شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+کره کتنه او د هغې زغمل | حفيظ الله بشارت

کره کتنه او د هغې زغمل | حفيظ الله بشارت

په کومه ټولنه کې چې یو شي ته د کم ارزښته څیز په توګه وکتل شي، هغه نه یوازې ډېرېږي، بلکې یو کسبي شی ګرځي.

ځينې کسان اوس هم په دې نظر دي چې لیکوالي یو خدایي استعداد دی او دا ورکړه د کمو خلکو په برخه وي.
زموږ په ټولنه کې د پورتنۍ نظريې خاوندان نه یوازې لیکوالي یو فطري شی ګڼي، بلکې دا کار یې یوازې تر اديبانو او ژباړنو محدود کړی دی، خو شاعري يې تر نظر یوه کسبي پدیده ورځي او د هر کس و ناکس کار یې ګڼي.
د پوهېدو تر وخته زما سره هم دا فکر مل و، خو اوس راته جوته شوه چې لیکوالي د زده کړې شی دی، شاعري بیا یوه الهي پېرزوينه ده.
لیکوال هر کس کېدلی شي، خو شاعري د هر چا کار نه دی.
لیکوال په لومړي سر کې لیکونکی وي، خو په ډېر تمرین، ریاضت او مطالعې سره په لیکوال بدلېږي.
مګر د هر کس لپاره شاعري دا خواص بدلوي. یو کس چې خدای پکې دا استعداد اېښی، په لومړي سر کې يې که څه هم شعرونه ضعیف وي، خو بیا هم شاعر حسابېږي او د وخت په تېرېدو ترې بېخي ښه او لوی شاعر جوړېدلی شي. هغوی چې له دې لورې بې برخې دي، د لیکوال په شان په زور او تمرین سره هېڅکله نه شي شاعر کېدلی.
دا خبره د شاعر او لیکوال ترمنځ هم شته. یو لیکوال چې د شاعرۍ له استعداد بې برخې وي، شاید تر پایه ښه شعر ونه شي لیکی.
خو شاعر چې کله لیکوالي ته لاس واچوي، شاید تر ښه لیکوال هم ښه او خواږه لیکل وکړای شي.
یو لیکوال کېدای شي، له شاعره هم د شعر په رموزو ښه اګاه وي، خو شاعر بیا له دې ځانګړنې اکثر مبرا وي.
زموږ ځینو شاعرانو چې کله نثر ته لاس اچولی نو شعر ترې پاتې شوی، مګر لومړی هغه شاعر چې دا پوله يې له منځه وړې، هغه استاد دروېش درانی دی.
دروېش درانی نه یوازې په شعر کې یو محتاط څوک پاتې شوی، بلکې په نثر کې یې هم دغه ځیرکتیا نثر ته دومره رواني او ښکلا ورکړې ده چې شاید د ډېری ښو لیکوالانو په نثر کې یې پيدا نه شو کړای.
“کره کتنه او د هغې زغمل” د دغه لوی شاعر هغه نثري کتاب دی چې زه يې په لومړي ځل له لوستلو برخمن شوم.
معمولاً د مقالو، کره کتنې، په ټوله کې د تحقيقي ادب نثر وچ وي او د مالوماتو د ډېرښت او مجبوریت له مخې لوستل کېږي، خو که د هنر په جامو کې پټ او څه ناڅه تحلیلي ولیکل شي، له ښه تخليق څخه هم ښه او ښکلی راځي.
د تحقيق په برخه کې کره کتنه او د هغې زغمل شاید لومړنی هغه کتاب وي چې د نثر له دې ټولو ځانګړنو برخمن دی.
د دې کتاب هره موضوع دومره جالبه ده چې جدي لوستونکی یې د هرې برخې لوستو ته مخکې له مخکې په تلوسه کې وي.
دا کتاب د شعر زوکړه له مقالې پیل او د استاد دروېش په یوه کوچني خو خورا ښکلي ژوندليک پای ته رسېږي.
د شعر زوکړه مقاله راته وايي چې د شعر له زيږون مخکې د هغه شاته د یوې تخلیقي تجربې شتون خامخا وي.
د تخلیقي تجربې پیل چې بعضې ورته الهام وایي، یو ذهني کیفیت دی چې د انسان د لاشعور څخه یو دمي په شعور حمله راوړي.
په دې مقاله کې د شعر دا تعريف بېخي نوی دی چې: شعر د محبوبې په څېر دی، محبوبه که په دې پوه شي چې مين يې انتظار نه کوي، نو نه ورته راځي، انتظار نه کول د مینې د پای ته رسېدو او د ديدن د تندې د سړېدو علامه وي.
شاعر او کره کتونکی مقاله يې په دې غږېږي چې: شعري وړتیا، ستره متخیله، ښه مطالعه او ژوره مشاهده هغه څه دي چې ژور تخلیقي بصیرت زیږوي.
د ښه نظم تعريف داسې را اخلي: ښه نظم هغه وي چې هر ژبنی توکی او هر هنري تکتیک خپل ځان داسې پکې فنا کړي چې لوستونکی یې موجودګي له سره حس نه کړي.
همداراز د ښه کره کتونکي په اړه وایي: ګڼ اړخیز کار هغه کره‌ کتونکی کولی شي چې د نقد په ټولو تيوريو پوره اګاه وي. هغه شاعر، هنر پاره “پنځونه”، د هنر پارې تناظر او د هنر پارې لوستونکی هر یو پر خپل ځای مهم ګڼي.
کره کتنه او د هغې زغمل د دې کتاب يوه په زړه پورې مقاله ده. دا مقاله د نقاد ډولونه او د هغوی د نقد ډول راپېژني. یو ځای د درېیم ډول کره کتونکي په باب لیکي: په داسې کره کتونکو کې چې نیوکې يې بېځايه وي، ځينې داسې هم وي چې نه یې نيت خراب وي او نه هسې خامخا د چا د رانړولو اراده لري، بلکې خبره په دې ورڅخه ورانه شي چې د علم ورسره کمی وي. داسې ترازو ورسره نه وي چې لوی ادب سم ورباندې وتللی شي او موږ ته يې پوره وزن راوښیي. هسې د چا سېر ته نيم سېری ووایي او هغه سخت غبرګون ښکاره کولو ته اړباسي.
ازاد شعر او د پښتو ازاد شعر مقاله مو په دې پوهوي: که ازاد شعر چېرته بل ځای زیږېدلی نه وای او له يوې يا بلې کړکۍ يې سر راښکاره کړی نه وای نو ګومان نه کوم چې زموږ خپل داخلي فشار به زموږ د شعر زړې کلاوې ماتې کړې وای.
په دې کتاب کې د حمزه بابا او غني خان د شاعري پر کوډونو او د هغوی په اړه د ځینو کسانو د نظرونو د رد او یا منلو په اړه هر اړخيزې او منطقي لیکنې هم لوستی شئ.
د کتاب وروستۍ برخه کې استاد دروېش خپله اټوبایوګرافي ځای کړې ده. د دروېش صاحب دا ژوندليک دومره زړه راښکون لري، ته به وایې که کوم نړیوال داستاني شاهکار لولم، دا ځکه چې دا ژوندليک موږ د يو داسې لوی شاعر له ژوند او د هغه د ژوند له لوړو ځوړو خبروي چې اوسني وخت کې يې شعر تقریباً د هر چا په خوله د ترنم او ډېکلومو په ټال ټالونه خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب