم کار پر پښتو ادب روان دی آیا د هغه په هکله تاسو ډاډه یاست؟

ځواب: د پښتو چې کوم چوپړ وهل کیږي په دې حواله زه ډېر ډاډه یم، خو د معیار په حواله بيا زه ډېر مایوسه یم. د پښتو ادب چې کله موږ له نړیوال ادب سره تقابلي جایزه اخلو نو د هغه د تخلیق هغه ارزښتناکه معیارنشته.

پوښتنه: د پښتو ادب د پرمختګ  لپاره باید د تخلیق کار پیاوړی کړل شي یا که د تحقیق په برخه کې زیار وایستل شي؟

ځواب: په دې حواله زه باید یوه بله خبره وکړم. زموږ د سیمي په حواله به یوه خبره وکړم، په دې خاوره کې چې موږ استوګنه کوو، اول خو باید چې پښتو زموږ د لیک لوست او ښوونځیو ژبه شي، زموږ د لېسو ژبه شي، ترهغه وروسته به بیا د تخلیق اوتحقیق خبره کوو او یوه ژبه تخلیق او تحقیق دواړو ته اړتیا لري، خو زموږ په ژبه کې تحقیق پر هغو اصولونو برابر نه دی. بلخوا زه دا خبره تکراروم چې د عظیم ادب لپاره ضروري ده چې د عظیم او لوی ادب ژباړي وشي چې خلک له هغه سره بلد شي، له هغه سره پېژندګلوي ولري، هغه ته نړیوال معیار باید چې څرګند شي. یوازي یو غزل لیکل یا یو مضمون لیکل بسنه نه کوي یا نن چې زموږ په ټولنه کې یو خبره روانه ده، تنقید خو هيڅ نشته، نو زه دا وايم چې تنقیدي تخلیق، تحقیق او ژباړې ډېري ضروري دي، بیا به پښتو د یو معیاري ادب منځ ته راځي چې کارونه وشي.

پوښتنه: پښتو ورځپاڼو، مجلو او پښتو خپرونو پښتو ژبې او ادب ته څومره چوپړ وهلی دی او آیا په دې اړه تاسو ډاډه یاست؟

ځواب: زه د دې ټولو ډېر په حق کې یم، ډېري ښه مجلې وځي، که څه هم د هغوی خپلې مسلې شته چې نه خرڅیږي، پښتو کتاب نه خرڅیږي، پښتو مجلې نه خرڅیږي، بیا هم پر خپل ځای باندي زه دا ډېر لوی کار ګڼم. په دې کې بیا په خاصه توګه د ځوانانو ونډه ډېره مهمه ده. نن سبا له کندهار څخه ترکوټې او بیا تر پېښور اوکابل پوري چې کومي ښکلي پښتو مجلې وځي نو دغو پښتو کورکور ته رسولې ده او له دې څخه به په دا نږدې وختونو کې ډېره ښه نتیجه منځ ته راشي. د خپرونو په هکله به دا ووایم چې د افغانستان له (ثور) انقلابه چې دا کومي ستړې رامنځ ته شوي دي او د هغه په نتیجه کې چې بیا د نړيوال حيثيت کومي نشریاتي ادارې دي، که څه هم د هغوی خپل سیاسي ضرورتونه به هم وو خو زما په فکر پښتو ته يې لوی خدمت کړی دی. پښتو ته نوي توري او نوي اصطلاحات راغلي دي او پښتو تقریباً یوه نړيواله ژبه ګرځېدلې ده او په ټوله یورپ کې بیا تر امریکا او نورو ځایونو پوري نوي مجلې او وېبپاڼې رامنځ ته شوي دي او له هغوی څخه موږ ته د پښتو ژبي پرمختګ په نظر راځي.

پوښتنه: پښتو او پښتونولي ته په کوم نظر ګورﺉ؟

ځواب: پښتو زموږ ژبه هم ده او پښتو زموږ د ژوند ضابطه هم ده. زه پښتو او پښتونولي یو له بل سره تړلي ګڼم. زما په خیال په دې کي هیڅ تقسیم نشته.

پ: ادب او قومیت باید څه تړاو ولري؟

ځواب: زه په شعوري او بنیادي توګه ادب کله هم له سیاست سره نه تړم خو دا بيا بېله خبره ده چې د ټولنې په مسایلو کې سیاسي مسایل شامل دي نو که کوم خلک پر هغه خبره کوي زه ښه ورته وایم ځکه چې په ادب کې په خپله د مزاحمتي ادب یو اصطلاح شته او دا ډېره زړه ریښه ده. زموږ له روښانیانو څخه بیا تر خوشحال خان پوري او بیا دلته تر دروېش دراني پوري دا شی لا تر اوسه روان دی او دوام لري او په ځوانانو کې دا شی نن ډېر ښکاري.

پوښتنه: د ادب اوسیاست یو پر بل څه اغېزي وي؟

ځواب: د ټولنې په حواله باندي دا دواړه له يو بل سره تعلق ضرور لري لکه مخکې چې مي خبره وکړه چې په سیاسي مبارزه کې ادب یو رول لري خو زه بيا دا وایم چې ادب باید د سیاست د (مینځي ) کردار ادا نه کړي.

پوښتنه: د افغانستان دا څو کلنې غمیزې ادب ته څه ورکړل او څه یې ورڅخه واخیستل؟ آیا دې غمیزې پښتو ادب ته تاوان رسولی دی که ګټه؟

ځواب: د پښتنو سیاسي تاریخ چې موږ وایو نو زما دا خیال دی چې د ثور تر انقلاب او له هغه وروسته چې د کوم غم او کړاو سره د پښتنو خاوره مخامخ شوې ده، زما په فکر په تاریخ کې د هغه مثال نشته، خو زه داسي وایم چې د نړېدلي افغانستان په حواله باندي د هغه خپل حقیقتونه، خپل غم او درد په خپل ځای، خو له دې سره پښتو ادب ضرور وده کړې ده. هغه خپل یو مزاحمتي ادب ترخلکو رسولی دی، د ادب کوم بنیادونه چې دي هغه په دې کې زیات پراخ شوي دي.

پوښتنه: مینه څه ته وایي او عشق څه ته وایي؟ آیا د دوی دواړو تر منځ څه توپیر شته؟

ځواب: ځیني خلک داسي وي چې ډېر ګران سوالونه په ډېره آسانه توګه له خلکو وپوښتي او په امتحان کې یې واچوي. زه مینه په رزق کې شامله بولم. نو مینه خو د انسانانو په ژوند کې راځي، په خاصه توګه دا د تخلیق کارانو لپاره ډېره لازمي ده. هغه مشهور فرانسیسي لیکوال فلابېرټ وایي چي مینه د تخلیق کارانو لپاره د ډوډۍ او هوا حیثیت لري نو مینه خو پرخپل ځای ډېره ارزښتناکه ده. د مینې چې بیا کوم ارتقایي مراحل دي د هغوی به پای کې بیا عشق راځي. په عشق کې د ذات نفي راځي. عشق که د یو انسان په مینه کې وي هم، د خپل ذات نفي کوي، که د خدای په حواله وي نو هم د انسان د ذات نفي کوي. زما په فکر دغه یې هغه انتهايي اقدام دی.

پوښتنه: حسن او جمال یاښایست څه ته وایي؟ کوم شي یا کوم چاته موږ حسین وجمیل ویلای شو؟

ځواب: ټالسټای یو ځای خبره کړې ده، ماته یې ډېر خوند راکړ، هغه وایي چې ښایسته خلک هغه دي کله چې هغه وخاندي نو څېره یې نوره هم ښایسته شي او دا حقیقت هم دی او زموږ اوستاسو مشاهده هم ده. ځیني وخت یو سړی ډېر ښایسته مالومیږي خو چې وخاندي نو څېره یې بدله شي اوځیني وخت بیا یو سړی ښایسته مالومیږي خو چي وخاندي نو د هغه په ښایست کې نوره هم زیاتونه وشي، نو ښایست خو پر خپل ځای باندي یو خدایي حقیقت دی او هغه خدایي حسن او د هغه پرتو چې دی، هغه ځیني وخت په بعضي انسانانو کې وي، نو په یو انسان کې د هغه حسن او د هغه ښایست پلټنه، زما په فکر یو تخلیقي روح یې زیات پېژندلای شي.

پوښتنه: آیا حسن عشق زیږوي اوکه عشق حسن زېږوي کوم یو زیات پیاوړی دی؟

ځواب: زما په فکر د دوی یو برابر تړون دی، د دې تقسیم نه شي کېدلای. خو زه دا وایم چې مینه له حسن څخه پیدا کیږی له جماله پیدا کیږي او بیا هغه په خپلو ارتقایي مراحلو باندي عشق ته رسیږي.

پوښتنه: په عقل او زړه کې د چا پلوي کوﺉ او کوم یو ډېر غښتلی ګڼئ؟

ځواب: بیرته هغه خبره ده چې زه ژوند یو وحدت بولم، زه دا تقسیم د انسان په وجود کې، یا د ژوند په حواله په خارج کې دا تقسیمونه نه منم. ژوند له مځکې څخه چې یې واخلې تر نور کاینات پوري، دا ټوله یو وحدت دی. په دوی کې دا تقسیم انسانانو د خپلي هوسايني لپاره ایښی دی. لکه څنګه چې خبره ده چې ادب باید د ادب لپاره وي که ادب د ژوند لپاره؟ یا دا چي حسن اهم دی که عشق اهم دی؟ زه وایم، ژوند یو وحدت دی او دا وحدت پر کایناتي سطح باندي هم خپل وجود لري، نو دا شیان چې دي لکه موږ چی وایو اوبه په لښته نه سره جلا کیږی، نو دا شیان پرخپل ځای باندي یو حقیقت دي او یو وحدت تشکیلوي، په دوی کې دعشق خپله برخه ده، دحسن خپله برخه ده، دعقل خپله برخه ده او د زړه بیا خپله برخه ده.

پوښتنه : ستاسو په اند ژوند څه ته وایي او مرګ ته بيا په کوم نظر ګورئ؟

ځواب: د فلسفې په ژبه کې موږ وایو چې کله موږ په زمان کې قیام کوو نو دا ژوند دی Our stay in time is called life. نو دا خو ژوند دی او پاته شو مرګ، نو زه په خپله مرګ د ژوند پای نه ګڼم، (په شاعري کې پر دې باندي ما ډېره خبره هم کړې ده) بلکې زه یې د نویو امکاناتو يوه دروازه بولم، په دې باندي انسان یوې نوي یا یوې ناپېژندل شوي دنیا ته داخلیږي. په همدې خاطر زه دا خبره کوم چې له مرګ څخه ويره نه ده په کار. چې څوک له خوب څخه نه ويريږي نو بايد هغه له مرګه هم و نه ويريږي.

پوښتنه: په ټول ژوند کې مو هغه شېبه را وښایست چې ډېر یې غمجن کړي یاست او تر اوسه مو د زړه پرهر نه دی ټکور شوی؟

 ځواب: په ژوند کې حادثې پر دوو ډولونو وي. یو په خارج کې حادثې وي لکه ستا د وطن، د ملت، د کلي او ښار غمونه او ستړیاوي، نو دا پېښیږي او ته په هغه باندي غمجن کیږې، دا خارجي مسایل دي، په دې سړی غمجن کیږي لکه د افغانستان په ستره غمېزه موږ او تاسو لیکوالان ډېر غمجن کیږو ځکه چې موږ او تاسو حساس خلک یو. دوهم د میني د الفتونو اود عشق په حواله خپل غمونه دي او هغه له سړي سره ټول ژوند ملګري وي اوکه هغه نه وي نو بیا تخلیق کاران په خپله د هغو روزنه کوي. زما په نظر مينه د یو بوټي په مثال ده چې ته به يې روزنه او پالنه کوې اوځیني داسي خلک وي چې د انسان په ژوند کې راشي هغه تا ته داسي معلومیږي چې ځان ته د ژوند یوه بشپړه استعاره وي، د څه حالاتو په نتیجه کې چې هغه خلک ستا له ژوند څخه بیا ووځي، د حالاتو د جبر په نتیجه کې، نو سړی بیا هغه کمي ټول ژوند محسوسوي او د هغه شي بیا په شعر کې خپل اظهارکیږي.

 پوښتنه: په پای کې دا راته ووآياست چې ستاسو د ژوند تر ټولو لوی ارمان څه دی؟

ځواب: زه به دا ووايم چې څه خارجي خبرې وي او څه داخلي خبرې وي. ماته د انسان د شخصیت د بشپړتیا يا تکامل خبره ډېره مهمه ښکاري. زما د خپلي شاعري په حواله باندي هم ځیني خلک پر دې موضوع زما سره خبرې کوي. زه وایم چې په دې کاینات کې چې د انسان کوم مقام جوړیږي باید هغه مقام ته ورسیږي. په دې کاینات کی د انسان د مقام ټاکنه ډېره مهمه ده او انسان چې په خپل ځان کې کوم امکانات لري، د لویښت په حواله، د تکامل په حواله، زه وایم انسان باید هغه مقام ته ضرور ورسیږي، هغه بايد په کاینات کې خپل ځان ته یو ډېر لوړ مقام ولري.

3 COMMENTS

  1. ماشالله ښه اوږده مرکه ده- باور می نه شي چې له ارواښاد راز سره دې بل چا دومره مفصلې خیرې کړي وي

  2. په رښتیا سره هم چی ډیره په زړه پوری مرکه وه اوزما په اند دغه خبری دهرځوان لپاره ګټوری دی او پاته شوه دشعرخبره نو زما په اند په شعر کی باید له بسیطه الفاظو څخه کار واخلو ترڅو زمونږه درانه لوستونکی ورڅخه په اسانۍ سره یو څه لاس ته راوړی زه له خپلو پښتنو وروڼو څخه هیله کوم چی په شعر کی له ساده ګی څخه کارواخلی نه له شوخي ځکه دادوران دژړا دی نه دخندا.

  3. ګرانو دا ډيره خوندوره او پهزړه پورې علمي وينا وه او د ادب د لوستونوک لپاره دسا ډيره لازمۍ ده چي په ورين تندۍ يه ولولۍ ده

    روځ دښاد وي آمين ډاکټر محمد شفيق پښتو ادبي قنديل مسلم باغ سهيلي پښتون خواه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب