پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، خپلو خوشي شویو غړیو ته یې ویلي چې جګړې ته...

طالبان وايي، خپلو خوشي شویو غړیو ته یې ویلي چې جګړې ته لاړ نه شي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۵) په داسې حال کې چې افغان چارواکي او ځینې خوشي شوي طالبان وايي چې خوشي شوي طالبان بیا د جنګ جبهې ته ځي، طالبانو اعلان وکړ چې خوشي شویو طالبانو ته یې امر کړی چې جګړې ته ستانه نه شي.

د طالبانو له لوري په یوه خبرپاڼه کې، چې پرون (شنبه) خپره شوه، راغلي چې د دوی اسلامي امارت راخلاصو شویو بندیانو ته هدایت کړی چې په خپلو کورونو کې واوسي او د جګړې ډګر ته لاړ نه شي.

طالبانو خپلو خوشي شویو غړیو ته ویلي چې په دې سپارښتنه کلک عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو خوشي شویو طالب بندیانو، چې ویدیوګانې یې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، ویلي چې بیا د جنګ جبهې ته ځي.

تر دې وړاندې طالبانو ژمنه کړې وه چې خوشي شوي بندیان به جنګ ته نه لېږي.

طالبان وايي، که د بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه شي، نو دوی چمتو دي چې له لوی اختر وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین جمعې په ورځ د خپلې ټویټرپاڼې له لارې وویل، طالبان چمتو دي چې له لوی اختر مخکې د حکومت بندیان خوشې کړي، خو په دې شرط چې حکومت هم د طالبانو پاتې بندیان له سپارل شوي لېست سره سم خوشې کړي.

شاهین زیاتوي چې طالبان له اختر وروسته د بین‌الافغاني خبرو پیل ته چمتو دي.

خو په همدې حال کې د افغانستان حکومت وايي چې نژدې ۶ سوه هغه طالبان نه خوشی کوي چې په لویو جرمونو کې لاس لري خو حاضر دی چې د دغو کسانو پر ځای نور طالب بندیان پرېږدي.

خو له دې سره سره  د افغانستان حکومت د شنبې په ورځ ۵۰ نور طالب بندیان خوشي کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب