جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهیوناما په ایران کې د سلګونو افغانانو د وژل کېدو په اړه...

یوناما په ایران کې د سلګونو افغانانو د وژل کېدو په اړه د شفافو پلټنو غوښتنه وکړه

تاند (جمعه، د میزان ۲۷ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر په ایران د شاوخوا ۲۵۰ افغان پناه غوښتونکو د وژل کېدو راپورونه د اندیښنې وړ وبلل.

یوناما د دې پېښې په اړه د “مکملو او شفافو” تحقیقاتو غوښتنه کړې او د نړیوالو قوانینو پر اساس یې د کډوالو د حقونو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د ایران د بشري حقونو جلاوطنه “حال‌وش” خبري آژانس د میزان په ۲۴مه راپور ورکړ چې د ایران سرحدي ځواکونو په سراوان کې د کلګان په سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړي چې ایران ته داخلېدل.

دغه خبري آژانس د ترلاسه شویو ویډیوګانو، عکسونو او د شاهدانو له خولې راپور ورکړ چې له ۳۰۰ افغان کډوالو څخه، شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ پورې کډوال ژوندي پاتې شوي او نور ټول یا وژل شوي او یا ټپي شوي دي.

ځینو عیني شاهدانو هم افغاني رسنیو ته ویلي چې دغه کډوال د ماین د چاودنې او د سرحدي ځواکونو د ډزو له امله وژل شوي دي.

تر اوسه پورې دا شمېرې کومې رسمي سرچینې تایید کړي نه دي.

په افغانستان کې د ایران سفیر، حسن کاظمي قمي، په ایکسپاڼه کې په یو پوسټ کې د ایراني ځواکونو له لوري د لسګونو افغان کډوالو د وژل کېدو خبر ناسم بللی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو چارواکو لا هم دا پېښه نه ده تایید کړې، ځکه چې دا پېښه “د افغانستان له پولو دباندې” شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو یوه جګپوړي پلاوي پلټنې پیل کړي دي او وروسته به خپل راپور وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) په یوه اعلامیه کې د افغان کډوالو په وړاندې د ډزو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د بشپړو او شفافو تحقیقاتو غوښتنه یې وکړه. هغوی ټینګار وکړ چې د کډوالو، پناه غوښتونکو او مهاجرو حقونه د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي دي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې، لسګونه زره افغانان اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي. د نړیوال مهاجرت سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا ۸ میلیونه افغانان کډوال شوي دي.

ډېر شمېر افغان کډوال د افغانستان د اقتصادي وضعیت له امله ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته مهاجر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب