شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: کابل دې د فساد پر ضد د مبارزې جامع تګلاره...

ملګري ملتونه: کابل دې د فساد پر ضد د مبارزې جامع تګلاره جوړه کړي

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: ملګري ملتونه وايي، د افغانستان لپاره د فساد پر ضد اغېزناکه مبارزه کې پکار ده چې د سولې او سوکالۍ هڅې ګړندۍ کړي.

تېره ورځ په افغانستان کې د فساد په اړه د ملګرو ملتونو، پر روڼتیا د څار سازمان او ایوا تر منځ ګډه انلاین ناسته کې د یوناما د قوانینو د څار برخې مشرې رومانا شویګر وویل، ملګري ملتونه به د فساد ضد مبارزه کې د افغانستان ملګرتیا وکړي.

میرمن رومانا شویګر زیاته کړه، دوی له افغان حکومت څخه غواړي چې د مدني بنسټونو او نورو اړخونو په مشوره د فساد پر ضد د مبارزې لپاره یوه نوې، په واقعیتونو ولاړه او اوږدمهاله پالیسي جوړه کړي.

روماناټینګار کړی چې د دوی لخوا تېره اوونۍ خپاره کړي کلني راپور کې هم ټینګار شوی دی چې د فساد پر ضد جګړه د افغانستان د راتلونکې لپاره خورا مهمه ده او د سولې پر وړاندې خنډونه هم له منځه وړي.

د ایوا په نوم دغه پروګرام کې اغلې شویګر ټینګار وکړ چې د فساد پر ضد مبارزه کې باید له حکومتي دایرې څخه بهر هېوادوال، بنسټونه او پر اجتماعي خدماتو بوخت سازمانونه هم راشری کړای شي، تر څو د فساد پر ضد مؤثره مبارزه وشي او اصلاحاتو ته زمینه برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب