دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرد یلدا په شپه راغلې! / ذبیح ايمان

د یلدا په شپه راغلې! / ذبیح ايمان

د یلدا په شپه راغلې
یوه سپينچکه ده یارانو !
د جنت بوی ور سره دی
ملايکه ده یارانو !
………
د یلدا په شپه راغلې
لږ کيسې کا او لږ ژاړي
وایي، وایي او بیا وايي
زړه مې تا له خدایه غواړي
……….
د یلدا په شپه راغلې
ښاپېږۍ له کومې خوا نه
زه یې غيږ کې و نيولم
ربه! ویې ساته بلا نه
…….
د یلدا په شپه راغلې
یو یو سوال کوي، ملګرو !
د زړګي ريښې مې کاږي
څه کمال کوي، ملګرو !
………
د یلدا په شپه راغلې
بیا په زړه کې یې کيسې دي
ما ترې واخيستې مچکې
اننګې یې ځکه سرې دي
……..
نوم یې نه وایم ملګرو !
اننګو کې یې ډېوې دي
چې نظر نه شي دا ځکه
د عالم سترګې پسې دي
………
د یلدا په شپه راغلې
یوه محفل کې ميلمنه ده
مخ پټونی کوي ځکه
پښتنه ده، خو درنه ده
…………….
د یلدا په شپه راغلې
سور ټيکری یې په سر کړی
د خدای نور ترينه څڅېږي
“له ايمان” یې زړګی یې وړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب