یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+ویلیم جونز او د تطبیقي ژبپوهنې پيل

ویلیم جونز او د تطبیقي ژبپوهنې پيل

محمد اسحق ستانکزی

سریزه

انسان یو ټولنیز موجود دی، د ټولنې اساس او بنیاد پر درک او افهام و تفهیم ولاړ دی، د درک او فهم له پاره یوې وسیلې ته اړتیا شته او دغه وسیله ژبه ده. ژبه یو سیسټم دی. داسې یو سیسټم چې په نړۍ کې موجوده انسانان یې د یو او بل د پوهولو او راپوهولو له پاره پر ژبه راوړي. دغه سیسټم هوايي نه دی بلکې د خدای ج په حکمت او د انسانانو د روزمره ژوند د اړتیا او پرله پسې تکرار پر اساس رامنځ ته شوی دی.

ژبه د بشر په تاریخ کې په مختلف ډول د مختلفو  انسانانو لخوا څېړل شوې ده، نوي بحثونه پکې رامنځته شوې دي، د ژبې نویو اړخونو ته د انسان پام اوښتی دی، او دا لړۍ به د بشر تر بقا پورې همداسې دوام لري. په دې مقاله کې به په لاندې درې موضوعاتو بحث وکړو.

۱. ژبه

۲. د ژبې ډولونه او څانګې یې

۳. ویلیم جونز او د تطبیقي ژبپوهنې پيل

کلیدي وییونه

ویلیم جونز، ژبه، ژبپوهنه، تطبیقي ژبپوهنه، تاریخي ژبپوهنه.

لنډیز

ویلیم جونز لومړنی کس و چې د ژبو خپلوۍ ته متوجه شو او د ژبو اندواروپايي کورنۍ یې کشف کړه. د سانسکریت، لاتیني او یوناني ژبو پر خپلوۍ یې بحث وکړ. له هماغه وخت څخه تطبیقي ژبپوهنه پیل شوه. او بیا وروسته نورو عالمانو کار پکې وکړ او اثار یې ولیکل.

ژبه

ژبه د غږیزو یا صوتي سمبولونو داسې یو اکتسابي او قرار دادي سیستم دی، چې د یوې ټولنې وکړي یې په خپل مینځ کې د پوهولو او راپوهولو لپاره کاروي.

 یا په بل عبارت: ژبه د داسې نښو ټولګه ده چې هره یوه یې زموږ د یوه ذهني انځور ( تصویر) ښکارندويي کوي. دا انځورونه د انساني مهال و چاپېریال: څیزونه، ځانګړتیاوې، پېښې، پدیدې، کړه وړه او د اړوند ویونکي خپل اندونه، خیالونه، هیلې، غوښتنې، موخې، ارمانونه، احساسات، غبرګونونه او نور هر هغه څه رانغاړي چې په زړه او ذهن کې یې ګرځي را ګرځي او ویل او اورول یې غواړي. ( وحدت، عبدالسمیع. ۹:۱۳۹۸)

د مفاهمې له مخې د ژبې ډولونه:

۱. ګړنۍ ژبه

۲. لیکنۍ ژبه

۳. اشاريي ژبه

۴. علامه یي ژبه

د جوړښت له مخې ژبې بیا په دوه برخو تقسیم کیږي.

۱. طبیعي ژبه

۲. مصنوعي ژبه

د ژبې دندې بیا داسې دي.

۱.  د انسانانو ترمنځ اړیکه او ارتباط ټینګوي.

۲. ژبه د فکر کولو ذریعه ده.

۳. د ژبې بله دنده د هغې هنري نقش دی.

د ژبې علمي څېړنه «ژبپوهنه» بلل کېږي.

ژبپوهنه

د ژبپوهنې نړیوال نوم لینګوستیګ (Linguistic) دی. لینګوستیک د لاتیني ژبې له (lingu) څخه رغېدلې کلمه ده چې (lingue) د ژبې په مانا او (stics) د علم او پوهې په معنا ده یعني هغه علم چې د ژبې په اړه هراړخیزې څېړنې کوي د ژبپوهنې په نامه یادېږي. (چمتو، قسیم. ۲۷:۱۳۹۵)

هغه پوهنه چې ژبه او د هغې څرنګوالی، رغاونه او ډول ډول ژبني مسایل تر کتنې او څیړنې لاندې نیسي ژبپوهنه یې بولي، یا په بل عبارت ژبپوهنه هغه پوهه ده چې د ژبې غږیز، وییز، نحوي او مانییز سیستمونه په عملي توګه څېړي.

د ژبپوهنې څانګې

د ژبپوهنې د څانګو په هکله د ژبپو هانو پخوانی وېش او نظر داسې و چې دوی ژبپوهنه په ټولیزه توګه په دریوو څانګو ویشلې وه:

الف. تاریخي ژبپوهنه. ب. تشریحي ژبپوهنه ج. پرتلیزه ژبپوهنه

نوې ژبپوهنه په دې اند ده چې ژبپوهنه په ټوله کې په دوو سترګو څانګو ویشل شوې ده.

ــ بنسټیزه یا اساسي ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې ( غږ پوهنه، اوازپوهنه، غونډله پوهنه، مانا پوهنه) شاملیږي، چې ګڼ شمیر ژبپوهانو ورته د دژبپوهنې د هستې نوم هم ورکړی دی.

ــ عملي یا تطبیقي ژبپوهنه: د ژپوهنې په دې برخه کې د ژبپوهنې تیوریکي برخه عملي بڼه غوره کوي او د ژبپوهنې په دې څانګه کې ټولې هغه برخې شاملیږي چې په خپله ساحه کې له ژبې او ژبپوهنې سره تړاو لري.

ویلیم جونز

سرویلیم جونز د ۱۷۴۶م کال د سپټمبر پر درویشتمه د لندن په یوې ولزي کورنۍ کې زېږېدلی او د ۱۷۹۴م کال په اپریل کې مړ شوی دی. پلار يې ډېر شتمن سړی و، د انګلیسي ژبې د سلطنتي انجمن مرستیال او د ریاضي په علم هم لاسبری و. نوموړی د اسحاق نیوټن ملګری او د هغه د اثارو مفسر و. مور یې هم د ریاضي استاده وه.

. لومړی کس و چې د هندو اروپایي ژبو کورنۍ یې کشف کړه او د یوناني او سانسکریټ ژبې خپلوۍ ته متوجې شو. هغه په انګلیسي، یوناني، لاتیني، چیني، سانسکریټ، عربي، فارسي، پرتګالي، هسپانوي، ایټالوي او نورو ژبو پوهېده. په ټولیز ډول یې اته ویشت ژبې زده وې. لومړی یې عبري ژبه زده کړه. په دغو ژبو پوهېدل ددې لامل شوي وو چې دی د ژبو ترمنځ د خپلوۍ پر اړیکو بحث او څېړنه وکړي.

له فارسي ادبیاتو سره یې خاصه علاقه درلودله او خپله یې هم ډېر شعرونه لیکلي دي. د هغه شاعرانه اثار ډېر زیات دي او په ادبیاتو کې یې بې شماره اثار پنځولي دي. هغه د هغه لومړنیو غربیانو په قطار کې راځي چې په قارسي ژبه یې لیکنې او ژباړې کړې دي. له یوناني څخه یې فارسي ته او له فارسي څخه یې فرانسوي او نورو ژبو ته زیات شمېر ژباړې کړي دي. (مرهون، محمود. ۱۲۸:۱۳۹۵)

ویلیم جونز او د تطبیقي ژبپوهنې پيل

ویلیم جونز په ۱۷۸۶م کال د اسیایي انجمن په یوه غونډه کې د سانسکریټ ژبې په اړه خپله بیانیه واوروله او ویې ویل چې سانسکریت، لاتیني او یوناني ژبې سره ورته والی لري، چې په فارسي او استایي ژبو کې هم لیدل کیږي. دا ورته والی د همدې ژبو په غږیز، وییز، او نحوي سیستم کې ښکاري. بیا یې وویل چې دا ژبې د یوې مور ژبې څخه راوتلې دي، په دې سره ویلیم جونز د اندواروپايي ژبو کورنۍ کشف کړه. او له دغه ځایه څخه د معاصرې ژبپوهنې نوی باب پرانیستل شو. او د نړۍ د شنونکو او ژبپوهانو پام یې دې خوا ته را واړوه.

ماخذونه

۱. اڅک، بایزید. (۱۳۹۹ل). د تاریخي ژبپوهنې مبادي. کابل: کائنات څېړنیز مرکز.

۲. چمتو، پوهندوی محمد قسیم. (۱۳۹۵ل). تشریحي ژبپوهنه، کاب:. جهان دانش خپرندویه ټولنه.

۳. مرهون، پوهنیار محمود. (۱۳۹۶ل). تاریخي ژبپوهنه لومړی ټوک. کابل: کائنات څېړنیز او ژباړې مرکز.

۴. وحدت، پوهنیار عبدالسیمع. (۱۳۹۸ل). تولیدي فونولوجي، کابل: پکتوس کتاب پلورنځی.

۵. Www.Wekepedia.com

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب