Homeادبشعردولتي ورځپاڼه/ عصمت الله زهیر پښين

دولتي ورځپاڼه/ عصمت الله زهیر پښين

د ورځپاڼي مالک په حاکمانه انداز خبره پیل کړه

په کار ده ورځپاڼه په تاوان کي پاته نسي

د دولتي آدابو او ګټو به هر اړخیزه خیال ساتو

پرون موږ ته د موضوع ستونځه را ترغاړه وه

خو اوس د موضوع د نشتوالي نه

د موضوع د انتخاب ستونځه راپېښه ده

یو داسي موضوع

چي په چوپتیا کي وحشت خپور کړي

او فکري ډارن وروزي

په ولس کي ډار او وحشت خپورکړي

چي :

(یو زوی مور او پلار په ډزو ووژل …..

یو پلار خپل ماشومان د غربت له کبله

حلال کړل !

خاوند خپله میرمن د اشنا په تور په مرمیو وویشتله

د سړک د غاړي په چاودونه کي

د واده د ورا موټر والوتو

اکثریت سوځلي مړي د میرمنو او ماشومانو دي )

د یوې سرکار پلوه ورځپاڼي د چلوونکو

دا مسولیت دﺉ چي واقعیتونه به زندۍ کوي

ولس ته به شکمنې خبرې رسوي

د مثال په توګه طالب وسلوال یو سړک الوزوي

د مکتب په ماشومانو تیزاب ورشیندي

د بدلمنۍ په تور میرمني وژني

نو به ټکی طالب نه (وسلوال مخالفین) کاروي

پروپېګنډه نیمه ګټلې جګړه ده !

د ورځپاڼي د مالک حرصمندي او له زهرو ډکي خبري

زیاتي کړوونکي هم ځورونکي وې

یو ډول ذهني او روحي اضطراب یې درلود

د کافي شاپ پر مېز پرتې ورځپاڼي ته مي نظر ورواوښت

(وسلوالو مخالفینو د ښار دوه ښوونځي والوزول )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...