جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهد څلورو ژباړنو کیسه: غزانور غزا

د څلورو ژباړنو کیسه: غزانور غزا

کیسه د طلاق ده، څو میاشتې مخکې د بېلتون او تېره اونۍ د طلاق په نوم ژباړل شوې ده. ما چې د کیسې نوم بدل ولید، باوري شوم چې په ژباړه کې هم به ورته ستونزې وي. ښه مې وګڼله چې د دواړو ژباړنو ترجمه سره پرتله کړم او خبرې پرې وکړم.

له ژباړې را معلومه شوه چې له پاړسو ترجمه شوې ده. انلاین مې وپلټله، یوه ایراني ورته لیکلي و، نویسنده محمد پور محسن. بله وېبپاڼه کې مې همدا کیسه په تهرانۍ لهجه وموندله، په نورو ایرانیو وېبپاڼو کې هم همدا کیسه وه چې محسن یې د لیکلو دعوه کوي، خو د ژباړن یا لیکوال نوم ور سره نه و، پوی شوم چې کیسه به انګرېزي وي.

په انګریزي وېبپاڼو کې مې همدا کیسه وموندله، له ۲۰۱۰ زیږیز کال نیولې ان تر ۲۰۱۳ اکټوبر پورې پرلیکه شوې، خو محسن یې چې د لیکلو دعوه کوي، دوه کاله وړاندې یې پرلیکه کړې ده، ځکه ویلی شو چې کیسه ایرانۍ نه بلکې انګریزي ده.

پنځه واړه کیسې مې سره څنګ په څنګ کړې، له انګریزي متن سره دوه ایرانۍ او دوه پښتو ژباړې مې پرتللې، خو کله به په پښتو کې له داسې څه سره مخ شوم چې فکر مې کاوه، دوی به له دې پاړسو متن کیسه ژباړلې نه وي.

له پښتنو ژباړنو سره مې نه پېژندل، پرلیکه(انلاین) لټون مې پیل کړ. ومې موندل، له تماس وروسته یې د هغې کیسې لېنک را کړ، چې (محمد پور محسن) یې د هستولو دعوه کوي.

د څلورو ژباړو یو ګډ شی دا دی چې پاړسو ته په اړولو کې ایرانیان تېروتنې او زیاتونې یا کمونې کوي. له پاړسو چې پښتو ته اړول شوې ورته ستونزې پکې نورې هم زیاتې شوې دي. پاراګراف په پاراګراف څه چې په جملو او ان کلیمو کې هم ستونزې شته، خو په ځینې مهمو مسلو به یې خبرې وکړو.

د کیسې په لومړي پاراګراف کې لیکوال وايي:

When I got home that night as my wife served dinner

محسن چې ځان د دې کیسې لیکوال بولي، لیکي:

وقتی آن شب از سر کار به خانه برگشتم، همسرم داشت غذا را آماده می‌کرد،

بل ایرانی چې د ایران په لیکوالو کې د اوسمهالي کره لهجې په ځای تهرانۍ لهجه کاروي، ښايي په یو هنر نه دا وايي چې کیسه یې خپله ده او نه دا څرګندوي چې ژباړلې یې ده، د همدغه پاراګراف په جمله کې یواځې ګرامري تېروتنه کوي.

اون شب وقتی به خونه رسیدم دیدم همسرم مشغول آماده کردن شام اسست

پښتنو دا جمله داسې ژباړلې ده.

۱ هغه شپه له کار ځايه کورته راغلم، مېرمنې مې خواړه تیارول.

۲ ماښام له دفتره کورته راغلم ، مېرمنې مې ډوډۍ تياروله

په پورتنۍ جمله کې انګرېز د کیسې د یو اصل له مخې لوستونکی په تلوسه کې ساتي، نه دا ورته وايي چې څه کاره دی، نه یې په دې پوهوي چې له دفتر راغلی که کومه مَینه لري او له هغې سره تر ناوخته په پارک یا بڼ کې ګرځېدلی دی.

خو ژباړنو چې ویلي (له دفتره راغلم)، یو خیانت له لیکوال سره کوي، د هغه هنر زیانمنوي، بل د لوستونکي تلوسه له منځه وړي بل ظلم دا دی، چې معلومه نه ده هغه تر ناوخته په دفتر کې و، که له خپلې مینې(مه ینې) سره په سیل وتلی و.

د یو پښتو ژباړن بله ستونزه دا ده چې ‎ایرانیانو ((that night) سم ژباړلی دی، پښتو سمه بڼه یې( په هغه شپه) یا (هغه شپه) ده. د لیکوال منظور یوه ځانګړې شپه ده چې د ده او مېرمن ترمنځ د طلاق خبره کیږی، خو پښتنو ژباړنو کې یوه ( هغه شپه) سمه ژباړلې او د بل هغه (ماښام) ناسم دی.

په پورتنیو دوو جملو کې ګرامري تېروتنه هم شته، ځکه لیکوال وايي، مېرمن مې ماښامنۍ تیاره کړې وه، خو څلور واړه ژباړن وايي، چې ماښامنۍ یې تیاروله.

د انګریزي سمه ژباړه داسې ده

په هغه شپه چې کور ته راغلم، مېرمن مې ماښامنۍ تیاره کړې وه.

په بل پاراګراف کې

Suddenly I didn’t know how to open my mouth. But I had to let her know what I was thinking.

۱ یکدفعه نفهمیدم چطور دهانم را باز کردم. اما باید به او می‌گفتم که در ذهنم چه می‌گذرد.

۲ هرطور بود باید بهش می گفتم و راجع به چیزی که ذهنم رو مشغول کرده بود, باهاش صحبت می کردم.

لومړني ایراني ژباړن چې اول پاراګراف کې یې یو څه له ځان زیات کړي و، په پورته هغه کې یې داسې نه دي کړي او ژباړه یې امانته رسولې ده، خو دویم ژباړن چې په اول پاراګراف کې له ځان زیاتی نه درلود اوس یې دا کار کړی دی.

له دې ویلی شو چې ژباړن ژباړې ته ژمن پاتېدلی نه شي، هرو مرو یو څه د ناپوهۍ او خپسلرۍ له مخې زیاتوي یا کموي.

پښتو بېلګې یې دا دي.

۱ پوه نه شوم چې څنګه مې تر خولې ورته ووتل، خو باید ورته ویلې مې وای چې پر ما څه تېرېږي.

۲ يو ځل پو نشوم له خولې مې ووتل :

پښتو ژباړنو هم دغه پاراګراف سم را اخیستی نه دی، یو خو بېخي ډېره ژر خبره لنډه کړې ده.

لومړي پښتون ژباړن د ایراني د یکدفعه چې د انګریزي بدیل یې بللی پرېښودلې او دویم ژباړن همدغه یکدفعه چې مناسبه ژباړه یې( ناڅاپه) راځي په (یو ځل) بدل کړی دی، خو (ناڅاپه) او (یو ځل) دواړه جلا جلا معناوې لري.

د پورتني پاراګراف مناسبه ژباړه

پوی نه شوم، چې څنسګه مې ناڅاپه له خولې ور ووتل، خو باید په هغه څه مې پوی کړې وی، چې فکر مې پرې کاوه.

له دې وروسته انګرېز ليکي چې د جېن په نوم جنۍ سره مینه لري، خو محسن د هغې نوم نه دی راوړی، بل هغه جېن په (ډوی) بدل کړی دی، خو د کیسې نوم بدلول یو خیانت او هغوی چې پرېښودلی بل خیانت دی.

بل پاراګراف

With a deep sense of guilt, I drafted a divorce agreement which stated that she could own our house, our car, and 30% stake of my company.

با یک احساس گناه و عذاب وجدان عمیق، برگه طلاق را آماده کردم که در آن قید شده بود می‌تواند خانه، ماشین، و 30% از سهم کارخانه‌ام را بردارد.

با احساس گناه فراوان موافقت نامه طلاق رو گرفتم, خونه, سی درصد شرکت و ماشین رو به اون دادم.

اولنی ژباړن (With a deep sense of guilt) سم ژباړلی نه دی او دویم که څه هم د لومړني هغه په پرتله دا عبارت څه ناڅه سم ژباړلي خو ورپسې جمله یې ستونزې لري.

پښتو

دګناه احساس مې کاوه، د طلاق پاڼه مې تیاره کړه چې پکې کور موټر او ۳۰سلنه هم زما د کاروبار ګټه ورته رسېده.

د ګناه له درانه احساس او د وجدان له يوه سخت عذاب سره مې د طلاق اخستو لپاره يوه پاڼه تياره کړه ، په هغه کې مې دا هم وليکل چې له طلاق وروسته به کور، موټر او د کارخانې ۳۰سلنه برخه ورکوم .

پښتنو چې له ایرانیانو ژباړه کړې، تېروتنې یې نورې هم ډېرې دي.

د پورته پاراګراف مناسبه ژباړه داسې ده

د ګنا له ژور احساس سره مې د طلاق موافقه چمتو کړه، چې پکې یاده شوې وه، چې هغه زموږ د کور، زموږ د موټر او زما د کمپنۍ د ۳۰ سلنې ونډې مالکه کېدلی شي.

پورته ژباړه مو پوهوي چې کور او موټر یې له مېرمن سره ګډ دي، هغې یې هم په اخیستلو او جوړولو کې خولې ور سره توی کړې دي، خو کمپنۍ یې ځانته ده او مېرمن یې حق پکې نه لري.

بل دا چې لیکوال وايي دې ته دغه ملکیت رسېدلی شي، خو درې ژباړن حکم کوي چې خاوند مېرمن ته دا مال ور کوي.

ژباړن د کلیمو په ژباړه کې هم تېروتنې لري، زما په نظر کمه مطالعه او د لغاتو کمه پانګه به یې لامل وي، د ځینې کلیمو په ځای د نورو هغه راوړل په مطلب رسولو کې سړی پاتې کوي.

لکه د (shouted) ته ایرانیانو (داد) او (فریاد) لیکلی زما په نظر له انګریزي سره مناسبې کلیمې دي، خو پښتنو همدا کلیمه نه دا چې سمه ژباړلې نه ده، بلکې په همدې پاراګراف کې یې له ځانه زیاتی هم کړی دی.

She threw away the chopsticks and shouted at me, you are not a man!

۱ ظرف غذایش را به کناری پرت کرد و سرم داد کشید، تو مرد نیستی!

۲ در حالی که از اتاق غذاخوری خارج می شد فریاد می زد: تو مرد نیستی

۱ په لاس کې لوښی يې وغورځاوه او راته ويې ویل، ته نر نه يې!

۲ د ډوډۍ خوړلو لوښۍ يې هيسته ګزار کړ او په قهر يې زياته کړه ! ته هېڅ زړه نلرې ، تا ټول عمر له ماسره ښه ندي کړي …او په ژړا شوه

وروستي ژباړن (تا ټول عمر له ماسره ښه ندي کړي …او په ژړا شوه) له ځانه راوړي دي، فکر کوي، چې په دې ډول به له ښځې سره د خلکو خواخوږي زیاته کړي، خو د ژباړن په پرتله لیکوال ډېر پوهیږي، هغه دا کار نه دی کړی.

هغه پوهیږي، چې که د ښځې له خولې دا خبرې کوي، موږ ممکن دومره ډېر باور پرې ونه کړو. نه له ښځې سره خواخوږي وښیو، ځکه د ښځو او خاوند چې سره لانجه شي هر یو ځان سلامت او بل ملامت بولي.

خو دا لاندې جملې چې لیکوال او رواي پخپله لیکلې له ښځې سره زموږ خواخوږي زیاتیږي.

The woman who had spent ten years of her life with me had become a stranger. I felt sorry for her wasted time, resources and energy but I could not take back what I had said for I loved Jane so dearly.

زنی که 10 سال زندگیش را با من گذرانده بود برایم به غریبه‌ای تبدیل شده بود. از اینکه وقت و انرژیش را برای من به هدر داده بود متاسف بودم اما واقعاً نمی‌توانستم به آن زندگی برگردم چون عاشق یک نفر دیگر شده بودم.

زنی که بیش از ده سال باهاش زندگی کرده بودم تبدیل به یک غریبه شده بود و من واقعا متاسف بودم و می دونستم که اون ده سال از عمرش رو برای من تلف کرده و تمام انرژی و جوانی اش رو صرف من و زندگی با من کرده, اما دیگه خیلی دیر شده بود و من عاشق شده بودم.

هغه مېرمن چې د ژوند لس پسرلي یې له ما سره تېر کړي و. اوس راته پردۍ ښکارېده، هغه چې خپل وخت او انرژي يې زما لپاره له لاسه ورکړې و خو ما نور نه شوای کولای چې تېر ژوند ته مې راوګرځم ځکه زړه مې بل ځای بایللی و.

مېرمنې مې د خپل عمر لس کاله له ماسره تېر کړي و ، خو ماته بېګانه او پردۍ ښکارېده ، زه نه توانېدم چې خپل مخکني ژوند ته ور وګرځم ځکه چې زه په يوبل چا مين شوی وم

دغه پاراګراف هم د نورو هغو په څېر سم ژباړل شوی نه دی. له پښتنو که ایرانیانو لا ښه ژباړلی، خو بیا هم یوه کلیمه(resources) یې پرېښودلې چې دلته د سرچینو معنا ور کوي. ممګن اقتصادي وي یا هم نورې.

په بل پاراګراف کې انګرېز یو څه ویلي یو ایراني په لږ بدلون را اخیستي خو دویم هغه سرچپه کړي دي. که پښتنو د لومړني ایراني په ځای د دویم هغه ژباړه پښتو کړې وی، د لیکوال له مطلب سره به یې اسمان او ځمکه توپیر درلود او چا به هم فکر نه کاوه، چې دا ژباړه هغه کیسه ده چې انګرېز لیکلې ده.

The next day, I came back home very late and found her writing something at the table. I didn’t have supper but went straight to sleep and fell asleep very fast because I was tired after an eventful day with Jane. When I woke up, she was still there at the table writing. I just did not care so I turned over and was asleep again.

روز بعد خیلی دیر به خانه برگشتم و دیدم که پشت میز نشسته و چیزی می‌نویسد. شام نخورده بودم اما مستقیم رفتم بخوابم و خیلی زود خوابم برد چون واقعاً بعد از گذراندن یک روز لذت بخش با معشوقه جدیدم خسته بودم. وقتی بیدار شدم، هنوز پشت میز مشغول نوشتن بود. توجهی نکردم و دوباره به خواب رفتم.

خو بل ایرانی چې (writing) یې د فعل په ځای اسم یا د لیکلو په ځای لیکنه ګڼلی، ټول پاراګراف یو مخ بدل ژباړلی دی.

اون روز خیلی دیر به خونه اومدم و دیدم که یک نامه روی میز گذاشته! به اون توجهی نکردم و رفتم توی رختخواب و به خواب عمیقی فرو رفتم. وقتی بیدار شدم دیدم اون نامه هنوز هم همون جاست, وقتی اون رو خوندم دیدم شرایط طلاق رو نوشته.

که له انګریزي متن سره دا دویمه ژباړه پرتله کړئ، هیڅ سر ور سره نه خوري، خو ښه دا ده چې پښتنو له لومړۍ ژباړې کار اخیستی دی.

یوه ورځ وروسته ناوخته کور ته لاړم، سترګې مې پرې ولګېدې چې د مېز شاته ناسته ده او څه لیکي، په وږي نس د خوب د خونې په لور روان شوم.

د يوه ښه سبا په اړه مې فکر کاوه چې له نوې معشوقې سره مې د لیدو ژمنه کړې وه. هغه لا په لیکلو اخته وه، ور ومې نه کتل ترې تېر شوم او ویده شوم.

په بله ورځ ډېر ناوخته کورته لاړم ، ومې ليدل چې مېرمن مې د ميز شاته په څوکۍ ناسته ده او څه ليکي ، ډوډۍ مې هم نه وه خوړلې خو سيده لاړم په کټ کې پرېوتم دا چې يوه ورځ مې له معشوقې سره په خوښۍ تېره کړې وه ژر خوب يوړم ؛

له خوبه چې را ويښ شوم ومې ليدل چې هماغسې ليکل کوي ، باک مې رانه وړ بيرته ويده شوم .

په دغه پاراګراف کې(The next day) عبارت هم پښتنو نا سم ژباړلی دی. سمه ژباړه یې ‎( راتلونکې ورځ) ده، خو یوه (یوه ورځ) او بل( په بله ورځ) ژباړلې ده.

په دې ژباړه کې ایرانیان او پښتانه دواړه تر پایه تېروتنې کوی، خو په دومره توپیر چې له ایرانیانو د پښتنو تېروتنې په دې ډېرې دي چې دوی هم د ایرانیانو په څېر چې د انګرېز لیکنه له ځانه زیاتوي، کموي دوی هم د ایرانیانو ژباړه یا کموي یا هم زیاتوي.

دا د کیسې ممکن له څلورو برخو په یوه برخه زما نظر او خبرې وې، په ټوله کیسه کې همداسې تېروتنې ترپایه شته او دا نتیجه په لاس را ځي.

۱ د یو لیکوال په اثر کې له ځانه څه زیاتول او کمول د هغه اثر اصل او هنر ته تاوان رسوي، د لیکوال وړتیا زیانمنوي او اثر بې خونده کوي.

۲ په ژباړه کې د یوې کلیمې ناسم اړول ټول مطلب اپوټه کولی شي او یا هم خپله معنا رسولی نه شي.

۳ له ژباړې ژباړه تر ډېره همداسې وي، لکه په دې کیسه کې، چې ممکن ژباړلی اثر له خپل اصل سره هیڅ سر ونه خوري.

۴ د ایرانیانو په ژباړه هم ډېر باور پکار نه دی، ځینې لیکوال یې د ژباړې په مهال کمی زیاتوي را ولي او ان ممکن خپل یې وبولي، لکه پورته اثر چې یوه ایراني خپل بللی دی.

۵ که ژباړه کوو، ښه دا ده چې په لومړي اثر پسې وګرځو او د دویم لاس ژباړه به چندان ژباړه نه وي، که اول لاس اثر موندلی نه شو، غوره به دا وي چې په مختلفو ژبو کې یا هم په یوه ژبه کې د همدغه اثر ژباړې سره و ګورو.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب