پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهصالح: یوه میاشت وزارت کې مې د کابل جرمونه صفر کړل

صالح: یوه میاشت وزارت کې مې د کابل جرمونه صفر کړل

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کله چې دی د کورنیو چارو سرپرست وزیر و، په ۲۷ کاري ورځو کې یې کابل کې د جرمونو کچه صفر کړې وه.
نوموړی وايي، د جرمونو د زیاتوالي یوه اساسي وجه دا ده چې په هېواد کې ښځینه پولیسې کمې دي او له همدې کبله حکومت خپلو ۵۰ سلنه وګړو ته لاسرسي نه شي کولای.

نوموړی پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي چې د ده په وخت کې له مجرمینو سره جدي چلند کېده: (( زه ۲۷ ورځې وزیر وم او په ۳۴مه ورځ کابل کې جرمونه صفر شول.))
ښاغلی صالح لیکي پولیس یې پر دې پوه کړي وو چې د دوی دنده د جرمونو مخنیوی دی: (( ما ورته ویلي وو چې تاسې یوازې نه یاست وزارت د غره په څېر ستاسې تر شا ولاړ دی، هغوی په دریو اوونیو کې درک کړه چې وسله یې مقدسه ده او په دې پوه شول چې څوک په نښه کړي؟))

د امرالله صالح دا څرګندونې وروسته له هغې شوي دي چې د ده یو غږیز پیغام خپور شو او په کې د کورنیو چارو وزارت د سرپرستۍ پر مهال صالح خپل یو پولیس منصبدار ته امر کوي چې څوک موټر درته ونه دروي، ویې ولئ: (( له والي مه دارېږئ، له وکیل مه ډارېږئ، چا چې درته په لویه لار موټر ونه دراوه ویې ولئ، زما دفتر ته یې راوړئ، مسوولیت یې زه اخلم.))

امرالله صالح د دغه غږیز کلیپ په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې دفتر ویلي وو چې دا کلیپ جعلي دی.

3 COMMENTS

  1. ښاغلی صالح ته!
    تاسو ویلي کله چې تاسو د کورنیو چارو وزارت وزیر وی په یوه میاشت کې مو به کابل کې د جرمونو کچه صفر ته ورسوله خو کله چې تاسو له وزارت څه لرې شوی د جرمونو کچه بیرته سلو ته زیاته شوه. دلته داسې شکونه پیدا کیږي چې یا خو دا ډول مجرمین چې په کابل کې فعالیت درلود یا لري ستا خپل کسان دی چې کله تاسو د کورنیو چارو وزیر شوی بیا نو ستاسو په امر سره دوی خپل فعالیت په ټپه ودروه څکه چې بیا ستاسو وړتیا د سوال لاندې راتله. که چیرې دا خبره غلطه وي چې دا ستا کسان نه دي نو اوس خو له وزارت څخه په ډیر لوړ مقام کې دند لرې او صلاحیت دې هم زیاد شوی نو اوس ولې له خپلې وړتیا څخه ګټه نه پورته کوي او په کابل کې د جرمونو کچه صفر ته نه بلکې له سل څخه پنځوس ته را ټیټه کړه بیا به مونږ ووایي چې رښتیا کله چې تاسو په وزارت وی دغه ستاسو وړتیا وه نه بله خبره پرته له هغه د خلکو په ذهنونو کې شکونه او سوالونه پیداکیږي….

  2. د عادل خان ورور څرګندونه د سختی پاملرنی او تأمل وړ ده او ضمناً دا احتمال هم کمزوری نه ښکاری چی د کابل د ښار او نورو سیمو بد امنیتی حالت یوه هڅه وی څو د وولس ذهن د راتلونکو ( منفی) بدلونونو منلو ته چمتو کاندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب