جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهامریکا: پاکستان لا هم د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی

امریکا: پاکستان لا هم د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ۱۹ هېوادونوکې د روانې ترهګرۍ په اړه خپل کلنی راپور چمتو او خپور کړی دی.

ښاغلي پمپیو په دغه راپور کې لیکلي، په پاکستان کې لا هم د ترهګرو خوندي پټنځایونه دي چې تل ترېنه پر افغانستان او هند باندې بریدونه پلان او ترسره کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت راپور کې یو وار بیا نیوکه شوې چې پاکستان په خپل هېواد کې د ترهګرو د له منځه وړلو په برخه کې لازم ګامونه نه دي پورته کړي.

په راپور کې ویل شوي د پاکستان ځینو مدرسو کې لا هم، زده کوونکو ته افراطیت تدرسېږي او پاکستاني چارواکي دا هر څه ویني خو مخنیوی یې نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان په اړه داسې اسناد خپاره شوي دي چې ملا برادر او نور طالب مشران پر پاکستاني پاسپورټ سفرونه کوي او ملا اختر محمد منصور هم په پاکستان کې له ورته امتیازاتو برخمن و.
همدا راز څه موده وړاندې ملي امنیت په کابل کې د پاکستاني ترهګرو یوه ۲۱ کسیزه ډله ونیوله چې مشري یې د اسلم فاروقي پاکستاني نظامي پر غاړه وه او نوموړی په افغانستان کې د داعش ډلې والي و.

2 COMMENTS

  1. د دې خبرو څه ګټه چې پاکستان دا کړي یا هغه کوي. دا تکراری خبرې دي چې هر کال تکراېږي. امریکا ولې داسې نه وايي چې دا هر څه زمونږ په غوښتنه او امر کوي. دا ډېر منافق خلک دي دا امریکایان. د بل انسان ژوند دوی ته د ژوي څخه هم بې اهمیته دی همدا شان د افغانانو هم. د خلاصون یوازنۍ لاره یو ټولیز پاڅون او د دې ځناورو شړل دي چې د یو ښه مشرتابه تر مشرۍ لاندې ترسره شي. درناوي

  2. پاکستان په وړاندی باید امریکا راپور خپور نکړی باید ورباندی بندیز ولګوی ځکه راپور خپرول د پی ټی ایم د غورځنګ غړو کار دی ځکه زور یی نه رسیږی کچیری امریکا تنها پاکستان ته بوش حکومت په شان ورته ووایی چی ۲۴ یا ۴۸ ساعتونو کی یا له امریکا سره ودریږه یا ترهګرو یعنی طالبانو سره چی بیا پرویز مشرف چی پاکستان د هغه مشر وو له طالبانو لاس واخیست او امریکا ته یی نظامی آډه په اختیار کی ورکړ او امریکا بحری بیړی راوړله او له پاکستان څخه د افغانستان کړیدلی ولس په ۵۲ ډوله طیارو بمبار شروع کړ چی د طالبانو ټول نظام یی په یوه میاشت کی ختم کړ یعنی کچیری غواړی پاکستان له طالبانو له ملاتړ لاس واخلی نو خپلی کړی مرستی ترینه د ۷۲ یا یوی اونی یعنی ۷ ورځو ترینه وغواړی یا دی ورته ووایی چی طالبانو ټول نظامی چارواکی امریکا ته وسپاره نو انعام به هم درکړم تاسی باور وکړی د شته تړون سره سره به هم پاکستان ټول کویټی شورا او پیښور شورا سیاسی او نظامی مشران امریکا ته وسپاری ځکه پاکستان ته ډالر مهم دی طالب مهم دی او نه هم روسیه او امریکا او نه هم اسلام

    ځکه همدی پاکستان طالبانو مشر ملاعمر او ملامنصور د امریکا په امر وواژه او داسی ویل کیږی چی ملا هیبت الله یی هم وژلی او اوس یی ورته ملا یعقوب مشر ټاکلی او د همدی امریکا په اشاره یی ملا برادر تر ۹ کالو بندی کړ هیڅ افغان چارواکی را خلاص نکړای شو مګر خلیلزاد په مجلس کی ترینه وغوښت او را خوشی کړ

    د حقانی مشر او وردکی ملا(ملایاسر) یی وواژه او همدارنګه یی ملاهیبت الله ورور یی د کچلاق سیمه کی په یوه بمی چاودنه کی وواژه، جیش ډله، لشکر جنګوی، لشکر طیبه او جیش عدل او نوری جنګی ډلی یی د همدی امریکا او برتانیی په اجازه د افغانستان او ایران او هند او چین پر ضد تربیه کړی چی کله برتانیه او امریکا ترینه وغواړی ورباندی په کمه بیه خرڅوی

    کچیری امریکا په رښتیا پوهیږی چی پاکستان ددی ډلو شتون حقیقت لری ولی ورباندی امنیت شورا له لاری بندیز نه لګوی دومره خبری پوښښ ته څه ضرورت ، دا ددی معنا ورکوی چی امریکا د پاکستان په وړاندی کمزوی شوی ځکه کمزوی شخص یا اداره د اقدام پر ځای شعاری لیکنی او خبرونه خپروی
    چی دا پخپل قدرت او پخپل ځان باندی عریضه او نیوکه کول دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب