«جنګ رنګ نه پریږدي»
جوزیف تر دې خبرې وروسته ژر ژر ساه واخیسته. زما او ده ترمنځ نصواري پلن میز و، خو ما یې په سینه کې د ساه ایستلو غرژی اوریده. سپین لاسونه یې داسې و لکه له دیواله چې چونه ګرږیدلې وي، هلته هلته تور بخون کم رنګه داغونه پرې پورې وو. سترګې یې ښکته واچولې د خپلې راځوړندې پوزې سر ته یې کتل.
د مکسیکویانو له مزریو جوړه رنګه خولۍ یې شاته پر دیوال راځوړنده ده. ښي لاس ته یې په المارۍ کې رنګه شمدان ایښی دی، شاوخوا یې سپین موم څڅیدلې دي، په منځ کې یې شمه نه ښکارې ښایي ټوله به ویلې شوې وي.
جوزیف پر خپلو سپینو ببرو وریځو لاس تیر کړ:
-زما په خبره پوه شوې؟
فکر مې وکړ چې کومه خبره یادوي له دې پرته خو یې څه نه و ویلي چې « جنګ رنګ نه پریږدي» نو ورته و مې ویل:
-څرنګه رنګ نه پریږدي؟
د خپل سره کمیس غاړه یې شاته کړه:
-زموږ په کلي کې پخوانۍ کلیسا وه
په یوه نوک یې د بلې ګوتې نوک ټک ټک وواهه:
– د کړکیو دغسې وړې وړې شیشې یې رنګه رنګه وې
د اوبو غوړپ یې وکړ:
– موږ چې به ماسپښین له مکتبه ستړي ستومانه راتلو دا رنګونه به مو شمیرل
سړي وټوخل:
-دغه د کلیسا رنګه ایینې د جرمنیانو یوه بم دړې وړې کړې …
ده پورته رنګه قندیل ته سترګې ونیولې. ما ورته وویل:
-ما په فلمونو کې د نړیوالې دوهمې جګړې ډيرې پیښې لیدلې دي
د شکیدلې ککرۍ څټ یې وګیراوه:
-فلم او په سترګو لیدلی حال لکه پراګ او برلین ما خپلو لمسیانو ته ویلي دي که د نړیوالې دوهمې جګړې فلم ته مو زړه وشو زما مخې ته به یې نه ګورئ
شونډې یې ویړې شوې، د شنو سترګو کسي یې په ګونځو کې کوچیني شول:
-مخامخ ورمنډې کړي په دې ټک وکړه په هغه، جنګ چیرې داسې اسانه و
-سختي یې په څه کې وه؟
ماته یې ګوته ونیوله، لاس یې ریږدیده خو ګوتې ته یې ټکان ورکړ:
-که چا دغه سختي ویلی شوای بیا خو نو سختي نه وه
سر یې و خوځاوه:
-پوه شوې؟
راولټیدم:
-هو پوه شوم
چې تر دروازې وتلم پوړیدلی غږ یې جګ شو:
-نه یې پوه شوی.
ومې خندل دروازه مې پورې کړه، پر خلاصې کړکۍ د راځوړندې سپينې جالۍ له شا د بوډا د پرې کړې پرې کړې خندا غږ راوته.
پراګ