یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاملریا/ ابو حنظله بصیري اوریاخیل

ملریا/ ابو حنظله بصیري اوریاخیل

ملریا يوه پرازيتي انتاني ناروغي ده چې د نړۍ په تودو او نيمه تودو سيمو کې ډېره خوره ده. په نړۍ کې هر کال نيژدې (٣٠٠ تر ٥٠٠) ميليونه انسانان په ملریا اخته کېږي، چې نيژدې (له ١،٥ تر ٣) ميليونه انسانان د ملریا د ناروغۍ له امله مړه کېږي د هغو له منځه يو ميليون کوچنيان دي چې عُمر یې تر پنځو کلو لږ دی. د دې ناروغۍ له امله لويه برخه ښکار شوي خلک، د افريقا په لويه وچه کې ماشومان او نوي ځوانان دي. ددې ناروغۍ علت د پروټوزون يو ډول پرازيت دی چې د پلازموډيم Plasmodium په نامه يادېږي. ددغې ناروغۍ ترټولو خطرناکه ډول د پلازموډيم فالسيپارم او د پلازموډيم وايوېکس له کبله پېښه شوې ملریا ده، خو ددغه پرازيت نور اړونده توکمونه لکه پلازموډيم اواله او پلازموډيم مالاريا هم انسانان په ناروغۍ اخته کوي.

د پلازموډيم د توکمونو دغې ډلې ته چې انسانان په ناروغۍ اخته کوي، د مالاريا پرازيتونه وايي. دا پلازموډيم د يو ډول ښځينه غوماشې چې د انافېلس Anopheles په نامه يادېږي، هغه وخت انسانو ته ورځي. کله چې دغه غوماشه خلک وچيچي نو دا پرازيت د انسان وينې ته ورځي او په ډېر لږ وخت کې د وينې په سره حجراتوکې وده کوي چې پدې مهال ناروغ تبې کوي، د وينې د کمښت سره مخامخ کېږي، د يخ د احساس سره سره رېږدي، او په ژورو پېښو کې دا ناروغي د زکام د ناروغۍ ورته نښې هم ښکاره کوي چې ددغې ناروغۍ پرمختيون سره کوما او مړينه هم پېښېدلای شي. کله چې ملریا په گرمو هېوادونو کې ډېر ليدل کېږي لکه په افريقا، هندوستان، پاکستان، لاتين امريکا، جنوبي آسيا، شرقي اسيا او همداسې زمونږ په گران هېواد افغانستان کې د ملریا ناروغي شته.

د ملریا د ناروغۍ د لېږدېدنې مخنيوی او کمېدنه د ځينې روغتيايي تدابيرو په پلي کولو سره شونې ده. د پشه خانو د کارولو، په کور او د کور شاوخوا چاپېريال کې د غوماشوژونکو درملونو په پاشلو او د ولاړو اوبو ډنډونو په بهېدلو سره، کوم چې د ملریا د غوماشې د هگيو ځالې دي، د ملریا پېښې تر لويې کچې راټيټوي.

د ملریا د ناروغۍ لپاره تر اوسه پورې هېڅ کوم واکسين نشته. خو د دې هرڅه سره سره داسې دارودرمل شته چې ددغې ناروغۍ مخنيوی کوي او ددې لپاره چې د انتانيت د وېرې مخنيوی وکړي نو پکار ده چې په پرله پسې توگه همدا درمل وکارېږې. همدا د وقايوي درملو درملنه د ډېريو هغو خلکو لپاره چې د ملریا په سيمو کې اوسېږي ډېره گرانه ده. که څه هم چې د درملو په وړاندې مقاومت په عامه توگه ډېر پېښېږي خو د ملریا په سبب رامېنځ ته شوي انتاني ناروغي د ملریا ضد دارودرملو ،چې په دغو کې کلورکين يا پيريمېتياماين راځي، په کارولو سره يې درملنه کېږي. مرتب کونکی- د میدان وردگو د عامی روغتیا د ملاریا او لشمانیا د دپیارتمنت غری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب