جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهعبدالله: سوله کې دواړه لوري باید انعطاف وښيي، د یو لوري انعطاف...

عبدالله: سوله کې دواړه لوري باید انعطاف وښيي، د یو لوري انعطاف نتیجه نه ورکوي

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله وايي، افغان بحران نظامي حل نلري او په افغانستان کې د وژنو او جګړې د پای ته رسولو لپاره یو سیاسي جامع حل ته اړتیا ده.

عبدالله تېر ماښام د امریکا د سولې انستیتوت ته په ویډیويي وینا کې وویل، که څه هم سیمه ییز، نړیوال او داخلي تفاوتونه شته خو بیا هم د افغان سولې په اړه یوه اجماع شته او هغه دا چې افغان جګړه نظامي حل نلري.

عبدالله د سولې په درشل کې روان تاوتریخوالي باندې خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده د ملکي افغانانو، ښځو او ماشومانو وژنې په کلیو، جوماتونو اوروغتونو کې هیڅ مذهبي توجیه نلري: (( د سولې لوی تاریخي فرصت راغلی دی خو یو طرفه انعطاف نتیجه نه ورکوي، باید دواړه لوري انعطاف او حسن نیت ښکاره کړي.))

عبدالله ټینګار وکړ چې افغان دولت د افغاي مذاکراتو لپاره بشپړ چمتووالی لري او هیڅ شرط هم نه ورته لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر اوسه د طالبانو ۳۵۰۰ زندانیان خوشې کړي دي او طالبانو یې هم په مقابل کې ۶۰۰ حکومتي بندیان له شکنجه خانو ازاد کړي دي.

طالبانو ویلي، کله یې چې پنځه زره بندیان ورخوشې شول، دوی یوه اوونۍ کې د خبرو پيلولو ته چمتو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب