ژباړن: اسدالله غضنفر
د عطرو استعمال د یوه تمدن د ظرافت او د هغه د خلکو د ښکلا د ذوق ښووندوی دی. په پخوا وختونو کې چې د عطرو بیه لوړه وه او یوازې شتمنو یې د پیرلو وس درلود، خوشبویي د شتمنو او نېستمنو د توپیر په یوې ذریعې بدله شوه. په دې باره کې معلومات له دلچسپي خالي نه دي چې خلکو به څنګه ځينې بوټي، ځېلې او د ځینو حیواناتو د بدن غړي د خوشبویي د جوړولو لپاره کارول چې د بدبوۍ مخه ونیسي او چاپیریال په زړه پورې کړي.
د عطرو د استعمال په اړه په مصر کې د شاوخوا ۱۵۵۰ میلاد مخکې کال یو مفصل سند موندل شوی دی. د سند مطابق، مصریانو د خوشبویي د تولید لپاره د مختلفو بوټو او ګلونو شیرې ایستلې. دوی له عطرو په د یني او دنیایي دواړو چارو کې استفاده کوله. په لرغوني مصر کې عطرو ته د خلکو د هڅولو په نیت سرکاري حکمونه هم شوي دي. رسمي ادارو به د عام ولس د خوشحالولو په خاطر په جشنونو او اخترونو کې د عود غوندې خوشبویه توکو بندوبست کاوه چې د سړکونو په غاړه ایښودل شویو خټینو یا بلوري لوښو کې ولوګېږي.
د لومړۍ میلادي پېړۍ د نامتو رومي عالم ، لوی پلیني Pliny the Elder په مشهور اثر ، طبیعي تاریخNatural History کې راغلي دي چې پخواني یونانیان له عطرو سره بلد نه وو خو وروسته چې ورسره بلد شول، د خوشبویي په استعمال کې یې افراط وکړ او په همدې وجه یوناني سیاستوال او مقنن ،سولون Solon ،په اتن او سپارت کې د عطرو په خرڅلاو بندیز ولګاوه خو د ده له حکم سره سره د عطرو په کارولو کې کمی رانه غی. یونانیانو نه یوازې د ځانونو د خوشبویه کولو لپاره عطر لګول بلکې ځينې عطرونه یې د د دې لپاره هم استعمالول چې د درنو غوږونو اورېدا بهتره شي.
فرانسیس کینیت Frances Kennett د عطرو تاریخ نومي کتاب کې لیکلي دي چې 🙁 په اسکندریه کې کندر [ یو طبي بوټی دی چې له شیرې څخه یی خوشبویی جوړېږي. ژباړن] خاص ارزښت درلود او هغو دوکانونو به چې کندر پکې پلورل کېدل، څوکیدار لرل چې له غلو وساتل شي. پلیني لیکي چې په اسکندریه کې به مامورینو د عطرو فابریکې څارلې او له کارګرانو څخه به له کارځایونو د راوتلو په وخت تالاشي اخیستل کېدله. کارګران مکلف وو چې د کار په وخت خاص لباس واغوندي(شاید وجه یې دا وه چې د عطرو د جوړولو لپاره راوړل شوي مواد ناولي نه شي.)
رومیانو ته د عطرو عادت له یونانیانو ورپاتې شو. په رومي ټولنه کې په لومړۍ او دویمه میلادي پېړۍ کې عطر وهل خورا عام شول. د لوړې طبقې خلکو هم په ځان او هم جامو باندې عطر لګول. ویل شوي دي چې نروNero ( د لومړۍ پېړۍ رومي امپراطور چې د هغه په زمانه کې روم اور واخیست او ډېره برخه یې وسوځېده. ژباړن) به د ګلابو د پاڼو په بستر باندې خوب کاوه. په رومي روایتونو کې دا هم لولو چې نرو د خپلې مېرمن پوپیا Poppea د خښولو په مراسمو کې د عربستان ټاپووزمې د عطرو د لس کلن تولید هومره عطر مصرف کړل.
په روم امپراطوري کې د عطرو دوکانونه دغسې عام وو لکه په اوسني انګلستان کې چې کافیانې عامې دي.
په لرغوني هند کې د مرطوبې هوا په وجه د عطرو استعمال ډېر و. عطر به چې له بوټو او ګلونو جوړېدل، اشرافو استعمالول. په هند کې چې ګلونه زیات وو، خلکو د ګلونو امېلونه جوړول او په غاړو کې یې اچول. دا دود هم و چې په مېلمه به یې له رارسېدو سره سم، د ګلابو اوبه وپاشلې. د مېلمنو په جامو باندې د عطرو وهل، د هغوی د عزت کولو یوه نخښه وه.
په ایران کې عطر له ګلابو جوړېدل. د دې لپاره چې ګلاب کم نه شي ، د لرستان سیمه د دې ګلبوټي کر ته بېله شوې وه. د شیراز د ګلابو عطر مشهور و.
په عباسي دوران کې په بغداد کې د عطرو پنځوس پلورنځي وو چې په عربي نړۍ کې د خوشبویي د محبوبیت اندازه ورنه لګېږي. عربو نه یوازې د عطر جوړونې صنعت ته انکشاف ورکړ، بلکې د خوشبویي په اجتماعي او کلتوري اړخونو یې یو شمېر کتابونه هم ولیکل. په یولسمه او دولسمه میلادي پیړۍ کې صلیبیانو د منځني ختیځ د عطرو صنعت اروپا ته ورسره یووړ. څرنګه چې د منځنیو پیړیو په اروپا کې خلکو ځان وینځلو ته توجه نه کوله، نو د بدنونو بدبویي زیاته وه او دې شي دعطرو د صنعت له غوړېدا سره مرسته وکړه. اروپایانو به نه یوازې په ځانونو باندې بلکې په خپلو جامو، چپنو، دستکشو او پسولونو باندې هم عطر وهل. د څورلسم لویي په زمانه کې د وېښتو لپاره خوشبویه پوډر دود شول.
په تېرو زمانو کې په تېره بیا په اروپا کې د ډوډۍ د خوشبویه کولو او له خوسا کېدا څخه د ساتلو لپاره مسالې استعمالېدلې. فرانسیس کینیت لیکي : ( د دارچیني غوندې مسالې چې راپیدا شوې، په پخلي باندې یې د ښځو تر سینګار زیات اثر وکړ.)
په هند کې د مغولو په زمانه کې او نورو وختونو کې واکمنو خوشبویه خواړه ډېر خوښول. ځینې اشپزان د مسالې په استعمال کې خورا ماهر وو. دوی به دېګ ته مساله په داسې طریقه اچوله چې ډوډۍ به ورسره زیاته خوندوره او ډېره به وخوړل شوه.
د ښځو په اړه باید ووایو چې له ابتدا څخه لا د عطرو له استعمالولو منع شوې وې. سقراط د دغه بندیز په توجیه کې وایي: ( دوی پخپله خوشبویه دي، بلې خوشبویي ته یی حاجت نشته.) پلیني په خپل کتاب کې لیکي : ( د عطرو په تعریف کې تر ټولو غټه خبره دا ده چې کله یوه ښځه تېرېږي او د استعمال کړیو عطرو وږمه یې خپرېږي، نو که د چا پام هرې خوا ته وي، دې خوا ته را اوړي.)
په عبري ټولنه کې د ښځو عطر لګول غندل شوي دي او نبیانو یې دغه کار د ( کنچنیانو عادت) بللی دی. خو له دغسې غندنو سره سره ښځو له عطر وهلو ډډه ونه وکړه. په انګلستان کې هم د پیورټنو ( په انګلستان کې په شپاړلسمه او اوولسمه پیړۍ کې د افراطي مسیحیانو یوه ډله، ژباړن ) په دوران کې ښځې د عطرو له استعماله منع شوې وې. د پیورټنو په نظر که ښځې عطر ووهي، نارینه به ګناه کولو او د ښځو تېرایستلو ته وهڅېږي. ځينې مسلمان علما هم دې ته ورته نظر لري او ښځو ته وایي چې په بازار او نورو عمومي ځایونو کې عطر مه استعمالوئ.
خو له دغسې مخالفتونو سره سره په لویدیځ کې د نارینه وو تر عطرو د ښځو د عطرو ډولونه زیات پیدا کېږي.