یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د ملریا ناروغي ډېره شوې

په افغانستان کې د ملریا ناروغي ډېره شوې

تاند – د عامې روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې سږ کال (۲۰۲۴) د ملریا ناروغۍ ۵۰ زره پېښې ثبت شوي دي چې دا د تېر کال د ورته مودې پرتله ۶۹ سلنه ډېرې دي.

د دې وزات ویاند شرافت زمان د طالبانو ت ملي راډیو ته ویلي:
«د ۲۰۳۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۵ زره پیښې ثبت شوې وې خو سږکال دا شمېره ۵۰ زرو ته زیاته شوې ده.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ( یو ان ډي پي) د ملریا د برخې مسولان وايي چې ډېر کسان د افغانستان په ختیځو ولایتونو په تېره بیا په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې په ملریا اخته شوي دي.

د ملریا د مخنیوي لپاره باید خلک شاوخوا ولاړې اوبه یا پټې کړي یا دواپرې وپاشي او همداراز له پشه خانو کار واخلي.

د شرافت زمان په وینا د ملریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره تیر کال د افغانستان په ګرمو سیمو کې له ۲میلیونو څخه زیاتې پشه خانې یا ماش لومې ویشل شوې وې.

ملریا څه ډول ناروغي ده، څنګه یې مخه نیولی شو، نښې یې څه دي؟ دې او نورو پوښتنو ته په لاندې لیکنو کې ځواب موندلی شئ:

د ملریا نړیواله ورځ: ملریا څه ډول ناروغي ده؟

ملریا او لشمانیا | وصیل الرحمن اوریاخېل

ملریا/ ابو حنظله بصیري اوریاخیل

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ډیر د افسوس ځای دی چې هر کال په ملیونونو انسانان او په ځانګړې ډول په زرګونو افغانان له ملاریا تبې،دردونو او کمپلیکیشنونو(اختلاطاتو ) نه یی مړهء کیږي مګر نړیوال د ملاریا سره مجادلې پر ځای میلیاردونه په جګړو او او وسله والو مسابقو او ؛خارجي فضا ته د بیفایدو ستورمزلو مصرفوي!!!
    دا مرض لکه ویروسي یا بکتریا او پوپنکی ناروغیو مستقیمه ساري نه ده ؛صرف د میاشې یا غُماشي د چيچلو چې مخکې ېې له ملاریایی ناروغ وینه څښلي وي بیا مکروب یا د ملاریا پرازیت روغو انسانانو ته پیچکاري کوي او بیا پس له څو ورځو نوی دملاریا مریض منځته راځي او…
    زما په نظر د جبه زارونو او ډنډو خوسا اوبو چې دمیاشو د تولید منابع دي، له مینځه وړل اساسي چاره ده.+د پشه خانو استعمال او وقایوی ګولئ یا ټابلیتونه تجویز کول…
    له پخوانه د ملاریا سره مجادلې ریاست او په ولایاتو کې ېې آمریتونه موجود او په لسګونو فنی یا مسلکي تکنیسینان او ډاکټران په کې کار کوي؛ هیله ده چې په ځانګړې توګه په ختیځو او نورو ولایاتو کې ملا ریا محوه کړي!!
    زمونږ د انتاني امراضو استاد فقید پوهاند عبدالفتاح “نجم”به د ملاریآ په لکچر کې اوله خبر داوه :
    مل اریا= هوای ې خراب = خرابه یا ناوړه هوا؛دا کلمه له یوناني ژبې اخیستل سوې وه= Malaria
    د ټولو مریضانو او ناروغانو د شِفآء په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب