Homeخبرونهامریکا: ایران افغانستان او سوریه کې ترهګرو ته پيسې او جنګیالي استوي

امریکا: ایران افغانستان او سوریه کې ترهګرو ته پيسې او جنګیالي استوي

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: امریکا ادعا کړې چې ایران په خپله خاوره کې القاعده ته د فعالیت زمینه برابره کړې او افغانستان او سوریې ته یې د نه یوازې پيسې بلکې ترهګر هم استولې دي.

د امریکا د ترهګرۍ اړوند کلنی راپور وايي، ایران له ۲۰۰۹ کال راهیسې په خپله خاوره کې القاعدې ته د کانالونو د چلولو اجازه ورکړې او اوس دا ډله جنوبي اسیا او سوریې ته پيسې او جنګیالي له تهران څخه استوي.

امریکا: پاکستان لا هم د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی

راپور کې ایران د حزب الله، فلسطیني وسله والو ډالو، عراق، منځني ختیځ او سوریه کې د ترهګرو ډلو او اسلامي انقلابي ګارد د حمایې له کبله د نړۍ تر ټولو بدتر د ترهګرو ملاتړ کوونکی هیواد بلل شوی دی.

په راپور کې د پاکستان په اړه هم ځانګړې یادونه شوې ده چې تاند په دې تړاو نن سهار راپور هم درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...