پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهد افغانستان بانک سرپرست، دویم مرستیال اوګڼ امرین له دندو لرې کړي

د افغانستان بانک سرپرست، دویم مرستیال اوګڼ امرین له دندو لرې کړي

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي په خپلسري ډول د بانک دویم مرستیال او څو امرین له دندو لرې کړي دي.
اجمل احمدي چې د سوداګرۍ پخوانی سرپرست وزیر و او هیڅ یوه ملي ژبه یې خبرې نه شوای کولې، له دغه کار څخه یې نن د افغانستان بانک لومړي مرستیال واحد الله نوشېر پرده پورته کړې ده.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او عالي شورا د غړي په حیث، د بانک د دویم مرستیال محمد قسیم او نورو امرینو لرې کول د هېواد او افغانستان بانک له قوانینو سره په ټکر کې دي: (( پرون له ما څخه وغوښتل شول چې د بانک د عالي شورا له غونډې ووځم، دا پرېکړه زما په غیاب کې شوې ده، زه نه یوازې له داسې پرېکړې سره موافق نه یم بلکې د قانون په رڼا کې د دې پېښې د جدي پلټنې لپاره له خپلو همکارانو سره ولاړ یم.))

په دې تړاو ګڼو رسنیزو فعالانو نیوکې کړې دي او له ولسمشر څخه یې پوښتنه کړې ده چې په اجمل احمدي ولې تر دې حده مئین دی؟
اجمل احمدي په سوداګرۍ وزارت کې د هوايي دهلېزونو په ضعیفه مدیریت او د سوداګریز سیستم په ځپلو تورن دی.

د نوموړي په وخت کې د سواګرۍ وزارت په مطبوعاتي دستګاه کې یو پښتون نه درلود او ولسي جرګې هم د رد رایه ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب