پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبد جګړې ضد ادبیاتو کې د ښځو  ونډه| وږمه وردک 

د جګړې ضد ادبیاتو کې د ښځو  ونډه| وږمه وردک 

جگړې د نورو ټولنیزو پدیدو په څېر د تاریخ په بهیر کې د بېلابېلو حوزو د خلکو پام ځان ته اړولی، داسې چې هر چا له خپل نظره تحلیل او شنلې ده. د بېلگې په توگه، فرانسوی لیکوال الن بېرو وایي، جگړه د werra له  کلمې اخیستل شوې چې ریښه یې الماني ده او مانا یې د ملت په کچه د وسلې له لارې د ځواکونو ازمیښت دی. بل لیکوال گاسټون بټول په خپل کتاب ”د سولې او جگړې ټولنپوهنه” کې لیکلي، چې جگړه د وسلې له لارې  خونړۍ مبارزه ده، داسې چې که په هره ټولنه ور پېښ شي، عام وگړي یې ترې بې زیانه نه شي پاتې کېدای. 

که د هر هېواد تاریخ او فرهنگ مطالعه کړو نو وبه وینو چې هېڅ ټولنه له تېري او جگړې په امان کې نه ده پاتې شوې. د هر هېواد تاریخ ښيي چې څنگه وگړي یې له خپلې خاورې د دفاع په پار د دښمن او یرغلگرو پر وړاندې درېدلي او وخت ناوخت یې د ظلم پر ضد غږ پورته کړی دی. همدا دریځ او د خلکو حضور دی چې وروسته یې د هېوادونو راتلونکی ټاکلی او د گڼو نورو بدلونونو ترڅنگ یې ادبیاتو ته هم نوی لوری ورکړی دی.

په خپله ادبیات په هنري انداز د ټولنې د واقعیتونو انځورول دي. ایټالیايی لیکوال بروک وایي: ”ادبیات د هغو پیاوړو ښځو او سړیو احساسات او خیالات دي چې له ټولنې اغېزمن شوي او د الفاظو په هنري کالب کې یې خپل دا احساسات او خیالات بېرته ټولنې ته وړاندې کړي دي.” د هېڅ ټولنې وگړي به نه وي چې له خپل چاپېریاله اغېزمن شوي نه وي، یا تر پایه دې د خپلې سیمې د پېښو او پدیدو پر وړاندې بې تفاوته پاتې شوي وي. 

په پښتني ټولنه کې تېرې څلور لسیزې جگړې لامل شوې چې اغېز یې پر نورو گڼو برخو سربېره پر ادبیاتو هم محسوس شي او د لنډې کیسې، شعر، هنري نثر، رومان، نظم، ادبي ټوټه او … په کالب کې ځان څرگند کړي.  په کومو ټولنو کې چې جنگ وي، هلته به د جگړې ضد ادبیات خامخا پیاوړی او ډېر پاللی شوی وي.

د جگړې ضد ادبیات یوه منل شوې اصطلاح یا Term ده چې تر دویمې نړیوالې جگړې وروسته عام شوی دی. دا اصطلاح د ادبیاتو په ډلبندۍ کې د یوه ادبي ډول په توگه راغلې ده، چې په ټوله کې موضوع یې د جگړې او ورته مسألو غندنه ده.

لکه څنگه چې د انساني ژوند نیمې چارې ښځې پر مخ وړي او له نارینه سره اوږه په اوږه د هر ډگر اوږد مزل وهي او دواړه په گډه د ژوند له ناخوالو سره مبارزه کوي، همداسې د جگړې ضد ادب هم نه یوازې نارینه بلکې پښتنو ښځو هم په خپلو اثارو کې ښه پاللی دی، که ووایو چې تر نارینه، پښتنو ښځو دغه ادبیاتو ته ډېر کار کړی نو مبالغه به مو نه وي کړې. ښځې ذاتاً عاطفي دي. تشدد، جگړه، وحشت، ظلم، زیاتی او دښمني نه خوښوي؛ ځکه د دې ټولو تاوان تر نارینه وو زیات ښځو ته رسېدلی او رسېږي. د هر پښتون نارینه له مرگ سره یوه ښځه کونډېږي، یوه مور بوره کېږي، څو خویندې بې وروره کېږي، لوڼې او زامن یتیمان کېږي او بالاخره ټوله کورنۍ بربادېږي او برخلیک یې د پردیو لاس ته لوېږي. له همدې امله له جگړې بېزاري تر نارینه وو ښځو ډېره ښودلې او د دغې بېزارۍ او کرکې ښودلو اسانه لاره یې ادب ټاکلې ده. 

موږ د جگړې ضد ادبیات پر دوو برخو وېشلی شو: یو یې هغه برخه چې د دښمن پر وړاندې له خپلې خاورې، ټولنې او خلکو سپېڅلې دفاع ته رابلل دي او بله برخه یې مستقیماً د جگړې، وینې تویونې، وحشت او ظلم غندنه ده. زموږ په ادبیاتو کې دواړې برخې پالل شوې.

که تاریخ ته ځېر شو نو د جگړې ضد ادبیاتو څرک د میوند له جگړې لگېدی شي. هلته ملالې میوندۍ د خپلې خړې لوپټې له عظمته د جگړې میدان وگاټه او غږ یې پورته کړ:

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

دا د یرغلگرو پر وړاندې له افغان خاورې سپېڅلې دفاع ته د رابللو غږ و، چې د جگړې ضد ادبیاتو برخه جوړوي. که وگورو فلکلور په تېره لنډۍ هغه فورم دی چې ښځو پکې په ډېرو ساده او لږ الفاظو خپل لوی محرومیتونه او محدودیتونه بیان کړي دي:  

جنگ مو د کلي منځ ته راغی
جانانه پورته شه چې ملا دې وتړمه

پښتنې جنگ نه خوښوي، خو که خبره له خپلې خاورې دفاع شي نو بیا تر ټولو نږدې کس هم له وطن او خاورې سپېڅلې دفاع او مبارزې ته هڅوي، ملا یې ور تړي او جنگ ته یې لېږي. 

بل خوا کله چې جگړې د وروڼو ترمنځ د وژنې سبب شوې، نو دلته هم د جنگ پر ضد اواز پورته شوی او ښځو خپل احتجاج اعلان کړی. دا برخه تر هرې زمانې ډېر په وروستۍ معاصر وخت کې ډېره پالل شوې. د کوزې پښتونخوا وتلې شاعرې حسینه گل تنها غزل دی:

پښتون چې هر ځای قتلېدو ما احتجاج کړی دی

ظلم چې هر خوا ته کېدو ما احتجاج کړی دی

هغه چې تلو زه د تقدير په فېصله غلې وم

هغه چې بيا څنگ ته راتلو ما احتجاج کړی دی

ته څه خبر يې ما به دا کرښې غندلې نه وي؟

ورور چې د وروره بېلېدو ما احتجاج کړی دی

هغه اتل نجيب چې ځوړند وو دنيا ليدلو

يو لوی اسمان چې نړېدو ما احتجاج کړی دی

يو څوک وو ستا په شان کېدو خو هغه ته خو نه وې

هغه چې ستا په شان کېدو ما احتجاج کړی دی

د چا د لاسه چې مې ټول وجود زخمي زخمي دی

هغه چې مړی زما وړو ما احتجاج کړی دی

حسینه گل تنها په ښکاره الفاظو جگړه، پښتون وژنه، ظلم او زیاتی غندلی او پر وړاندې یې احتجاج کړی. حسینه گل د وروڼو بېلېدل او د ټولنې د اتل وژل د اسمان له سره نړېدو سره تشبه کړی او خپل درد یې پرې څرگند کړی.

معصومه غرنۍ بیا له کلونو راهیسې له روانې جگړې افغانان ستړي یاد کړي او سولې ته د رسېدو لپاره یې هره سختي، مزل او ستونزې پر ځان منلې دي: 

ستړي له جنگه تر دې حده یو چې

تر غره، گړنگه پورې ځو درپسې

راشه دې زړونو ته مو وگوره لږ

سولې والله په بالله مرو درپسې

په اصل کې د جنگ ضد ادبیات یانې سوله، هوسا ژوند او د امن غوښتل؛ چېرې چې جنگ دی، هلته سولې ارزښت پیدا کړی او غوښتونکي یې ډېر دي. لکه څنگه چې څوک بدي ونه ویني، د ښو پر ارزښت نه پوهېږي؛ هماغسې ترڅو چې څوک جنگ ونه ویني سوله هم ورته بې مانا پدیده ښکاري.

شاعره مینا نظري د سولې راتگ خپل ارمان گڼي. جنگ بدرنگ بولي او وسله د تباهۍ توکی گڼی:

جنگ راځي قحطي راځي چې نه راځې
سولې! تباهي راځي چې نه راځې

مور مې راته شال ساتلی زوړ به شي
گوره بدرنگي راځي چې نه راځې

تا پسې یې پښې ټولې تڼاکې شوې
گلې نور اغزي راځي چې نه راځې

هره ورځ اختر په خاوره راوله
ورځې توفاني راځي چې نه راځې

مه ور وړه ماشې ته گوتې مه ور وړه
دې سره مرگي راځي چې نه راځې

دې کې نو گناه د مينا مه گڼه
خود به نو ساقي راځي چې نه راځې

 عابده سپوږمۍ له هغو شاعرانو ده چې خپله لومړۍ شعري ټولگه یې د جگړې ضد موضوع ته ځانگړې کړې او نوم یې پرې (تاسره نوم د قاتل بد ښکاري) اېښی. په یاده ټولگه کې یې پښتنې له جنگه ستړې یاد کړې، سوله یې د دردونو دوا گڼلې او قتل او وژنې یې بد او ناولي نومونه بللي دي. یو ځای وایي:

جوړه د بنگړو او د پایزیب له شور او شرنگه یم

پېغله غرنۍ یمه او ډکه له لونگه یم

پېغله پښتنه يمه راغلې له ميونده یم

دا وايم چې بس ده نوره ستړې له دې جنگه یم

جگړې د گڼو نورو محدودیتونو ترڅنگ پر ډېرو پښتنو دا محدودیت هم وضع کړی چې هویت یې نه شي څرگندوی. ښه بېلگه یې  د مستعار نوم شاعره حیا سجاد ده. د حیا په شعرونو کې هم جگړه غندل شوې او سوله یې د یوه ارمان په څېر یاد کړې، چې ښایي رښتیا کېدل یې تر مرگه شونې نه وي:

سوله چې راځي ترڅو زموږ تر چم

ما باندې به چت د قبر ړنگ هم وي

ښاغلې پروین فیض زاده ملال چې د وطن له ناوړه حالاتو مسافره شوې او بهر کې مېشته ده هم جگړه، زیاتی او یرغل غندي او دغې جنگ ځپلې ټولنه کې د ښځو معصومیت بیانوي:

لامې زگیروي او فریادونه د پرهاره وځي

چې د شعرونو جنازې له کندهاره وځي

دا څه سړی دی؟ چې راځي یرغل په ښځو راوړي

څیرې پلو، څیرې لمنې د بازاره وځي

د لیکوالې او شاعرې شفیقې خپلواک د (محرومیت) تر نامه ازاد شعر کې ښځې او نجونې د ټولنې محرومې غړې بللې شوې چې د محرومیت لامل یې جنگ، ټوپک، وینه تویونه او وحشت یاد کړي:

زه د داسې خاورې لور یم
د ډېوو ژوند یې په وینه باندې پایي
او سپوږمۍ تر مروره
ستوري هم نه پکې ناڅي
له میینو سترګو هم
د وحشت بڅري څاڅي

زه د داسې خاورې لور یم
چې له ګل نه یې څوک ګرد څنډلی نه شي
د ابۍ له زوړ پلو نه
څوک ازغي ټولوی نه شي

زه د داسې خاورې لور یم
چې په شپه کې ملایکې
د هغه ټوپک له ویرې
چې د پلار سر ته مې ایښی
زما خواته نه را درومي

…..

دې ته ورته لسگونه نورې پښتنې لیکوالې او شاعرانې دي چې د جگړې ضد ادبیات یې پاللي او د جنگ پر وړاندې یې خپل ښځینه احساس او عاطفه څرگنده کړې. دا ادبیات په وروستیو لسیزو کې ځکه زیات پالل شوي چې افغان ټولنه له جگړې سره لاس او گرېوان ده. د ښځو ونډه ځکه په کې زیاته ده چې تر نارینه وو عاطفي دي او ډېرې په کې زیانمنې شوې. 

د مجارستانۍ لیکوالې اگوټا کرسټیف د کتاب په یوه برخه کې دې ته ورته څه راغلي چې ما پښتو ته راژباړلي:

سړي ښځې ته وویل: غلې شه، د جگړې په اړه هېڅ مه وایه، تاسو ښځو نو په جگړه کې څه تاوان لیدلی چې دومره کړېږئ!؟
ښځې وویل: کم عقل یې چې داسې وایې، یانې موږ ښځو هېڅ تاوان نه دی لیدلی!؟ ټول عمر مو په اندېښنو تېر شو، ماشومان لویوو، ټپیان ساتو، شپې په ویښه سبا کوو؛ تاسو څه کوئ؟ همدا چې جگړه ختمه شوه، یو دم ټول اتلان شئ. مړي مو اتلان، ژوندي مو اتلان، ټپیان اتلان… تاسو نرانو د همدې اتلولۍ لپاره د جگړې په نوم ناوړه لوبه رامنځته کړې. چې دومره ورته خوشاله یئ، نو کوئ جگړې! تش په نامه اتلانو!

په پای کې دې نتیجې ته رسېږو چې د سپېڅلې جگړې او ناوړه سولې په نوم څه نه شته. جگړه هر ځای تباهي او بربادي راولي. ملکونه نړوي او بې گناه خلک وژني. امن او سوله برعکس د هوساینې او ارامۍ پیغام دی. د جگړې ضد ادبیات هم په همدې موخه رامنځته شوي او پالل شوي دي. چې ښځو په کې د پام وړ ونډه اخیستې ده.

1 COMMENT

  1. سلام
    داتل او قاتل توبیر باید وشی . زموږ جنګ او جګړو خوړلې ټولنه خو همدې چپی اوراستی د نیستۍ په ټغر کېنوله چپي څخه ګلم جم او دبن لنډ ه غر په اخور پاتې شول او راستی هم دکابل ۷۵۰۰۰ ښاریانو زیات کرونا کړل . خو دښځو حق د نړیوالې ان جې او ګانو ،دپارلمان افه ګانو ، د سیمه ایزو تلویژ نو په ستېج دجامواوتماشو جنکو لکه دبالیوود هوسی هنرمندان هم جریحه دارکړ ی. نو ځکه دښخو دبې محتوا ازادی ضرب زبانی د ویتنام ،ملګرو ملتو ، داروپا اتحادیی واستخباراتی شبکو ،غلطو او مختورو ډلو ټپلو په خوله کې دپلمې او بهانې په بڼه کته اوپورته کیږی.داښځې د افغانستان دکلیو او بانډ و نه استازیتوب نشی کولی.داپروژې له نورو چینلو سره په اړیکو کې دی ،مصارف دی ،خرچې دی او تماشی !!
    عاطفه او سوله ستا لیکنه کې بیا فکری لومړیتوب لری او ذهنی بیداری ده نن یې لری سبایې لری او بل سبایې لری ،ماته ،تاته او په مساوی توګه یی هرچاته لری . دښځو ونډه ،ازآدی او خپلواکی باید د تولنې په عینی او ذهنی شرایطو برابره او داسلامی اصولو په رڼاکې بې له وېرې ،استعمار او استعباد راڅرګنده شی .اسلام بشپړ حق ورکړی او دکورنۍ ستر غړی ګڼل کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب