دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبد نړیوالو کیسو کیسې: د چينايي لیکوال مورن شيوڅون ټکر

د نړیوالو کیسو کیسې: د چينايي لیکوال مورن شيوڅون ټکر

ایمل پسرلی

له کمکيني مې اورېدل چې په ښه لنډه کيسه کې کرکتر په پای کې له هغه څه بدلېږي چې په پیل کې و، که بشپړ نه وي بدل شوی یو ښکاره بدلون یې په فکر یا عمل کې راغلی وي. بله ښېګڼه یې ګواکې دا وه چې پر لوستونکي يو نه يو ډول اغېز پرېباسي. لوستونکي او ټولنې ته مثبت پيغام لري. خو که منطق يا داستاني استدلال يې کمزورى وي اغېز به یې داسې وي لکه نوې او مسته سندره چې شايد يو څو ورځې خوند درکړي او بيا دې هېره شي.  که برعکس داسې راولگېږي چې پېښې يې زړه مني، استدلال يې د خواخوږۍ يا کرکې د پيدا کولو لپاره په لوى لاس نه دی شوی،  د پېښو د پېښېدا بڼه يې معقوله ښکاره شي ، بيا نو باوري يم چې ژر يې نه اغېز ورکېږي او نه مو له زړه او ذهنه وځي. پيغام به يې هم حتمآ موثره وي. د چينايي ليکوال مورن شيوڅون کيسه ” ټکر ” ما ته  هغه څه لري چې له کمکيني مې د ښې لنډې کيسې د مهمو برخو په باب اورېدلې وو:

“ټکر

د سترګو له کونجه مې ولید چې موټرسایکل واوښت او پر سړک وښوېده. چلوونکی یې په هوا شو، داسې پر مځکه راولوېد چې خورا بد غږ یې پورته شو، دوه ملاقه یې ووهل او بیا پرېووت. په سترګو مې تیاره شوه ، موټر مې ودراوه. موټرسایکل چلوونکی پر سړک پروت و هېڅ نه ښورېده. ماښام و، د ټکر په ساحه کې شاوخوا شور و. په وارخطایۍ مې هغې وینې ته وکتل چې د سړي د خولۍ له لاندې بهېدې. ټینګې ځلېدونکې سرې لکه د مۍ میاشتې غوړېدلي تک سره ګلاب چې وینې.

دا سړی لا هم پر مځکه اوږد غځېدلی و، ساه پکې نه وه. په موټر کې پاتې شوم او له ځان سره مې فکر کاوه:

–         سړیه دا دې څه وکړل، لطفآ مه مره. له شراب څښلو وروسته موټر چلول، نا قانونه پر سړک اوښتل. ښه که ته مړ یې خدای دې ما هم پسې واخلي.

څو شېبې وروسته له موټره ووتم او ورو ورو د هغه په لور ورغلم. دی ناڅاپه په بل اړخ واوښت، کېناست ، خولۍ یې لا په سر وه چې له ځان سره وبنګېده او بې دریغه ښکنځل یې وکړل:

–         ودې …

دا لا څه ډول سړی و؟ ما ٫اولد وي، ته په اووه دېرش کلن ژوند کې دومره خوږه ښکنځل چا نه وه کړې. هېڅ ښکنځل زما په غوږ دومره ښه نه وه لګېدلې لکه د ده ٫ ودې …، . داسې وه لکه د جنت زیری، راسره فکر مې وکړ:

–         که دا سړی دومره ژوندی دی چې ښکنځل کولی شي نو بیا عالي خبره ده.

سړک له پاشلې دڼیا او سرو مولیو ډک و، داسې ښکارېده چې سړی غریب بزګر و ، ښار ته یې سابه راوړل. یو څه اسوده شوم، هڅه مې وکړه راپورته یې کړم چې یو دوه ګامه واخلي. دا کار سم پر مخ روان وو، دی نېغ ودرېد. هر څه سم ښکارېدل، د مشکل یوازینۍ ښکاره برخه یې خوله وه چې له وینو ډکه وه. راسره ومې پتېیله چې باید د ده مخته ځان کمزوری ونه ښییم. که ورسره ښه وم شاید دی مې له دې چلنده ناوړه ګټه واخلي او نه پوهېږم څه تاوان وغواړي. ده ورو ورو خپله خولۍ له سره لیرې کړه او دغه وخت ما پرې ورنارې کړې:

–         لایسنس دې راوښیه.

که هر څوک د ټکر لامل وي ګومان نه کوم چې د دغسې خبرې زړه دې وکړي خو ما غوښتل چې سړی غلی کړم. دی لا هم ګنکس و. د سر وینه یې په ګوتو لمس کړه، خپل لاس ته یې وکتل او په رېږنده غږ یې وپوښتلم:

–         ته څه کوې؟

دا سړی تر پنځوسو کالو اوښتی و، غوړ کالي یې اغوستي و، ژیړ ربړي بوټونه یې په پښو وو او له جامو یې د مځکې د سرې بوی لټېده. داسې نه ښکارېده چې له ژونده دې ډېر خبر وي. ما په قهر ورته وویل:

–         ستا یې پرې څه، لایسنس دې راښییه!

تر ډېره وخته بوخت و بیا لکه شرمېدلی چې وي موسک غوندې شو:

–         اممم، هېر شوی مې دی چې راسره یې راوړم.

اوس نو پرې زما لاس بر و، په سینه مې یوه ګوته ورکېښوده او لږ مې پورې واهه:

–         بالکل اوس نو تا و…. لایسنس نه لرې؟ په موټر پسې مې جوخت را روان یې؟  او لا هم دومره جرئت لرې چې ښکنځل راته وکړې؟

سر یې کښته شو، غوښتل یې د ځان دفاع وکړي:

–         ته ، تا هم د موټر څراغونه نه وو روښانه کړي، ما به څه لیدې ….

په دغه وخت کې مې پام شول چې ورو ورو یو څو کسه زموږ لور ته را روان دي. په دې پوهېدم چې ان سویکه هم په هغو خلکو غاښ لګوي چې وارخطا وي، نو ولې زه یو څه روپۍ ورنه کړم او ځان ترې خلاص کړم. ښه دی چې جنجال جوړ نه شي.  مرسته مې ورسره وکړه چې موټرسایکل ودروي، دغه زاړه سړي سر وځړاوه او په ټیله ټمبه یې یو دوه ګامه واخیستل او بیا ناڅاپه بیرته پر مځکه راوغورځېد.

دا ځل سم دم پرېوتی و. تر ډېره مې وښوراوه خو سړی نه ښورېده. لارویان ډېرېدل او تر شا مو د ګڼو موټرو کتار جوړ شوی و. له لیرې مې د پولیسو د موټر غږ واورېد. دا حالت مې خوښ نه شو ژر مې ٫٫هیو څاوشینګ،، ته زنګ وواهه. دی بیخي کارپسې سړی و،  دا چې ټکر چیرې شوی و، عمومي حالت څه و دې ته ورته څو پوښتنې یې وکړې او بیا یې ژمنه وکړه چې مرسته به راسره کوي.

ټیلې فون مې خلاص کړی و چې پولیس راورسېدل او یوه یې زما د اسنادو پوښتنه وکړه. ما په ټیټ غږ ورته وویل:

–         ستاسو د مشر ملګری یم.

پولیس مې مخامخ سترګو ته وکتل:

–         چټیات مه وایه، اسناد  دې راوباسه.

زوړ بزگر ورو ورو را اوښت او ژوره ژوره ساه يې اخيسته. ويې ويل:

–         ته نه وې …..

زه شېبه په شېبه پسې وارخطا کېدم خو بيا مې د پوليسو مخابره واورېده چې وچغېده. که هيو څاوشينگ وي نو لاس په کار شوى دى. پولیسو تر څه وخته مخابرې ته غوږ ونيوه، ما ته يې ځير وکتل او بيا له گڼې گوڼې ليرې لاړل چې خبرو ته دوام ورکړي.  تر دوو دقيقو لږ وخت وروسته بيخي په بل ډول نظر او چلند راستانه شول.

پوليس ما ته څه ونه ويل بلکې بزگر ته مخاطب شو:

–         ته په ده پسې وې؟  پېژندپاڼه، لايسنس ، پاسپورټ!

د زاړه سړي د مخ رنگ واوښت، په وينو لړلى و، خوله يې رېږدېدله. تر ډېره وخته داسې ښکارېده چې په روان حالت نه دى خبر چې څه پېښېږي. پوليس يو څه نورې پوښتنې هم ترې وکړې او بيا يې ما ته مخ راواړاوه. په ټيټ غږ راته وبوڼېده:

–         وکيل صاحب ٫وي، راځه لومړى دى روغتون ته ورسوو، ډېر بد خوږ شوى دى.

شاکي شوم چې په څه بدمرغي اوښتى يم. خو فکر مې نه کاوه چې دغه زوړ سړى دې دومره احمق وي. ناڅاپه ودرېد او پر خپل موټرسايکل يې  بې سېکه غوندې ځان تکيه کړ. بيا يې د سبو ټوکرۍ ور واخيسته او پر سړک یې د پاشل شويو سبو په راټولولو پيل وکړ، پر پاڼو يې د سر او مخ د وينو څاڅکې لوېدل.  ما او پوليس په حيرانتيا يوه بل ته وکتل. پوليس ورته وويل:

–         هېڅ نه دې در شوي؟

د سبو زاړه کروندگر خپله سينه وموږله:

–         درد کوي.

هغه بل ډنگرکى پوليس رامخته شو  او ويې پوښت چې  دا کيسه دلته ختموي او حل کوي که نه، ورته ويې ويل:

–         ته لايسنس نه لرې، د ده په موټر پسې وې، او داسې ښکاري چې تا يې موټر وهلى دى، بايد تاوان ورکړې، په خبره پوهېږې؟

بيا يې ما ته وويل:

–         ستا گناه هم وه، ستا څراغونه نه وو روښانه.

ما مودبانه ومنله چې زما گناه هم وه.  زوړ سړى ډار شوى و، تر ژبې لاندې يې له ما بخښنه وغوښته:

–         وبخښه … وبخښه.

له ځان سره مې خندل  واقعآ  ارامه شوى وم. دغه پوليس پوهېده چې له مسايلو سره څرنگه چلند وکړي.  ده زما د موټر هغې برخې ته اشاره وکړه چې وهل شوې وه:

–         موټر دې جوړ دى؟

–         مستري ته تر وړلو مخته پرې څه نه شم ويلى، خو کوپي کشي او رنگ غواړي چې لږ تر لږه درې څلور زره پرې لگېږي.

د سبو د زاړه بزگر سترگې راووتې، ښکارېده چې زړه يې چوي، له جېبه يې څو کوت کوت شوي نوټونه را وايستل دوه ، يو  او وړې پيسې. دا ټولې تر سلو ينو نه ډېرېدې. دومره اندېښمن وو چې له سترگو يې اوښکې بهېدې:

–         يوازې همدا لرم، که نه نو موټرسايکل درواخلئ.

–         دا زړو موټرسايکل  د کباړ وړ دى، زه يې څه کوم؟

پوليس په ټيټ غږ څو خبرې ورسره وکړې. سړى ورېږدېد بيا  يې کوټ خلاص کړ، زړه نا زړه يې يوه مربع شکله پلاستيکي کڅوړه را وايسته.  هلته ٣٣٠ ينه وو.  يو سلگون، څلور پنځوسي او درې لسگونه، ټول داسې اېښودل شوي وو لکه کوچينى مثلث شکل چې ترې جوړ وي. په نه زړه يې راته ونيولې، پر مخ يې اوښکې بهېدې:

–         دا مې د سرې لپاره ساتلې وې، بس همدا پيسې لرم. نورې نه لرم.

ما ٣٣٠ ينه ترې واخيستل او ورته کتل مې چې موټرسایکل يې کرشاوه. څو وار يې د چالانولو هڅه وکړه خو نه کېده. په يوه لاس کې يې د سبو ټوکرۍ نيولې وه او په بل کې يې موټرسايکل کشاوه. سړى لاړ. لا يې هم له مخه وينه بهېده. را ټول شوي خلک ورو ورو خواره شول. لومړني پوليس په ټيټ غږ نصيحت راته وکړ:

–         په راتلونکي کې شراب څښلو ته پام کوه.

–         پوه شوم پوه شوم، د يوې مېلمستيا پوروړى مو يم.

هغه ځواب رانه کړ، خپله شپېلۍ يې ووهله او لاړ.زه موټر ته وختم، له بل پېچومي چې اوښتم  زوړ بزگر مې وليد چې له يوې وړې ونې سره ولاړ و. له مخه يې داسې رنگ الوتى و لکه  د وريجو پاڼه، لاس يې نس ته نيولى و پرله پسې يې ټوخل. يو بل ته مو وکتل خو بيا مې ترې مخ داسې واړاوه لکه هېڅ چې نه وي پېښ شوي. له ځان سره مې وويل پوليسو دا خبره حل کړه ولې دې زه بيا په دې سړي پسې ورشم او ځان ته غم جوړ کړم.

د موټر اکسلېټر ته مې پونده بنده کړه او د “فنگ شان” ښارگوټي پر لور رهي شوم. له ځان سره مې فکر کاوه چې ميينه ” شياو لي” به راته اندېښمنه شوې وي چې ناوخته مې کړ. “

په دې کيسه کې د اصلي کرکتر او د نکل راوي ” اولد وي”  د داستان له پيله تر پايه بدلېږي. په کيسو کې لکه د فلمونو اصلي څېره عمومآ اتله وي. اتل ښه وي بد نه وي. بيا چې د کيسې راوي هم شي نو ډېره کمه داسې پېښېږي چې تر پايه دې ځان داسې راوښيي چې گواکې منفي رول لوبوي.

د ټکر په لومړيو کې راوي اندېښمن دى، خواخوږى دى، بزگر ته يې زړه بد شوى خو وروسته سخت زړى دى، نه يې د هغه بزگر بې وزلي ځوروي، نه د هغه ټپونه، د ځان په گټه تمام شوى حالت هم د پوليسو قضاوت بولي چې گواکې د ده پکې لاس نشته.

د کيسې پيغام ښايي ډېر منفي وبولي. يعنې زورور بريالى دى.  په دې کيسه کې بزگر گناه نه ده کړې خو دا چې څوک نه پېژني نو پړ هم شو او مړ هم شو. خو د کيسې پيغام له شوې پېښې ورهاخوا په ټولنه کې خپاره فساد ته اشاره ده. کيسه دا نه راته وايي چې فساد بد دى، بلکې راښيي يې چې د فساد پايله څه کېږي.

اولد وي، له ټکره سم لاسي وروسته له ځان سره په خبرو کې خپل جرم مني: ” له شراب څښلو وروسته موټر چلول، نا قانونه پر سړک اوښتل.”  خو دى  وکیل دی، پولیس چې خطاب ورته کوي وکیل صاحب ورته وايي، نو دی د ټولنې په نبض خبر دى، غواړي چې د بزگر په وړاندې ځان زړه ور او د واک څښتن وښيي. له هغه د لايسنس پوښتنه کوي. کله چې لارويان راټولېږي او د پوليسو د موټر غږ اوري بيا نو پوهېږي چې په ” سفارش ” پسې بايد وگرځي. دى زنگ وهي. کله چې پوليسو ته وايي چې د دوى مشر پېژني د هغوى لومړنى غبرگون ” چټیات مه وایه، اسناد دې راوباسه.” د ټولنې او نظام رنگ راښيي. داسې ټولنه ده چې پوليس قانون ته تابع نه دى بلکې زور ته غاړه ږدي. البته په پيل کې مقاومت کوي او خبره يې ” چټيات” گڼي. په حقيقت کې پوليس هم د راوي غوندې اول خپل بخت ازمويي ، هغسې چې اولد وي په پيل کې پر بزگر سترگې برگې کړې وې او لايسنس يې ترې غوښت پوليس هم اسناد غواړي.

کله چې پوليس ته له ” پاسه ” غږ کېږي له راوي سره يې چلند بدلېږي. نه يوازې يې خبرې ورسره خوږې شي بلکې د مقابل لورې د لا پرځولو په برخه کې هم تر ده مخته کېږي. پوليس مني چې د موټر چلونکي جرم کړى دى ان په ټيټ غږ ورته وايي یا د راوي خبره نصیحت ورته کوي چې ” په راتلونکي کې شراب څښلو ته پام کوه.” خو دى سفارش لري نو د ده په هر کار پولیس سترگې پټوي. کيسه کې راته وايي چې لارویان راټول شوي شايد په همدې دليل پوليس يو ځل ډرايور ته وايي ” ستا گناه هم وه، ستا څراغونه نه وو روښانه.” پولیس ظاهرآ ځان ولس ته منصفه ښکاروي.

دا کيسه راته وايي چې په کومه ټولنه کې چې زور د زور له پاسه وي، فساد او سفارش منل شوى وي هلته انصاف نشته. د کيسې پيغام همدا دى چې فساد بد دى او ان خواخوږى بنده هم شايد په مفسده ټولنه کې سخت زړى شي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ایمل پسرلي نه په مڼنه،
    کولای شم وپوښتم چې دا د (ټکر) لڼډه کیسه ، د چانکایشک وخت په چین کښې؟
    د ماوتسي تونګ په کمونیستی دوران کې ؟؟
    او که اوسني (کومونو-کاپیتالیست )چاینا کې واقع شوې ده ؟؟؟
    د پوکسټین ، او افغانستان د ترافیکو وضعیت هم تقریباََ همدا فساد روان و، او دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب