Homeادبشعرجانان کونړه!!! / محمدیار- یار

جانان کونړه!!! / محمدیار- یار

د فردوس سیاله جانان کونړه!

خدای دې مین دی پر لوړه- ځوړه!

ته نندارو ته، عشق ته پيدا یې!

شرم دی تا کې جګړه شخړه!

ډېر برېتور یې مورولي ویاړي

ورته زمرۍ ده دا ستا ګیدړه!

خدای ته توهین دی چې ستا فطرت کې!

شیطان کړي خوشي خړه لوخړه

د ګام ګناه کړي پر دانګام دانګي

پاڼه د ژوند یې ګنده شوه ژړه

چې پر جنت دې جن تهاجم کا!

پرې جهنم شه ستا هره تړه!

۱۳۹۳/۹/۲۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...