جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبڅانګوالي زموږ اړتيا | اجمل ښکلی

څانګوالي زموږ اړتيا | اجمل ښکلی

له استاد منلي نه مې اورېدلي وو، چې عالمان د علم د زده کړې له پلوه دوه ډوله دي. يو هغه دي، چې افقي پوهه لري او بل هغه چې عمودي علم لري. افقي پوهه هغه ده، چې يو عالم په ډېرو علومو کې معلومات ولري؛ خو پوهه يې ژوره نه وي. عمودي پوهه هغه ده، چې يو څوک په يوه څانګه کې ژوره مطالعه ولري. زه فکر کوم، چې درېيم ډول عالمان هم شته، چې د افقي او عمودي علم غبرګې ځانګړنې لري او هغه دا چې دا شونې ده، چې يو څوک په ډېرو څانګو کې معلومات ولري، خو په هغې کې په يوه يا دوه څانګو کې عمودي پوهه ولري.
پخوا چې علومو ډېرې څانګې نه درلودې، د افقي علم رواج ډېر و. خلکو پر ديني زده کړو سربېره چې د علم اساس و، د شعر اصول، نجوم، تاريخ، فلسفه او آن د کيميا غوندې لرې څانګې هم لوستې، چې دوی ته به د جامع الکمالات، علامه، نابغه او متبحر القاب کارېدل. متبحر د بحر د عمق له امله نه، بلکې د بحر د لويې سينې له امله و. هغه وخت دا القاب د عالمانو د پېژندلو نښې وې او دا ډول خلک به خارق العاده کسان ګڼل کېده. اوس چې د علم زده کړه اسانه شوې او ارواپوهنې ښودلې، چې هر انسان که شوق ولري، د علم په هره برخه کې ښه زده کړه کولای شو، نو دغه القاب عواطف ښيي او کوم علمي بنسټ نه لري.
وسمهال په يوه برخه کې د علم د تللو وسيله د ليسانس، ماسټرۍ، دوکتورا او پوسټ دوکتورا سندونه دي. زموږ په وطن کې چې علمي مرکزونه د واسطو او ډول ډول اداري فسادونو قرباني دي، دې سندونو هم علمي اعتبار له لاسه ورکړی. د هغه څانګوال په علم هم د سړي زړه اوبه نه څښي، چې تر ماسټرۍ او دوکتورا يې زده کړې کړې وي.
اوس چې علم په ګڼو څانګو ويشل شوی، د ټولنې اړتيا دا ده، چې مسلکي خلک ولري. متل دی، چې نيمچه حکيم د بدن دوښمن دی، داسې هغه عالم چې افقي علم ولري، ټولنې ته يې هغومره ګټه نه رسي، لکه د يوه عمودي علم څښتن يې چې رسوي. آن شونې ده، چې تاوان ورورسوي، ځکه چې د يوې مسالې تر جرړو نشي رسېدای.
له دې ځايه د مسليکتوب پر ارزښت پوهېږو؛ خو په څانګو د علم وېش اړتيا څه ده؟ يو دا چې علم پراخه او ژور شو، چې په څانګو له وېش پرته بله چاره نه وه ورپاتې، دويم دا چې د انسان ادراک چوکاټي ځانګړنه لري. فکر کوم، چې د بيکن خبره ده، چې طبيعت د رياضي په ژبه دی، چې څه د کچ مېچ وړ نه دي، هغه د کچ مېچ وړ کړئ. پوهان وايي، چې يوازې طبيعت چوکاټي نه دی، بلکې د انسان ذهن هم چوکاټي دی، چې د امپرسيونستانو په اند، دا ځانګړنه يې هم له طبيعت نه اخيستې، چې شيان ډلبندي کوي او کوم څيز چې له ډلبندۍ بهر وي، هغه ورته تر هغې د درک وړ نه وي، چې تر څو يې يوه چوکاټ کې ځای نه کړي. درېېم ټکی دا دی، چې يو انسان دومره وخت او وړتيا نه لري، چې په دې ټولو علومو کې تبحر حاصل کړي. دلته تبحر د عمق مانا لري. په اوسنۍ نړۍ کې د ټولو علومو زده کړه ناشونې ده، يو کس يوازې په يوه يا ګوتشمېرو څانګو کې ښه پوهه ترلاسولای شي.
ټولنه د ودې لپاره د علم هرې څانګې ته اړتيا لري. په دې کې ټولنيز او طبيعي علوم دواړه راځي. تاريخ، فلسفه، دينپوهنه، ادبيات، ټولنپوهنه، ارواپوهنه، کيميا او بلها نورې پوهې دي. دا پوهې د ټولنې د فرهنګي او مدني پرمختګ ټايرونه دي. ټايرونه مې ځکه وويل چې د ټولنيز حرکت او بدلون مانا ورسوي. په پرمختللو هېوادونو کې د ټولنيزې اړتيا له مخې د دې پوهنو ترمنځ توازن وي؛ نو په يوه څانګه کې همغومره کسان روزل کېږي، چې اړتيا يې وي. کله چې دا کسان فارغ شي، له واره په خپل مسلک کې کار ومومي. زموږ په وطن کې د لوستو د وزګارتيا يو لامل د ټولنې د اړتيا او مسلکونو ترمنځ د همغږۍ نشت هم دی. په ځينو ټولنو کې د ټولنيزې اړتيا او د علم د څانګو ترمنځ دا توازن نه وي، ځکه نو ټولنه يوه مسلک ته د ډېرې پاملرنې له امله پر يوه اړخ کږه شي او په يوه څانګه کې د اړتيا له مخې د بلې څانګې پوهان کار پيل کړي، چې د نامسلکۍ له امله د ګټې پر ځای ټولنې ته تاوان ورسوي.
که ستاسې غاښ درد کوي او د زړه ډاکټر ته ورشئ، څومره امکان شته، چې درمنله به مو دقيقه وي؟ ټولنه هم داسې مسلکيتوب ته اړتيا لري. په افغانستان کې چې مسلکونه معلوم نه دي، د مسلکيتوب اړتيا تر بل هر هېواد زياته ده. افغانستان هله وده کولای شي، چې هر څانګوال له چغو سورو او له امتياز غوښتنې پرته په خپل مسلک کې کار وکړي او داسې وانګېري، چې زه کوم غر نه راچپه کوم، يو عادي علمي کار کوم، چې تر ما مخکې هم خلکو کړی او تر ما وروسته به يې هم خلک کوي. په کومه ټولنه کې چې د سواد کچه ټيټه وي، هلته لوستي وګړي د کمال او برترۍ خاوندان ګڼل کېږي او دا د هغوی د غرور سبب کېږي.
په معاصر وخت کې د ګډ څانګوالۍ(inter-disciplinary) په نامه د ماډرنيزم د علمي څېړنو د هغه مېتود مخالفت وکړ، چې هره څانګه يې مجرده مطالعه کوله. په ګډ څانګيز مېتود کې يو څېړونکی په خپله څانګه کې د څېړنې لپاره د نورو نېژدې او لرې څانګو له اصولو، مېتودونو، تجربو او لاسته راوړنو استفاده کوي. د شلمې پېړېو په وروستيو لسيزو کې په اديباتو، ژبپوهنه، ارواپوهنه، ټولنپوهنه او آن رياضي او فلسفه کې له دې مېتود نه اغېزناکه استفاده وشو. پخپله د سوسور د ژبپوهنې رغښتي نظريه د اسطورو په شننه، په فلسفه، د ادبي داستانونو او شعرونو د ماهيت په معلومولو او نورو برخو کې وکارېده. په ادراکي ژبپوهنه کې د ګشټالټ او ډلبنديزې ارواپوهنې له تجربو نه استفاده وشوه، ګيوم او بن ونيست د ژبنيو توکيو د شننې لپاره له ذهني ميکانيزم نه استفاده وکړه، چامسکي له طب او د رياضي له اصولو استفاده وکړه. همدا ډول کوليولي د رياضي او اروپوهنې له تجربو نه کار واخيست. د دوی په وينا ژبه يو ذهني او ټولنيز سيستم دی، چې که اروپوهنې او ټولنپوهنې او همدا راز د رياضي له انتزاعي فورمولونو نه پکې يوازې اړتيا نه ده، بلکې دا راسره د ژبې په دقيقه پېژندنه کې مرسته کوي.
پر دې بنسټ ګډ څانګيز مېتود د علمي څېړنو له پخواني مېتود سره توپير لري او هغه دا چې هلته ټول علم په يوه کل کې مطالعه کېدل؛ خو ګډ څانګيز مېتود د يوې څانګې د خپلواکۍ په رڼا کې د نورو علومو له تجربو نه استفاده کوي. يوه څانګه په مرکز کې او نورې مرستندوى وي. دې مېتود د علم له ژورتيا او پرمختګ سره مرسته وکړه. دلته موږ د علم له پلوه د عالمانو هغه درېېم ډول وينو، چې په خپله څانګه کې ژوره خو په نورو څانګو کې د خپلې څانګې د ښې شننې لپاره افقي مطالعه لري. په دې توګه که څوک په يوه څانګه کې تخصص کوي، د نورو څانګو د تاريخ او مېتودولوژۍ مطالعه ورته اړينه ده.
زموږ علمي مرکزونه لا له ګډ څانګيز مېتود سره اشنا او پر ښېګڼو يې خبر نه دي. د ګډ څانګيز مېتود پر بنسټ ترسره شوې څېړنې دقيقې او جامع وي؛ خو د دې لپاره اړتيا ده، چې په علمي مرکزونو کې د بېلابېلو څانګو پوهان يو ګډ بورډ جوړ کړي او د يو بل له تجربو نه استفاده وکړي. په اروپا کې د دې ډول ګډو کمېتو ګڼې بېلګې شته. په اتيايمو کلونو کې انتوان کوليولي د رياضي، اروپوهنې، ادبياتو او ژبپوهنې استادان سره راټول کړل او په ګډه يې پر ژبه څېړنې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب