دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د اسدالله غضنفر داستاني اثر | منصور لېوال

د اسدالله غضنفر داستاني اثر | منصور لېوال

استاد اسدالله غضنفر د پښتو ژبې له مشهورو او نوموتو ليکوالو څخه یو دی. شاید ډېر کم کسان وي چې د استاد د نثر له خوږو څخه خوند وانخلي.
غضنفر صاحب د ښکلي ساده او روان سبک له امله ګڼ شمېر لوستونکي لري.
استاد د عالي او او خوندورو مقالو تر څنګ د داستان په برخه کې هم قلم چلولی دی او د لنډو کیسو دوه ټولګې یې چاپ دي.
په دې ټولګه (د یو تېر اور اېرې) کې نهه کیسې (درنه ونه، د یو تېر اور اېرې، ورتګ، پایڅوړ، خودکشي، یو بل وخت یو بل ځای، غوښه، قلمداد، سپینه پېشو) راغلې دي.
دا کیسې غضنفر صاحب په دیارلس سوه څو اویایمو کلونو کې لیکلې دي.
په دې ټولګه کې راغلې ټولې کیسې عالي او په زړه پورې دي. په زړه پورې ځکه دي چې نثر یې عالي او کیسې یې یو څه اوږدې دي. لوستونکی څو شېبې بوخت ساتي او له ځان سره یې بلې دنیا ته وړي.
انګرېز لیکوال ه. ج ویلز د لنډې کیسه په اړه وایي:
“لنډه کیسه یو حکایت دی چې خیال او حقیقت سره نغاړي او شاید له پنځلسو تر پنځه څلوېښتو دقیقو پورې ولوستل شي؛ تلوسه او خوند ولري. دا مهمه نه ده چې برسېرنه وي که ژوره، د انسان په باب وي او که د نا انسان.
داسې نظریات پکې نغښتل شوي وي چې له لوستو وروسته لوستونکی پرې ډېر سوچ وکړي او یا دا نظریات او افکار دومره برسېرن وي چې له لوستو لږ وروسته یې هېر شي.
مهمه داده چې لوستونکی د دغه یو پاو او پنځوسو دقیقو تر منځ داسې جذب کړي چې رضایت یې حاصل شي”
زما په اند استاد غضنفر هم د ویلز خبرې ته وفادار دی. د استاد کیسې هم لوستونکی داسې جذبوي چې په پای کې یې رضایت هم حاصلېږي.
په دې وروستیو کې په پښتو ژبه کې یو ډول کیسې دود شوې دي، البته په نوره نړۍ کې لا پخوا دود وې چې تقریباً یو یا یو نېم مخ وي. د همدې فلش فېکشن کیسو لیکوالان دا دلیل رواړي چې: په اوسني عصر کې خلک بوخت دي او دومره وخت نه لري چې یو یا دوه ساعته کیسه لوستلو ته ورکړي؛ نو ځکه لوستونکي تر اوږدو کیسو لنډې کیسې ډېرې خوښوي.
د دوی دلیل پر خپل ځای، خو شخصاً زه تر لنډو کیسو اوږدو کیسو ته لومړیتوب ورکوم.
د فلش فېکشن د کیسو یو عیب دا دی چې په هغوی کې د لیکوال لاس تنګ وي. نه خو لوستونکي ته کرکټر په پوره توګه ورپېژندلی شي او نه د پېښو او ځایونو مشرح او تفصیلي بیان کولی شي. په داسې حال کې لوستونکی د کیسې له لوستو وروسته یو ګونګ او مبهم حالت ته ځي.
برعکس په اوږدو کیسو کې بیا د لیکوال لاس ازاد وي، هم د پېښو مشرح او تفصیلي بیان ته وخت لري او هم کرکټرونه لوستونکو ته ښه ورپېژندلای شي.
پاتې شوه د وخت د کمښت خبره! زما په اند که څوک غواړي چې د ښه هنر او هنري اثر له لوستلو څخه برخمن شي، نو باید هغه ته وخت هم ورکړي.
دا ماته هماغه کیسه ښکاري چې وایي: (ملا صاحب زوی مې ژر، ژر را ملا کړه زموږ کډې بارېږي.) دا چې موږ هم د ښه او اوچت اثر د لوستلو ارزو لرو او له بلې خوا یو یا دوه ساعته وخت نه شو ورکولی، نو ګمان مې نه شي چې دا وړۍ دې شړۍ شي.
د اوسني عصر لوستونکي چې دوه ساعته وخت نه شي پیدا کولی، نو د الکساندر دوما، رومن رولان، توماس مان، تولستوی، ویکتور هوګو… او نورو لیکوالانو دا ستر، ستر شهکارونه به څوک لولي؟ او څه فایده چې لیکلي یې دي؟
لوړ هنر پنځول او لوستل وخت او خواري غواړي.
ویل کېږي چې تولستوی خپل ستر ناول “جګړه او سوله” اووه ځله پاکنویس کړی دی. دغه ناول څلور لکه، شپېته زره کلمې لري. د همېنګوې په اړه مې لوستي و چې د خپل مشهور ناولګوټي(بوډا او سيند) وروستی مخ یې دوه سوه ځله له سره ټایپ کړی وو.
یو لیکوال چې د یو اثر په پنځولو کې دومره دقت کوي، زحمت باسي، وخت ورکوي او موږ یې بیا په کمه موده کې د لوستلو ارزو لرو، زما په اند له لیکوال او د هغه له اثر دواړو سره بې انصافي ده!
د استاد غضنفر کیسې دومره اوږدې هم نه دي، لکه د بهرنیو لیکوالو، خو بیا هم د پښتو تر اوسنیو ځینو لیکوالو یې کیسې اوږدې دي.
زه چې د استاد دې کیسو ته ګورم، نو په زړه کې راتېره شي چې کاشکې غضنفر صاحب د مقالو پر ځای په داستان لیکنه ډېر تمرکز کړی وای. داستان د مقالو پر نسبت اوږد عمر کوي، دا ځکه چې په ادبیاتو کې ډېر کله تخلیق تر تحقیق مخکې او اصل دی. ډېر ستر، ستر محقیقین له یاده وځي، خو ادبي پنځګران تلپاتې وي.
په هر حال د استاد د لنډو کیسو په دې ټولګه کې راغلې کیسې خورا عالي او جالبې دي. زما یې (درنه ونه، خودکشي، قلمداد، سپېنه پېشو) کیسې ډېرې خوښې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب