جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهپاکستاني ځواکونو لسګونه بلوچ او پښتانه فعالان او محصلین نیولي

پاکستاني ځواکونو لسګونه بلوچ او پښتانه فعالان او محصلین نیولي

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: پاکستاني ځواکونو د بلوچستان په کویټه ښار کې د صبیحه بلوچ او مهلاب بلوچ په شمول لسګونه پښتانه او بلوچ محصلین نیولي دي.

د بلوچستان د محصلینو یوه فعاله مهرنګ بلوچ وايي، دوی تېره ورځ د انلاین درسونو په برخه کې د ستونزې له امله اعتراض ته راوتلي وو، خو پولیسو ورسره اخ و ډب کړی دی او ګڼ ملګري یې ترې نیولي دي.

د محصلینو غوښتنه دا وه چې په ګڼو سیمو کې انټرنیټ نشته خو د لوړو زده کړو ایالتي کمېسیون پریکړه کړې ده چې انلاین درسونه دې پیل شي، خو پولیسو له دغو محصلینو سره اخ و ډب رامنځته کړی دی.

په کویټه کې د بلوڅ محصلینو ټولنه وايي، د لاریون یوازنی هدف یې دا و چې حکومت خپلې حقیقي ستونزې ته متوجه کړي، ځکه د انلاین درسونو پيلېدو به بلوچ او پښتانه محصلین له درسي پړاوونو او ساعتونو بې برخې کړي او بیا به په ازموینو کې ناکام شي.

محصلین له یوې اوونۍ راهیسې په لاریونونو کې شکایت کوي چې د انلاین زده کړو په اړه د حکومت پریکړه له تعصب ډکه ده او دغه ایالت د خلکو ستونزې په کې په پام کې نه دي نیول شوي.
بلخوا ګڼو لوریو د پاکستاني ځواکونو لخوا د پښتنو اوبلوچو محصلینو د نیونې په موضوع نیوکې کړې دي.
د پي ټي ایم مشر منظور پښتین دا پېښه غندلې ده او ژر تر ژره یې د محصلینو د خوشې کولو غوښتنه کړې.

د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي، پاکستاني ادارې باید ژر تر ژره هغه محصلین خوشې کړي چې د انټرنیټ د نشتون له امله یې مظاهره کړې وه او دوی نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب