جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

          څلرویشتمه برخه

پر تصوف او مذهبي مسایلو باندي د هندو مذهب مستقیمي اغېزې

   د مانو قوانین:

د مانو قوانین د هند د ټولني تقریباً هر اړخ په برکي نیسي او ښايی د قوانینو په برخه کي د نړۍ تر ټولو مفصل کتاب وي. موږ یې له نورو اړخونو سره اړه نه لرو او یوازي هغه مسایل به را اخلو چي زموږ د تصوف له مسلې سره اړه لري. په دې برخه کي به د شیخ او مرید، ریاضت او ګدايی پرموضوعاتو باندي، چي د اسلام په مذهب کي هیڅ ډول اساس او سابقه نه لري، وږغېږو. د مسلمانانو د پیرۍ او مریدۍ په سسټم کي مریدان معمولاً ګدايی کولو ته هڅول کیږي مګر د ګدايی کولو لپاره کوم خاص قوانین او مقررات نه لري خو د هندوانو د مانو قوانین نومي کتاب کي ګدايی خاص مقررات لري.

د مانو قوانین د دوهم فصل پنځوسمه ۵۰ ماده وايي چي شاګرد باید لومړۍ ګدايي د خپلي مور یا خور څخه، یا خاله او یا له کوم بل خپلوان څخه ، چي د خیرات په نه ورکولو سره د ده سپکاوی نه کوي، پیل کړي.

۵۱ مه ماده: کله چي یې له څو تنو څخه کافي خیرات را ټول کړ نو باید چي هغه خپل استاد ته په صادقانه توګه وښيي. کله چي شاګر خوراک پیل کوي نو باید چي مخ یې د ختیځ خواته وي او له خوړلو څخه مخکي د اوبو یوغوړپ وکړي او په دې توګه ځان پاک کړي.

 ۱۷۴ یمه ماده: یو شاګرد چي د شاګردۍ له پیلولو سره د پوست هر ډول جامې اغوندي، هر ډول مقدس تار چي تر لاس تړي، هر ډول کمربند چي تړي، د لاس لرګی چي ورسره اخلي او یا هر ډول لاندنی لباس چي ورته توصیه کیږي هماغه شیان باید د درس د پای ته رسولو په وخت کي واغوندي او ورسره ولري.

۱۷۵ یمه ماده: مګر که یو شاګرد له استاد سره اوسیږي نو باید چي د خپل روحي قوت د غښتلي کولو لپاره د خپل وجود ټول غړي په کنټرول کي وساتي.

۱۷۷ یمه ماده: شاګرد باید له شاتو، غوښو، عطرونو، د ګلونو د امېلونو له په غاړه کولو، له هغو شیانو څخه چي خوړو ته مزه ورکوي، له ښځو، سُرکه باب څخه پرهېز وکړي او هیڅ ژوندي شی ته آزار ونه رسوي.

۱۷۹ یمه ماده: باید له قمار، خوشي بحثونو، غیبت او دروغو  څخه ځان وساتي. نه ښځو ته وګوري او نه لاس وروړي او چا ته آزار ونه رسوي.

۱۸۲ یمه ماده: هره ورځ باید له اوبو ډک لوښی، ګلونه، د غواخوشایی، خاوري او د کوسا Kusa واښه، په هغه اند ازه چي استاد یې غواړي، ورته راوړي او هره ورځ باید د خوړو لپاره ګدايي وکړي.

۱۸۳ یمه ماده: شاګرد، چي په اخلاص او پاکي یې شاګردي منلې وي، باید چي هره ورځ د هغو کسانو له کورونو څخه، د ګدايي، خواړه استاد ته راوړي چي جاهل او له ویدا څخه بېخبره نه وي. د قربانۍ پر ورکولو باندي ټینګ وي او د مشروع کسبونو په تعقیبولو مشهور وي.

۱۸۴ یمه ماده: باید چي د خپل استاد له خپلوانو او د خپلو مورنیو خپلوانو څخه ګدایی ونه کړي مګر که په هغه علاقه کي د پردیو خلکو کورونه نه وي نو بیا دي د خپلوانو څخه ګدايی وکړي.

۱۸۵ یمه ماده: که چیري په هغه علاقه کي هیڅ پرهېزګار څوک نه ول چي ګدايی ورڅخه وکړي نو بیا دي په کلي کي  له نورو کورونو څخه ګدايی وکړي او د ګدايی په وخت کي باید چي پاک او خاموش وي خو په هیڅ توګه دي د قاتل له کوره څخه ګدايی نه کوي.

۱۸۷ یمه ماده: که کوم شاګرد، د ناروغۍ له عذر څخه پرته، اووه پرله پسې ورځي، له ګدايی کولو او مقدس اورته د تېلو راوړلو څخه انکار کوي نو هغه باید چي، د خپل دغه عمل له کبله، د پیمان څخه د سرغړولو، د توبې ایستلو مراسم پر ځای کړي.

۱۸۸یمه ماده: د شاګردی د تعهد د پرځای کولو په جریان کي، لازمه ده چي شاګرد په خیرات ګوزاره وکړي مګر شاګرد باید یوازي له یوه شخص څخه ګدايي ونه کړي. د یوه شاګرد لپاره د ګدايی په ډوډۍ ژوند کول د روژې نیولو سره برابر ثواب لري.

۱۹۱یمه ماده: که شاګرد ته استاد امر کړی وي که یې نه وي کړی باید چي هر وخت ویدا مطالعه کړي او سهار ترماښامه د استاد په خدمت کي وي.

۲۰۰ ومه ماده: که یو وخت څوک، یا په ریشتیا یا په دروغو، د ده د استاد بد وايي نو دی باید چي پر غوږونو باندي لاسونه ونیسي او یا له هغه ځایه لیري بل ځای ته ولاړ سي.

۲۰۱ ومه ماده: که څوک پر خپل استاد باندي، په حقه، بد وايی نو هغه به په بل ځل زېږېدلو کي خر وي او که په دروغو یې غندي نو په بل ځل زېږېدلو کي به سپی وي. که د استاد په ډوډۍ ژوند کوي نو په بل ځل زېږېدلو کي به چینجی سي او که د استاد له ښو خویونو او شخصیت سره حسد وکړي نو هغه به یوه لویه حشره سي.

۲۱۰ مه ماده: د خپل استاد د مېرمنو، که چیري د هغه په خپله طبقه پوري اړه ولري، باید چي د خپل استاد په څېر درناوی وکړي او که چیري د استاد له خپلي طبقې څخه کښته وي نو باید چي ورته ولاړ سي او سلام ورته وکړي.

۲۱۲ مه ماده: هغه شاګرد چي شل کلن سوی وي او په ښو او بدو پوهېدلی وي هغه باید د خپل استاد د ځواني مېرمني سلام په داسی توګه ونه کړي چي د هغې پښې ونیسي.

۲۱۳ مه ماده: دا، په دې دنیا کي، د ښځو فطرت دی چي نارینه تحریکوي او ځانونو ته یې راکشوي. نو هوښیار کسان چي د ښځو سره ملګري وي تل خپلو ځانونو ته متوجه وي او ځانونه له ښځو څخه ژغوري.

۲۱۵ مه ماده: څوک باید له خپلي مور، خور او خپلي لور سره په یوه ګوښه ځای کي یوازي کښې نه ني ځکه چي شهوت په اعتبار نه دی او حتي پر استادانو او عالمانو باندي هم غلبه کوي.

۲۱۶ مه ماده: یو شاګرد، که وغواړي، کولای سي چي د استاد د یوې ځواني ښځي مخي ته پر مځکه ولویږي او ورته ووایی چي اې آغلي مېرمني زه ستا پرستش کوم.

ریاضت او ګدايي:

ریاضت او ګدايي، چي صوفیانو ورته مخه کړې ده، په اسلام کي نسته او، له عذر او معیوبیته پرته، ګدايی خو په اسلام کي بده بلله سوې ده. هغو شیخانو او قلندرانو چي وړیا ډوډۍ یې انتخاب کړې ده نو خپلي بې غیرتی ته یې شرعی جامه ورکړې او یو حدیث یې هم جعل کړی دی چي ګویا حضرت رسول ص ویلي دي چي « الفقرُ فخری» فقر زما فخر دی. دا حدیث د قرآن شریف له ۹۳ سورة «الضحی» سره، چي له هجرت څخه مخکي، په مکه معظمه کي نازل سوی دی،  مخامخ په تضاد کي دی چي حضرت رسول ص ته په خطاب کي وايی چي ته مو یتیم پیدا کړې او پناه مو درکړه او ته مو نېستمن پیدا کړې او غني مو کړې. ګواکي حضرت رسول ص هیڅ وخت نېستمن او غریب نه وو چي هغه دي په خپله غریبی فخر وکړي.

ویل کیږي چي ابوبکرشبلي یو وخت د دماوند حاکم وو. خلیفه ورباندي په قهر سو او هغه یې برطرفه کړ. شبلي څه وخت وروسته غوښتل چي د جنید بغدادي مرید سي. جنید، د شبلي د نفس او غرور د وژلو په منظور، هغه ته وظیفه ورکړه چي په ښارکي ګدايی وکړي. شبلي وايی کرۍ ورځ به مي ګدايی وکړه او جنید به هغه د خپلو دروېشانو مخي ته کښېښوده او زه به وږی ویده سوم. بالآخره یې راته وویل چي اوس نو په هغه صورت کي تاته په مجلس کي د شاملېدلو اجازه درکوم چي ته به زما د اصحابو خدمت کوې. یو کال مي خدمت وکړ او یو کال وروسته جنید را څخه وپوښتل چي د ځان په باره کي څه فکر کوې؟ ما ورته وویل چي خپل ځان تر ټولو انسانانو خوار او کم احساسوم. وروسته نو جنید ورته وویل چي اوس دي ایمان سم سو. تذکرة الاولیاء جلد دوم ص ۱۳۷

هیڅ لیکلی سند وجود نه لري چي د حضرت رسول ص او یا صحابه وو پر ریاضت باندي شاهدي ورکړي بلکه دا عمل مستقیماً د هندو مذهب اغېزه ده. صوفیان، که ریاضت کوي او که یې نه کوي خو د ریاضت او عبادت په باره کي دونه مبالغه کوي چي اصلاً د منلو نه وي. مثلاً د ابوحنیفه نعمان بن ثابت په باره کي، چي هغه پخپله هیڅ وخت صوفي نه وو او هیڅکله یې نه ریاضت کړی او نه یې د ریاضت توصیه کړې ده، وايی چي هغه دېرش کاله پرله پسې خوب ونه کړ او ټول عمر به په نفلونو او عبادت لګیاوو. په زړه پوري خبره خو دا ده چي وايي ابوحنیفه نفلونه او ریاضت د نورو خلکو په خوله کول. وايي چي یوه ورځ یوې ښځي بلي ښځي ته ویل چي دا سړی هره شپه ۵۰۰ رکعته لمونځ کوي. ابوحنیفه وايي نیت مي وکړ چي وروسته له هغه به ۵۰۰ رکعته لمونځ کوم. په کوڅه کي تېرېدلم ماشومانو یوه بل ته ویل چي دا سړی هره شپه ۱۰۰۰ رکعته لمونځ کوي وروسته له هغه مي هره شپه  ۱۰۰۰ رکعته لمونځ کاوه. ( که امام صاحب په دقیقه کي یو رکعت نفل کړي وي، چي چنداني ممکنه هم نه ده، نو ده باید هره شپه ۱۶ ساعته نفل کړي وي. په داسي حال کي چي شپه، په هیڅ توګه، له اتو ساعتونو څخه زیاتېدلای نه سي. تذکرة الاولیاء او د صوفیانو نور کتابونه ټول له دغه راز دروغو څخه ډک دي. جهاني) یوه ورځ د امام ابوحنیفه شاګرد هغه ته وویل چي خلک وايي امام د شپې هیڅ نه ویدیږي. امام وايي نیت مي وکړ چي هیڅ وخت به د شپې نه ویدېږم. او له هغه وروسته مي ۳۰ کاله د ماخستن په اوداسه د سهار لمونځ وکړ. تذکرةالاولیاء جلد اول ص ۱۸۸

شیخ شاه شجاع کرماني څلوېښت کاله ویده نه سو. څلوېښت کاله وروسته چي یوه شپه ویده سو حق تعالی یې په خوب ولیدی. ده وویل چي یا خالقه ما ستا د لیدو لپاره شپې سپیني کړې چي په ویښه دي ووینم او ته مي دا دی په خوب کي ولیدې. خدای تعالی ورته وویل چي اې شاه! دا ستا د څلوېښتو کالو ویښو شپو برکت دی چي دلته دي په خوب کي ولیدم. که دي په هغو شپو کي خوب کړی وای دلته به دي نه  وای لیدلی. کشف المحجوب، ص ۱۷۴

شیخ ابوالحسن مغربي وايي یو ځل مي ۸۰ ورځي هیڅ شی نه وه خوړلي او په زړه کي مي را وګرځېدل چي له دې ریاضت څخه به ګوندي یو څه انعام ترلاسه کړم. نا څاپه مي یوه ښکلې ښځه ولیده چي له یوه غار څخه راووتله. دونه ښکلې وه لکه مخ چی یې د لمر له نوره جوړ سوی وي. هغې ویل داسي منحوس به هم وي چي اتیا ورځي یې لوږه تېره کړې وي او پر خدای باندي به ناز کوي. ما دا شپږ میاشتي هیڅ شی نه دي خوړلي. نفحات الانس ص ۵۶۷

شیخان او پیران د طاعت او بنده ګی او ریاضت په برخه کي له هیڅ ډول دروغ ویلو څخه مخ نه اړوي. او دا یې هم په نظر کي نه وی نیولې چي دا دروغ  به خلکو ته د منلو وي او کنه. له بده مرغه چي یوازي عوام او بېسواده خلک نه بلکه خواص او با سواده خلک هم دا کیسې جدي نیسي او د صوفیانو په کتابونو استنادونه کوي. وايی چي د شیخ جنید بغدادي ماما او پیر سِری سقطي د بغداد په بازار کي دوکان درلودی مګر هیڅ شی یې نه پکښي خرڅاوه. په دوکان کي یې پرده ځړولې وه او د پردې شاته به یې د ورځي ۱۲۰۰۰ رکعته لمونځ کاوه. اسرارالتوحید ص ۲۵۱

که دغه شیخ په شپه او ورځ کي بل هیڅ کار نه وي کړی. حتی فرض لمونځ اودس یې هم نه وي کړي او ډوډۍ یې هم نه وي خوړلې، نو په ۲۴ ساعته کي یې باید په هره دقیقه کي ۸ رکعته نفل لمونځ کړی وي؛ او دا کار په هر صورت غیرممکن دی. د شیخانو د طاعت او ریاضت کیسې ټولي له دغه راز دروغو او ناممکناتو څخه ډکي دي.

د شیخانو د عبادت او ذکر په باره کي داسي کیسې راغلي دي چي د شریعت له احکامو سره سر نه خوري. نه خدای دهغه ډول عبادت غوښتنه کړې وي او نه حضرت رسول ص ویلي وي مثلاً: د شیخ ابوبکر شبلي د عباداتو او ریاضتونو په برخه کي دونه مبالغه سوې ده چي هیڅ عقل ته د منلو نه دي. وايی په لومړیو کلونو کي یې، د خوب د تښتولو لپاره، په سترګو کي مالګه اچوله او یو وخت معلومه سوه چي په دې توګه یې اووه منه مالګه  په سترګو کي اچولې وه. دی وايی حق تعالی ماته احوال راکړ چي هرڅوک چي ویده سي هغه به غافل وي او غافل زما دیدار نه سي کولای. تذکرةالاولیاء، جلد دوم ص ۱۳۹

او کله چي به شیخ شبلي خلوت ته روانېدی؛ نو هلته به یې یو غېږ لرګي له ځان سره یوړل. کله چي به یې غفلت احساس کړ نو ځان به یې په هغو لرګیو واهه. داسي وخت به راغی چي ټول لرګي به یې پر ځان مات کړل او بیا به یې نو ځان له دېوال سره جنګاوه. هغه کتاب هغه مخ

د شیخ ابوسعید ابوالخیر پلار نکل کوي چي د ده زوی به هره شپه د ماخستن له لمانځه څخه وروسته له کوره بهر ووت او د سهار د آذان پروخت به بیرته کورته راغی. ده یوه شپه خپل زوی تعقیب کړ او ویې لیدل چي شیخ ابوسعید یوه رباط ته ننووت او په هغه رباط کي یې له څاه څخه ځان په پښو وځړاوه او تر سهاره پوري یې قرآن ختم کړ او ده پخپله غوږ ورته نیولی وو چي زوی یې ټول قرآن له سره ترپایه ختم کړ. اسرارالتوحید ص ص ۳۰-۳۱

لومړی خو دا چنداني ممکنه نه ده چي یو سړی دي په پښو ځړیږي او تر سهاره پوري دي ټول قرآن شریف ختم کړي او دا هم یوه شپه نه بلکه هره شپه. دوهم دا چي په پښو ځان ځړول، چي صوفیان یې صلواة معکوس بولي، نه په اسلام کي سته او نه روا کار دی. په پښو ځان ځړول او ذکر کول مستقیماً له هندو مذهب څخه راغلی دی او ابوریحان البیروني یې په خپل کتاب کي د هندوانو د یوه مذهبي متن په حواله، چي له میلاد څخه مخکي لیکل سوی دی، یادونه کړې ده. البیروني لیکي چي د راما پاچا په وخت کي د کنډالا په نوم یو زاهد وو چي ټول وخت یې په ذکر او عبادت تېراوه. یوه ورځ پاچا ورپسي ورغی او ویې لیدل چي کنډالا د ګنګا د سیند پر غاړه په یوه کوهي کي ځان په پښو ځړولی او ذکر کوي. پاچا هغه په غشي وویشت او ویې واژه. راما پاچا وویل ته مي د هغه ښه عمل له کبله مړ کړې چي تا یې د کولو اجازه نه درلوده. Ablberuni’s India Vol2 P 137

د دې معنا دا ده چي دغه ډول ریاضت په هندو مذهب کي هم جایز نه وو. خو مسلمانو صوفیانو، چي معلومه نه ده پخپله یې صلواة معکوس کاوه او کنه، په خلکو کي تبلیغاوه او دا یې د ریاضت او په عبادت کي د ځان شکنجه کولو یو شکل باله. که څه هم چي د ریاضت، ګدايي او پیری او مریدی په باب د هندوانو په نورو کتابونو کي هم تفصیل ورکړه سوی دی. لکه څرنګه چي په اسلامي تصوف کي له ریاضت، ذکر او عبادت څخه مطلب بالآخره له خالق تعالی سره د بنده وصال او یوځای کېدل او په پای کي د خالق په ذات کي ورکېدل او محو کېدل دي؛ دغه راز په هندو متونو کي هم له عبادت او د ویدا له زده کړي او په هغه له عمل کولو څخه مطلب له برهمن سره وصال دی.

د مانو قوانین د دوولسم فصل په ۱۰۲مه ماده کي راغلي دي: « انسان چي په هر حالت او هر ځای کي ژوند کوي؛ خو هغه کسان چي د ویدي علومو په معنا پوهیږي حتی که پر دې دنیا اوسیږي هم له برهمن سره د یوځای کېدلو لپاره مساعد دی» Laws of The Manu P 507

کله چي د مانو قوانین په کتاب کي د ریاضت او ګدايي په باره کي د هندو مذهب عقاید ګورو نو په زغرده ویلای سو چي د ریاضت او ګدايي مولو اعمالو ، که پر اسلام باندي مستقیمه اغېزه نه وي کړې، لږترلږه له اسلام څخه ډېر پخوا په هندو مذهب کي وجود درلود. خو څرنګه چي هندوستان، د اقلیم په لحاظ، ګرم ملک وو او هندو مرتاضانو کولای سوای چي، له خلکو څخه ګوښه، په ځنګلونو کي ژوند او ریاضت وکړی خو په اسلامي هیوادونو کي نه ګڼ ځنګلونه موجود ول او نه یې اقلیمونه دغه ډول ریاضت ته مساعد ول نو صوفیانو به خپل ریاضتونه په خلوتونو او خانقاهو کي کول او د ورځي به یې، د هندو سادوګانو په څېر، په ښارونو کي ګدايی کوله. البته اسلامي تصوف د ریاضت په برخه کي خاص قوانین او مقررات نه لري خو په هندو مذهب کي د ریاضت لپاره خاص او منظم مقررات موجود دي. د مانو قوانین د شپږم فصل دوهمه ماده د ریاضت په باب وايي:

« کله چي د کور مشر پر خپل پوستکي باندي ګونجي وګوري او زامن او لمسیان وویني نو په کار ده چي  نور نو ځنګله ته ولاړ سي»

دریمه ماده: « د ټولو هغو شیانو له خوړلو څخه چي کرل کیږي باید لاس واخلي او خپل ټول کالي باید په کور کي پریږدي او ځنګله ته روان سي. کولای سي چي خپله مېرمن پر زامنو باندي وسپاري او یا یې له ځان سره په ځنګله کي ملګرې کړي»

شپږمه ماده: « پوستکی یا زړې او څیرلي جامې دي واغوندي. په ورځ کي دی یو ځل یا سهار یا ماښام لمبیږي. وېښتان دي پر سر غوټه کړي. د وجود وېښتان او ږیره او نوکونه دي نه اصلاح کوي»

اتمه ماده: «هر وخت باید د ویدا په ذکر لګیا وي. پر سختیو باندي صابر وي. له هرچا سره دوست وي. په لاس کي باید خلاص وي؛ نه دا چي هر وخت له خلکو څخه د تحفو اخیستلو په امید وي. پر ټولو ژوندیو موجوداتو باندي باید مهربان وي.

شپاړسمه ماده: « په کرونده کي شنه سوي شیان باید ونه خوري؛ که څه هم چي چا غورځولي وي. هر څومره چي وږی سي باید د هغو ریښو او میوو له خوړلو څخه ډډه وکړي چي په کلي کي زرغونه سوي او لاسته راغلي وي»

شلمه ماده: « یا کولای سي چي له قمري توبې ( کنډرایانا Kandrayana چي هر ورځ د خپل خوراک اندازه کموي) سره سم ژوند وکړي. کولای سي چي د میاشتي په لومړۍ نیمايی کي د خوړو اندازه زیاته کړي او د میاشتي په دوهمه نیمايی کي یې کمه کړي او یا هري پنځه لس ورځي وروسته په ورځ کي یو ځل ایشولي باغلي وخوري»

دیرویشتمه ماده: « په اوړي کي دي لمر ته ګرځي. په باراني موسم کي دي په آزاده هوا کي ژوند کوي او په ژمي کي دي لمدې جامې اغوندي او په دې توګه دي د ریاضت زحمتونه ورځ په ورځ زیاتوي»

څلېرویشتمه ماده: « کله چي یې د لمرخاته، غرمې او لمرلوېده غسلونه وکړل نو باید چي د اوبو نذرانه د مړو ارواح او خدای ته تقدیم کړي او ورځ په ورځ دي پر ځان باندي د تکلیفونو تحمیلولو اندازه زیاتوي تر څو پوري چي وجود یې وچ کلک سي»

شپږویشتمه ماده: « د ځان آرامولو او خوند اخیستلو لپاره دي هیڅ کوښښ نه کوي، ځان دي له جنسي اړیکو څخه پاک ساتي، پر لوڅه مځکه دي خوب کوي، د خوب او آرام په ځای کي دي ری نه وهي او د ونو د ریښو په خوړلو دي ګوزاره کوي»

اووه ویشتمه ماده: « له هغو برهمنانو څخه دي خیرات اخلي چي د مرتاضانو یا ریاضت کارو په شکل ژوند کوي او ګوزاره دي په باغلیو کوي او همدا خواړه ورته بس دي؛ او یا دي د شریفو طبقاتو له هغو کسانو څخه ګدايي کوي چي په ځنګله کي ژوند کوي »

اته ویشتمه ماده: « که کوم زاهد، چي په ځنګله کي ژوند کوي، له یوه کلي څخه څه خوراک ورته راوړي نو دی دي هغه خواړه یا په برګونو، یا په خپلو لاسونو او یا د خاورو په یوه مات کنډولي کي ورڅخه واخلي او تر اته ګولې زیات خوراک دي نه کوي»

نهه ویشتمه ماده« یو زاهد چي په ځنګله کي ژوند کوي، باید دغه پورته یاد سوي او نور مقررات په ډېر دقت سره عملي کړي. د دې لپاره چي له ستر روح سره په بشپړه توګه یوځای سي نو باید چي هغه مقدس متون ولولي چي په اوپانیشاد کي راغلي دي»

یودېرشمه ماده « یا دي، په ټینګ عزم، سیده د شمال ختیځ پرلور حرکت وکړي. یوازي په اوبو او هوا دي ګوزاره کوي. تر څو چي ساه یې خیژي»

دوه دېرشمه ماده: « هغه برهمنان چي د سترو اولیاوو په څېر یې ریاضت کړی او خپل وجود یې په دغه توګه له روحه خالي کړی وي هغه د برهمن په جهان کي، چي له غم او وېري څخه فارغ دی، ستر او ستایلی مقام لري»

دري دېرشمه ماده « مګر کله چي یو برهمن د خپل طبیعي ژوند دریمه برخه په دغه توګه په ځنګله کي تېره کړي نو هغه به د نړۍ له موجوداتو سره د رابطې د قطع کولو څخه وروسته، د خپل وجود په څلورمه مرحله کي، د یوه مرتاض په حیث ژوند کوي»

نتیجه:

اسلامي علماء، د پردیو، او په تېره بیا هندو عقایدو او اسلامي تصوف ترمنځ د د ومره زیاتو شباهتونو او پر اسلامي تصوف باندي د  هندو افکارو د دومره مستقیمي اغېزې د لیدلو سره سره په دې باره کي تقریباً هیڅ نه وايی او که یې چیري څه ویلي وي نو موضوع یې نوره هم پېچلې کړې او غامضه کړې ده.

دا دوه علته لري. یو خو دا چي اسلامي علماء، له ډیري پخوا او په عنعنوي توګه، پرته له اسلامي متونو څخه چنداني بل څه نه لولي او طبعاً بل چا ته هم د هغو د لوستلو اجازه نه ورکوي. اسلامی علماء تبلیغ کوي چي د انسان، په تېره بیا مسلمان، د رهنمايي او پوهي لپاره د قرآن شریف او احادیثو لوستل او په هغوی عمل کول کافي دي. له قرآن شریف او احادیثو څخه پرته نور علوم نه یوازي په درد نه خوري بلکه ګمراه کوونکي دي. دا چي یو مُلا دي چاته د غیراسلامي مذهبي کتابونو په تېره بیا هندو مذهب د کتابونو د لوستلو اجازه ورکړي دا خو له تصوره پورته خبره ده.

او چي پخپله د اسلامي کتابونو، حتی قرآن شریف، مطالعه کولو ته راسو. دا مقدس کتاب خو په بېلو بېلو ژبو ترجمه سوی دی او مترجمینو له خپلي خوښي یا له خپلو عقیدو سره سم لاس پکښی وهلی او چي څه یې زړه غواړي هغسي یې ترجمه کړی دی. دلته به دوه درې مثاله راوړو او ګومان کوم چي همدغه مثالونه زموږ د مدعا د اثبات لپاره کافي وي:

د قرآن شریف د ۲۴ سورة دریم آیة، چي د نکاح په مورد کي دی وايي:

الزانی لا ینکِحُ الّا زانیة او مشرکة والزانیة لا ینکحها الّا زانٍ او مشرِکٌ و حُرِّمَ ذالِک علی الموننین.

د سعودی عربستان په عربي — انګلیسي تفسیر کي یې د « ینکح» کلمه، چي یوازي د مشروع نکاح کولو معنا لري، په جنسي اړیکو ترجمه کړې ده او وايي چي زناکاره سړی له زناکاري ښځي او مشرکي ښځي څخه پرته له بل چا سره جنسي اړیکي نه سي ټینګولای. دا یوه غلطه ترجمه د آیة مبارک په معنی او تفسیر کي ډېر ژور تغییر راولي. د دې معنا دا ده چي ګواکي یو پاک او مومن سړی له مومني او پاکي ښځي سره جنسي اړیکي ټینګولای سي. په داسي حال کي چي د همدغه سعودي عربستان عربي پښتو تفسیر د« ینکح » کلمه په نکاح کولو ترجمه کړې ده.

یا مثلاً د د دوهم سورة البقرة ۲۲۲ آیة کي راغلي دي:

و یسألونک عن المحیض قُل هُوَ اذًی فاعتزلو النساءِ فی المحیض الآیة

ستا څخه پوښتنه کوي د حاأضې ښځي په باره کي. ورته ووایه چي دا یوه چټلي ده نو له ښځو څخه چي په حیض کي وي ګوښه سی الآیة

د سعودي عربستان په عربي– پښتو تفسیر کي یې د لیري سی کلمه په جماع مه کوی ترجمه کړې ده.

د همدغه سعدي عربستان په عربي– انګلیسي تفسیر کي « فاعتزلوا» په لیري سی ترجمه سوی دی. چي سمه معنی ده.

په تفسیرکابلي کي د سعودي عربستان د تفسیر په څېر د جماع مه کوی عبارت راغلی دی.

د یوسف علي په عربي – فارسي تفسیر کي همدغه ترجمه صحیح راغلې ده.

د ناصرمکارم شیرازي په عربي فارسي تفسیر کي د « فاعتزلوا» کلمه په امیزش مه کوی. یعني ناسته ولاړه مه ورسره کوی او یا مه ورسره غېږ په غېږ کیږی، ترجمه سوې ده.

د ابوالمظفر شاهفور بن طاهر بن محمدالاسفراینی په تفسیر تاج التراجم کي همدغه کلمه په مباشرت مه کوی ترجمه سوې ده؛ چي صحیح ترجمه بلل کېدلای سي.

اوس نو که یوه مسلمان ته په دغه برخه کي سوال ورپیدا سي هغه به یې د کوم تفسیر په حواله حلوي؟ مُلایان همدغه د « فاعتزلوا» کلمه، چي په عربي کي یې معنا څرګنده او واضح ده، په لوی لاس په جماع مه کوی ترجمه کوي. په داسي حال کي چي په عربي قاموس کي د دې کلمې معنا چي له «عُزلة» څخه راغلې ده تقاعد، ګوښه کېدل، شاته کښېناستل، جلا کېدل او . . . کلمات راغلي دي؛ چي یوه یې هم د جماع مه کوی سره اړخ نه لګوي. ځکه چي « فاعتزلوا» د « عُزلة » امریه ده او پرته له دې چي ګوښه سی او یا لیري سی ترجمه سي بل څه نه ورڅخه جوړیږي.

مُلاصاحبان وايي په دې مسله کي ډېر زیات احادیث راغلي دي. بی بی عایشه رض وايي چي زه له حضرت رسول ص سره پرته وم او ځان مي ورڅخه ګوښه کړ. هغه راته وویل څه کوې، حیض درغی؟ ماورته وویل چي هو! ده مبارک راته وویل چي ورسه پرتوګ دي واغونده یا ټوکر واخله او بیا یې نو تر سهاره  په غېږ کي پرته وم. نو ګواکي د دې معنا دا ده چي له حایضې ښځي سره نیژدې کېدل منع نه دي بلکه جماع کول منع دي. خو موږ ولیدل چي په قرآن شریف کي حایضې ښځي ته نیژدې کېدل منع دي او د جماع زا جنسي عمل یادونه بیخي سوې نه ده.

لوستونکو ته باید معلومه وي چي که چیري په قرآن شریف کي د یوې مسلې په باره کي څرګند حکم موجود وي نو حدیث ته مراجعه کول ضروري نه دي. ځکه چي  قرآن شریف مستقیماً د حق متعال کلام او هدایات دي او دغه راز هیڅ  لاس وهنه نه ده پکښي سوې. په داسي حال کي چي لومړني احادیث خو د حضرت رسول ص له وفات څخه زیات وکم ۲۲۰ کاله وروسته لیکل سوي او ډېر زیات د یوه بل ضد متون او احکام پکښي راغلي دي. له بلي خوا کشکي احادیث یو کتاب وای؛ نو بیا به په هرصورت د مراجعې په صورت کي حکم ورڅخه اخیستل سوی وای. خو د احادیثو د کتابونو شمېر تر ۶۰ زیات دی او هر کتاب یې درې څلور جلده دی او د احادیثو زیاتره کتابونه او په هغوی کي راغلي احکام له یوه بل سره مخالف وي. یو بنده به په دومره مختلفو احادیثو کي څرنګه خپله لاره پیدا کوي. نو بهتره ده چي د قرآن شریف هغو ترجمو ته مراجعه وسي چي هره کلمه یې د عربي قوامیسو سره سمه ترجمه سوې وي.

د سعودي په عربي- انګلیسي تفسیر کي د ۹۳ سورة الضحی په اووم ایة « وَ وَجَدَکَ ضالاً فهدی » کي یې ضالاً چي معنی یې لار ورکی دی په سرګردان ترجمه کړی دی. په تفسیر کابلي کي همدغه کلمه راه ګم کرده ترجمه سوې ده چي صحیح او د قاموس سره سمه معنا ده. د سعودي عربستان په عربی- انګلیسی تفسیر کي د پورتني سورة اتم آیة « وَوَجَدَکَ عایلاً فاغنی» ته مو نېستمن پیدا کړې او بیا مو غني کړې. د اغنی کلمه په Independent  یا مستقل ترجمه سوې ده چي بالکل غلطه ده او په تفسیرکابلي کي همدغه د اغنی کلمه په توانګر ترجمه سوې ده چي صحیح او د قاموس له معنی سره سمه ده.

د قرآن شریف په ۳۱ سورة لقمان ۶ آیة کي لولو:

و من الناس من یشتری لهوالحدیث لِیُضِلَّ عن سبیل الله بغیرعلمٍ و یتخذها هُزواً أُولآءِکَ لهم عذابٌ مهین.

ترجمه: هغه کسان چي د خلکو د ګمراه کولو لپاره چټي خبري په بیه اخلي او ریشخندونه وهي هغوی ته سخت عذاب ګوري.

د سعودي عربستان عربي ـ انګلیسي تفسیر د همدغه آیة په تفسیر کي راوړي چي دا آیة د نضر بن حارث په باره کي نازل سوی دی چي خلکو ته به یې د فارس د امپراطوری کیسې کولې او هغوی به یې له لاري ایستل.

په تقریباً ټولو تفسیرونو کي، چي منشاء یې ښايی د ابن کثیر تفسیر وي راغلي دي چي د لهوالحدیث څخه یې ( چي معنا یې چټي او بېځایه خبري دي) اصلي مطلب موسیقي ده. له دغه امله ټول ملایان موسیقي حرامه بولي او ځیني خو یې د ټولو ګناهونو مور بولي او ما پخپله ورڅخه اورېدلي دي.

اوس نو که په ټول قرآن شریف کي نه د موسیقی او نه د موسیقی معادله کلمه له سره ذکر سوې نه وي ( ناروا او حرامه خو پرېږده) نو بیا به سړی د ملاصاحب دا خبره ولي مني چي له دې آیة مبارک څخه مطلب موسیقي ده او د ا ځکه چي ابن کثیر ویلي دي. ابن کثیر پیغمبر نه وو بلکه یو مفسر وو او ښايی ډېر لوی عالم به هم وو. مګر لهوالحدیث خپل ځانته معنا لري او څوک نه کولای سي او نه دا حق لري چي هغه په موسیقي ترجمه کړي او بیا نو موسیقي ناروا او حرامه وبولي. په حقیقت کي موسیقی ته حرام ویل او کبیره ګناه بلل کفر دی. ځکه چي که پر حرام باندي د حلال حکم کفر وي پر حلال باندي د حرام حکم هم کفر دی.

په زړه پوري خبره خو لا دا ده چي عبدالله بن مسعود ویلي دي چي زما دي په الله قسم وي چي له لهوالحدیث څخه مطلب موسیقي ده. دا د منلو خبره ده؟؟

د سعودی عربستان په عربي ـ پښتو تفسیر کي د پورتني آیة ترجمه داسي  راغلې ده:

او ځیني کسان دي چي عبثي خبري ( له حق څخه اړوونکي) په بیه اخلي او مطلب یې داوي چي خلک د الله له لاري واړوي؛ پرته له دې چي د خپلي لاري په عاقبت خبر وي، دوی آیتونه په ټوکو او مسخرو اخلي او دوی ته سپکوونکی عذاب ګوري.

همدغه کتاب د همدغه آیة د ترجمې په تفسیر کي، د نور تفصیل ترڅنګ، لیکي چي د موسیقی او غنا د مسلې په اړه دي نور فقهی کتابونه وکتل سي. له دې وروستۍ خبري څخه په زغرده معلومیږي چي په پورتني آیة کي د موسیقی یادونه نه ده سوې.

مُلایانو او دیني عالمانو د قرآن شریف د لس هاوو مختلفو تفاسیرو، د احادیثو د لس هاوو مختلفو کتابونو، لس هاوو مختلفو فتاوی او په سل ګونو او زرګونو نورو مذهبي کتابونو د لیکلو په وسیله له خلکو څخه، څرګنده، قرآني لاره، په لوی لاس، ورکه کړې ده. اوس حالت داسي دی چي هره فرقه، هره طریقه، هر مذهب او هره ډله خپله لاره پر حقه بولي او د هیچا استدلال او منطق ته غوږ نه نیسي. مُلایانو له یوې خوا دین انحصار کړی او له بلي خوا کوښښ کوي چي خلک د عصري علومو له زده کړي څخه را وګرځوي او یوازي یې دیني زده کړو ته متوجه کړي خو دیني علومو داسي شکل اخیستی دی چي د رهنمايي پر ځای د خلکو د ګمراهی سبب کیږي.

صوفیان، چي د خرافاتو او خُرافي کیسو د جوړولو په زور د جاهلو او بېسوادو خلکو پر مغزونو باندي حکومت کوي، له علم او پوهي سره په څرګنده جګړه لګیا وي او حتی د هغوی یوه لوی شیخ ابوالحسن خرقاني خو ویل چي که مرید علم ته مخه کړه نو له هغه څخه لاس ومینځه.  په حقیقت کي شیخان او مُلایان دواړه د خلکو له جاهل ساتلو څخه استفاده کوي او د همدغه جهالت له برکته خپل ژوند ته دوام ورکوي.

    مأخذونه

۱: د سعودي عربستان تفسیر، عربي په پښتو.

۲: د سعودي عربستان تفسیر، عربي په انګلیسي.

۳: تفسیرکابلي، عربي په فارسي.

۴: تفسیرحسیني، فارسي.

۵: تفسیر د امام یوسف علي، عربي په فارسي.

۶: حدیث صحیح بخاري، عربي په انګلیسي.

۷: حدیث صحیح مسلم. عربي په انګلیسي.

۸: حدیث مالک موطا، عربي په انګلیسي.

۹: حدیث سنن ابوداوود، عربي په انګلیسي.

۱۰: حدیث سنن نسایی، عربي په انګلیسي

۱۱: سنن ابن ماجه. عربي په انګلیسي.

۱۲: جامع ترمذی. عربي په انګلیسي.

۱۱: طبري، محمدبن جریر. تاریخ طبري، یا تاریخ الرُسُل والملوک. چاپ سوم تهران سال ۱۳۵۲.

۱۲: میرخوند، محمدبن خاوندشاه بلخی. روضة الصفا. تهذیب و تلخیص از داکتر عباس زریاب. تهران چاپ دوم سال ۱۳۵۸.

۱۳: بیهقی، ابوالفضل محمدحسین کاتب. تاریخ بیهقی. مقابله، تصحیح و حواشی و تعلیقات از سعید نفیسی. چاپ تهران ۱۳۱۹.

۱۴: راوندي، محمدبن علی بن سلیمان. راحةالصدور و آیة السرور در تاریخ آل سلجوق. چاپ اول ۱۳۸۶.

۱۵: مسعودی، علی بن حسین. مروج الذهب و معادن الجوهر. چاپ هشتم تهران ۱۳۸۷.

۱۶: حسین، علامه طه. آشوب بزرګ. ترجمه م. شفیق وجدان، موسسه نشراتي افغان کتاب سال ۱۳۵۰.

۱۷: طوسی، خواجه نظام الملک. سیاستنامه، چاپ سوم ۱۳۶۴ تهران.

۱۸: برني، ضیاءالدین. تاریخ فیروزشاهی اُردو. چاپ لاهور ۲۰۰۴.

۱۹: سُهروردي، شیخ شهاب الدین. عوارف المعارف. ترجمه ابومنصور عبدالمومن اصفهاني. چاپ دوم تهران، ۱۳۷۴.

۲۰: میهني، محمدبن منور بن ابی سعد بن ابی طاهر بن ابی سعید. اسرارالتوحید فی مقامات الشیخ ابی سعید. تهران، چاپ ۱۱ سال ۱۳۹۳.

۲۱: زیدان، جرجي. تاریخ تمدن اسلام. ترجمه و نګارش علي جواهر کلام. چاپ پانزدهم، تهران ۱۳۹۳.

۲۲: شهرستاني، محمدبن عبدالکریم بن احمد. توضېح الملل ترجمه الملل والنحل. ایران، چاپ چهارم سال ۱۳۷۳.

۲۳: دروېزه، اخوند. تذکرةالابراروالاشرار. مکتبة الاسلامیه محله جنګي پشاور. سال نشر نامعلوم.

۲۴: فانی، محسن. دبستان مذاهب. چاپ اول، تهران ۱۳۶۲ هـ ش.

۲۵: عطّار، شیخ فریدالدین نیشاپوري. تذکرةالاولیاء. چاپ چهارم، ایران ۱۳۷۰ هـ ش.

۲۶: جامي، مولناعبدالرحمن بن احمد. نفحات الانس من حضرات القدس. چاپ اول، ایران ۱۳۷۵ هـ ش.

۲۶: جلال آبادي، میافقیرالله. ګزیده از مکتوبات. ګزینش و ترجمه از عبدالله سمندر غوریانی. کابل، نشریه مجله عرفان سال ۱۳۵۹ هـ ش.

۲۷: ظهیر، احسان الهی. شیعه وسنت. لاهور پاکستان، چاپ چهارم سال ۱۹۸۳.

۲۸: اردبیلي، احمدبن محمد معروف به مقدس. حدیقة الشیعة. ایران سال ۱۳۹۴ هـ ق مطابق ۱۹۷۵ میلادي.

۲۹: ابوالخیر، ابوسعید. رباعیات، لاهور، پاکستان ۱۹۲۶.

۳۰: مروزي، قطب الدین ابوالمظفر بن اردشیر العبادي. مناقب الصوفیة. تهران ۱۹۸۴.

۳۱ـ احسن الفتاوی. مفتي اعظم مفتي رشید احمد. کراچي، پاکستان ۱۳۹۸ هـ ش .

۳۲: فتاوای قاسمیه. مولنا مفتی شبیر احمد القاسمي. مکتب اشرفیه دیوبند الهند. ۱۴۳۷ هـق.

۳۳: فتاوای عزیزی. مولنا شاه عبدالعزیز محدث دهلوي. کراچي، پاکستان ۱۳۸۷ هـ ش.

۳۴: منتخب نظام الفتاوی. مولنا مفتي نظام الدین صاحب. ناشر دیوبند هندوستان.

۳۵: فتاوی رحیمیة. مولنا مفتی سید عبدالرحیم لاجپوري. کراچی، پاکستان. ۲۰۰۹

۳۶: افغاني، سید جمال الدین. تتمت البیان فی تاریخ الافغان. ترجمه فارسی محمدامین خوکیاني. کابل افغانستان.

۳۷: شوستري، شیخ محمود. ګلشن راز. تصحیح و مقابله از امیرحسین خنجی. نشر الکترونیک.

۳۸: ابن جوزی، علامه ابوالفرج عبدالرحمن. تلبیس ابلیس. مرکز دانشګاهی تهران منتشر کرده. کاپی ډیجیټالي.

۳۹: دروېزه، اخوند. ارشادالطالبین. پېښور، ۱۹۰۴.

۴۰: فروغي، محمدعلي. سیرحکمت در اروپا. چاپ تهران سال ۱۳۱۷ هـ ش.

۴۱: غني، ډاکټرقاسم. تاریخ تصوف در اسلام. تهران چاپ نهم سال ۱۳۸۳ هـ ش.

۴۲: رضی، هاشم. مترجم اوستا. تهران چاپ چهارم. ۱۳۸۲ هـ ش.

۴۳: آذر ګشب، موبدفیروز. ګات ها، سرود های زردشت. جلد اول و دوم. چاپ تهران.

۴۴: رادا کریشنان، سروپالي. تاریخ فلسفه شرق و غرب. مترجم خسروجهانداري. چاپ تهران سال ۱۳۸۲.

۴۵: جهاني، عبدالباري. ادبي څېړني دوهم ټوک. ثبات څېړنیز مرکز، کوټه ـ پاکستان د چاپ کال ۱۴۰۱ هجري شمسي ۲۰۲۳ میلادي.

۴۶: کُبری، شیخ نجم الدین. مشهور به شیخ ولی تراش. اصول العشرة. ترجمه عبدالغفور لاری. نشردیجیتلی.

۴۷: ماسینیون، لویی. قوس زندګی منصور حلاج. ترجمه دکترعبدالغفور روان فرهادي. انتشارات بنیاد فرهنګ ایران. برچیده از کتابخانه دیجیتالی هندوستان.

۴۸: رومي،مولنا جلال الدین. کتاب فیه مافیه. مطبعه دولتي کابل، سال ۱۳۶۹ هـ ش.

۴۹: رومي،مولناجلال الدین. مثنوي.

۵۰: رومي، مولنا، جلال الدی. دیوان شمس تبر یزی.

۵۱: خطیب، فارسي. قلندرنامه یا سیرت جمال الدین ساوجی. تصحیح و توضیح از داکتر حمید زرین کوب. توس، ایران ۱۳۶۲ هـ ش.

۵۲: کسروي، احمد. صوفیګری. انتشارات بنګاه مطبوعاتی ګوتنبرګ. چاپ پنجم سال ۱۳۳۹.

۵۳: جهاني، عبدالباري. بهګت کبیر د پښتو په بڼ کي. کندهار، افغانستان. ۱۳۸۴ هـ ش.

۵۴: بدایوني، عبدالقادر بن ملوک شاه. منتخب التواریخ. کلکته، هندوستان سال ۱۸۶۸.

55: Alberuni, Abu Raihan. Alberuni’s India. Delhi, India reprint 1993.

56: Rizvi, Saiyid Athar Abbas. A History of Sufism in India Vole 1 and 2. Delhi, India Reprint 1886.

57: Sharif, M.M. A History of Muslim Philosophy 2 Volumes. Delhi India Reprint 1898.

58: Duggal, K.S. Sikh Gurus. New Delhi, India. Reprint 2013.

59: Pennell, T.L. Among the Wild Tribes of the Afghan Frontier. Karachi Pakistan 1975.

60: Garrett, John. A Classical Dictionary of India. New Delhi, India Reprint 1999.

61: Char, S.V. Desika. Hinduism and Islam in India. New Delhi, India 1997.

62: Hunter, William Wilson. The Indian Musalmans. New Delhi, India 2002.

63: Al-Gaylani, Shaikh Abdul Qadir. Jila al-Khatir. India 1998.

64: Laws of the Manu. Translated by G. Buhler. Published by Oxford University 1886.

د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب